د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

خبرونه

د نړۍ پر سترو اقتصادي قدرتونو د ملالې یوسفزۍ غږ!

ملاله یوسفزی برنده جایزه صلح نوبل
ملاله یوسفزی برنده جایزه صلح نوبل

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ پر سترو اقتصادي قدرتونو غږ وکړ چې د نجونو د تعلیم د پراختیا لپاره زیاتې پېسې مصرف کړي.

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو مشران د مارچ په اته ویشتمه نېټه د جاپان په اوساکا ښار کې غونډه کوي.

ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې نجونو ته د تعلیم د امکاناتو د زیاتېدو لپاره مبارزه کوي.

هغې پرون د جاپان له صدراعظم سره وکتل او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د نجونو د تعلیم د پراختیا لپاره مرسته وکړي.

ملاله یوسفزۍ وایي:

"زه تمه لرم چې جاپان به د شلو پرمختلو هېوادونو د مشرانو د کوربه په توګه سږکال د نجونو د تعلیم لپاره زیاته مرسته وکړي."

افغانستان او پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې دي چې هرکال ډېرې نجونې د اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو له امله ښوونځي ته له تګه محرومېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې نړیوال جام ته خپل سفر پیل کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریز نړیوال کې د ګډون په موخه د ویسټ اینډیز پر لور خپل سفر پیل کړ.

د پنجشنبې په ورځ د می په ۱۶مه نېټه افغان کرکټ بورډ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ملي لوبډله یې د شل اوریز نړیوال جام لپاره ویسټ اینډیز ته روانه شوه.

کرکټ بورډ زیاتوي: "افغان لوبډله به لومړی متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له هغه ځایه به سبا جمعه د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي چېرې به چې د یادو سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په یوه لس ورځني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي."

ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، په آی‌‌پي‌ایل لیګ کې مصروف لوبغاړي به هم ډېر ژر ویسټ اینډیز ته خپل سفر پیل کړي.

ټاکل شوې چې شل اوریز نړیوال جام د جون میاشتې په ۲یمه نېټه پیل شي او افغانستان به د جون په ۴مه نېټه له پاپا نیوګیني سره ترسره کړي.

د فلسطین ولسمشر: له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس
د فلسطین ولسمشر محمود عباس

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، هغسې چې تمه کېده، دوی له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

عباس نن د عربي اتحادیې په یوه سرمشریزه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د اسراییل دفاع وزیر نن ویلي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به په ځمکنیو پوځي عملیاتو کې د اسراییل نور سرتېري هم برخه واخلي.

د یوآف ګالانت په وینا، دغه عملیات به حماس ډله ختمه کړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو ترویستي سازمان ګڼي.

اسراییل له نړیوالو انتقادونو سره سره په رفح ښار کې چې تر یو میلیون زیاتو فلسطینیانو هلته له نورو برخو پناه وروړې ده، پوځي عملیات پیل کړي دي.

ضمیر کابلوف: طالبان له دې وروسته د روسیې دښمنان نه دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان له دې وروسته د روسیې دښمنان نه دي.

کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، د دې خبرې معنی دا نه ده چې طالبان د روسیې لومړۍ درجه دوستان دي، خو دا خبره روښانه ده چې "دوی زموږ دښمنان نه دي."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف زیاته کړې چې د مسکو او طالبانو ترمنځ لا هم مشخص سیاسي محدودیتونه شته.

روسیه که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

طالبان چې لا هم په روسیه کې یوه ممنوعه ډله ګڼل کېږي، له روسیې سره په تجارتي او نورو برخو کې تعاملات لري.

د ارمنستان صدراعظم له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله.

پاشنیان نن د کابینې په غونډه کې دا موافقه یوه لویه بریا وبلله.

په همدې حال کې په لسګونو مظاهره‌چیان چې د دې موافقې مخالف وو، له حکومتي ودانۍ دباندې راټول شوي وو چې پولیسو یې د تیک و پرک کولو هڅه وکړه.

ارمنستان او اذربایجان په ډسمبر میاشت کې د سولې پر تړون سلا وکړه، خو د ارمنستان ګڼ هغه وګړي یې مخالفت کوي چې لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته څېرمه پراته دي.

