د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د ملالې یوسفزۍ ورځ؛ د ملالې فکر ډېری افغان نجونې راتلونکې ته 'هیله‌مندې' کړي


د ملګرو ملتونو سازمان د جولای ۱۲مه چې د نوموړې د زوکړې له نېټې سره هم سمون خوري، د دې په نوم ونوموله. 
د ملګرو ملتونو سازمان د جولای ۱۲مه چې د نوموړې د زوکړې له نېټې سره هم سمون خوري، د دې په نوم ونوموله. 

د جولای میاشتې ۱۲مه (نن) د ملالې یوسفزۍ په نوم نومول شوې ده. ملالې یوسفزۍ د پښتونخوا د سوات سيمې مينګوره ښار کې د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲مه دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړې ۱۵ کلنه فعاله زده‌کوونکې وه چې د سوات سيمې د ماشومو نجونو د زده‌کړې لپاره‌يې د ځايي مرستندويو بنسټونو په مرسته خپل غږ پورته کړ.

هغه د پوهنې او د نجونو د تعلیم د خپرېدو په برخه کې د سيمې په کچه تر ټولو وړه فعاله کارکوونکې وه چې د همدې کار او فعالیت له امله د وسله‌والو له‌خوا د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په ۹مه د یو برید په ترڅ کې په سر سخته ټپي شوه.

نوموړې دوه اوونۍ د پاکستان په یو پوځي روغتون کې بستر وه چې له هغه ځایه بیا انگلنډ ته د درملنې لپاره ولېږل شوه.

ملالې یوسفزۍ ته له درملنې وروسته د نړیوالو رسنیو پام وروګرځېد.

ګن شمېر نړیوالو رسنیو د دې په ژوند او هغه مبارزه چې یې له ماشومتوبه پیل کړې وه مستند فلمونه او راپورونه جوړ کړل.

د دې چارې دوام ان تر دې شو چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کې ملالې یوسفزۍ ته نوبل جایزه هم ورکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او ملاله یوسفزۍ
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او ملاله یوسفزۍ

له دې جایزې وروسته نوموړې د وخت په تېرېدو سره د همدې سازمان له لوري د نجونو په برخه کې د سولې سفیره هم وټاکل شوه.

دغه سازمان د جولای ۱۲مه چې د نوموړې د زوکړې له نېټې سره هم سمون خوري، د دې په نوم ونوموله.

د دې لوی ارمان، همغه د پوهنې په ګاڼه د نجونو سمبالول و.

ملالې له ماشومتوبه غوشتل چې د نجونو لپاره الګو واوسي.

نوموړې له ازادي راډیو سره په مرکه کې وايي، ټولې نجونې باید په خپله مورنۍ ژبه زده‌کړې وکړي.

دا زیاتوي: "زه اوس‌مهال په خپل کور کې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې کوم او دا زما لپاره د خوشحالۍ ځای دی، خو شته ډېرې نجونې چې ان په خپلې مورنۍ ژبې خبرې څه چې ان زده‌کړې هم نه‌شي کولای او دا ډېر د بدمرغۍ ځای دی."

خو دلته په افغانستان کې د ملالې ذهنیت او فکر ډېری افغان نجونې راتلونکې ته هیله‌مندې کړي.

یو شمېر افغان نجونې او مېرمنې
یو شمېر افغان نجونې او مېرمنې

د کابل اوسېدونکې زرما وايي، لکه څنګه چې ملاله د پوهنې د مشال وژونکو ضد مفګوره درلوده، افغان نجونې هم باید همداسې یوه مفکوره په خپلو ذهنونو کې وروزي.

زرما وايي: "افغان نجونې هم باید دا مفکوره په خپل ذهن کې ورزوي، د دې لپاره چې خدای مه‌کړه بیا هغه توره دوره تکرار نه‌شي."

زرما وايي، ډېری افغان نجونې د خپل راتلونکي لپاره د ملالې له کړنو او جرات څخه اخیستنه کوي.

د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ بیا وايي، د ملالې په څېر نجونو پرمختګ افغان نجونو ته د زیاتو هڅو ذهنیت ورکوي، خو توپیر دا دی چې جګړې هر څه تالا کړي.

خو اغلې کوچۍ وايي، که جګړې دغه‌شان روانې وي، نو په دغه هېواد کې به د نجونو د تعلیم مخه هم ډب شي.

اغلې کوچۍ وویل: "که هر ځای طالبان تللي، هغه ځای کې یې نه ښوونځي پرېښودلي او نه هم نجونې ښوونځي ته پرېښودلي، تاسو وګورئ یوې ولسوالۍ ته چې کله طالبان لاړ شي هلته ټول تعلمي ځایونه فلج کېږي."

د افغانستان ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ
د افغانستان ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ

خو طالبانو بیا تل ټینګار کړی چې دوی د ښوونځيو او تعلیمي بنسټونو مخ نه‌ده نیولې.

په افغانستان کې د جګړو ترځنګ دودونو، رواجونو او کورنیو مخالفتونو هم تر ډېره د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده چې د ملالې یوسفزۍ په شان د اړوندو فعالینو په هڅو او زیار سره تر دېره دا ستونزه هوارېدلی شي.

XS
SM
MD
LG