د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د ښوونځیو درسي موضوعاتو منځپانګه کې د "امارت پېژندنې" د موضوع شاملول؛ ځینې کورنۍ یې اندېښمنې کړي


ارشیف: په فراه کې د طالبانو سلګونه زده کوونکو د دولسم ټولګي د وروستۍ ازموینې کې ګډون کړی دی.
ارشیف: په فراه کې د طالبانو سلګونه زده کوونکو د دولسم ټولګي د وروستۍ ازموینې کې ګډون کړی دی.

د طالبانو حکومت "امارت پېژندنه" د افغانستان د ښوونځيو د درسي موضوعاتو په منځپانګه کې شامله کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښوونځيو د درسي مضامينو په منځپانګه کې د "امارات پېژندنې" د موضوع شاملولو د يو شمېر زده‌کونکو کورنۍ اندېښمنې کړې دي.

دغه کورنۍ چې خپل ماشومان په ځانګړي ډول خپل زامن د زده‌کړو لپاره دولتي ښوونځيو ته استوي، وايي چې طالبان په دې کار سره د زده‌کوونکو ذهنیت افراطيت او طالب پلوۍ ته اړوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په دې اړه د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې رقابتي ازموينې پيل کړي.

د دې ازموينې محتوا د طالبانو د حکومت د جنګياليو ستاينې، د دوى پوځي فعاليت، لومړۍ واکمنۍ او شل کلنې جګړې ته ځانګړې شوې ده.

د تخار ولايت یوه اوسېدونکې چې د موضوع د حساسيت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي، ښوونځي ته د خپل ورور تګ او دې ډول ازموينو کې يې ګډون ته اندېښمنه ده.

د تخار یوه اوسېدونکی وايي: مونږ دا ډول زده‌کړو ته اندېښمن يوو، له ما او مور سره مې د وررو چلند بدل شوی، افراطي او طالب پلوى شوى.

هغه وايي: "مونږ دا ډول زده‌کړو ته اندېښمن يوو، له ما او مور سره مې د وررو چلند بدل شوی، افراطي او طالب پلوى شوى، کوم کتابونه چې دوى ته تدريس کېږي ډېرى منځپانګه يې د طالب مشرانو کارنامو او جهاد مسايلو ته ځانګړې شوې ده."

يو ښوونکي، چې د پنجشېر ولايت په يو ښوونځي ماشومانو ته په زده‌کړه ورکولو بوخت دى، هم دا موضوع مني او د نوم نه خپرېدو په شرط یې ازادى راډيو راډيو ته وويل: "امارت په دې برخه کې کار کوي، په پنجشېر کې هم دا سيالۍ تر سره شوې وې، ان د ځوانانو تر منځ د مقالو ليکنو سيالۍ وشوې چې محتوا او عنوانونه یې د طالبانو د شهیدانو په اړه وو چې دا د اندېښنې وړ ده."

د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د "امارات پېژندنې" د ازموینو له پیلولو يې موخه ځوانان له هغه "جهاد" سره اشنا کول دي، د دوی په خبره هغه مقدس او برحق جهاد چې افغان ولس په تېرو دوه لسیزو کې کړی دی.

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو چاودنو، ځانمرګو بریدونو او وژنو ته په پام سره، د بېلابېلو برخو پوهان د طالبان دا کړنې، د دوی په ټکو د خپلو جنایتونو د سپینولو لپاره هڅه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزارت چارواکي په ښوونځيو کې د دا ډول موضوعاتو پر تدريس نيوکه کوي.

د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزارت پخوانى مرستيال ابراهيم شينواري ازادي راډيو ته وويل: "ګوندي، فردي او ديکتاتور حکومتونو تل هڅه کړې چې ځوانان وهڅوي چې له هغوى سره وفاداره پاتې شي. د دې مسايلو پر ځاى بايد په درسي نصاب کې د وطنپالنې، ملي ګټو نه ساتنه او پلويتوب، انساني عالي ارزښتونه او د زده‌کړو مهارتونو غوندې مهم موضوعات ځاى شي څو فارغان راتلونکي کې هوسا ژوند ولري."

د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزارت پخوانى مرستيال ابراهيم شينواری
د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزارت پخوانى مرستيال ابراهيم شينواری

د پوهنې فعال خوشحال روهي هم د طالبانو د حکومت پر دې کړنې نيوکه کوي.

نوموړى وايي، په ښوونځيو کې بايد کيفيت ته ډېره پاملرنه وشي او ځوانان دې له عصري او پرمختللو علومو سره اشنا کړل شي څو د عصري او پرمختللو علومو په برخه کې د نړۍ له هېوادونو سره سيال شي.

دا په داسې حال ده چې تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د روانې اوونۍ سه‌شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د پکتیکا ولایت په بکخېلو ولسوالۍ کې د ښوونځيو او مدرسو د ۲۵۰ زده‌کوونکو ترمنځ د "امارت پېژندنې" رقابتي ازموينه ترسره شوې ده.

په خبر کې راغلي چې په ازموينه کې د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو او د ولسواليو ښوونکو برخه اخيستې وه.

د راپورونو له مخې د پکتيکا ولايت سربېره په پنجشېر، پروان، باميان، جوزجان، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ازموينې اخیستل شوې دي.

XS
SM
MD
LG