اذربایجان تېر میلادي کال د نګرنو قره‌باغ د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات وکړل چې بالاخره یې په دې بېلتونپاله سیمه کې په خټه د ارمنانو د درېیو لسیزو کورواکي ختمه کړه.

وردګ: د اوسلو غونډه کې د افغان کډوالو، مرستو، د ښځو تعلیم او کار په اړه خبرې وشوې

د اوسلو ښار یوه څنډه
د اوسلو ښار یوه څنډه

پخوانۍ ډیپلوماته او له اسیا څخه د اسلامی همکاریو سازمان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون غړې اصیلا وردګ وايي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د کډوالو، بشري مرستو، د ښځو د تعلیم او کار او د هغوی د اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وشوې.

مېرمن وردګ په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کنفرانس کې د ټولو اقشارو استازیو او هم د طالبانو استازو برخه اخیستې وه.

خو یو شمېر ښځینه فعالانو په اوسلو کې پر وروستۍ غونډې سختې نیوکې کړې دي.

د "افغانستان د ښځو د ملي اتحاديې چتر" په نوم ډلې د ناورې چارواکو ته په يوه پرانيستي‌ليک کې د داسې غونډو د جوړولو او له طالبانو سره د اړيکو د احتمالي پلان په اړه خبرداری ورکړی ځکه د دوی په ټکو طالبان، بشري ارزښتونه په تېره د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

د بشري حقونو د څېړنې ليګ په نوم يوې ټولنې د مې په ١۴مه او ١۵مه په اوسلو کې يوه غونډه وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ريچارډ بينېټ هم ګډون کړى و.

د اوکراين په پلازمېنه او نورو سيمو کې د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شوی

اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور
اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراين په پلازمېنه کیيف ښار او د دغه هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې نن سهار وختي د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شو.

د اوکراين د هوايي ځواک له خبرداري سره سم د روسي ځواکونو له خوا د باليستيکي توغنديو خطر شته او دغو بريدونو په پرله‌پسې توګه د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې ملکي وګړي په نښه کړي چې په نتيجه کې يې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو ته ډېر زیان رسېدلی دی.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو خبر ورکړی چې پرون د مې۱۵مه د نیپرو په سیمه کې د روسي ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو تر منځ غونډه وشوه

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت. نننۍ غونډه په دې وزارت کې شوې ده.
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت. نننۍ غونډه په دې وزارت کې شوې ده.

نن په کابل کې د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو تر منځ یوه ناسته جوړه شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چې د دې ناستې کوربه دی، ویلي چې هدف د دواړو لوریو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي.

په بیان کې زیاته شوې چې په دې ناسته کې د افغانانو په اړتیاوو، د حکومت په لومړیتوبونو او په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د شویو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې له مرستو د اعظمي استفادې لپاره په کار ده چې د مرستو د ډول او ویش بڼه د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبو سره سمه عیاره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي برخې د مسوول او د یوناما د مرستیال اندریکا رتواتي په حواله ویل شوي ملګري ملتونه هڅه کوي د مرستو نوعیت د بشري هغو تر څنګ پرمختیايي مرستو ته واړوي.

پوتین په دوه ورځني رسمي سفر چین ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیالي ولسمشر شي جين پېنګ د چین د امنیتي ګارډ د کتنې پر مهال
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیالي ولسمشر شي جين پېنګ د چین د امنیتي ګارډ د کتنې پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته په دوه ورځني رسمي سفر نن سهار بېجنګ ته ورسېد.

چین ته د پوتین دا سفر په داسې حال کې کېږي چې روسیه د اوکراین تر برید وروسته په اقتصادي لحاظ پر چین ډېره تکیه کوي.

تمه ده چې پوتین نن له خپل چینايي سیال سره وویني.

پوتین چینايي رسنیو ته ویلي، کرملین د اوکراین د شخړې په اړه خبرو ته چمتو دی، خو د ده په وینا هر ډول خبرې باید د روسیې د ګټو په ګډون د ټولو ښکېلو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي.

اروپایي ټولنې په ارزګان کې د دوو ماین پاکانو پر وژل کېدو خواشینې ښودلې

ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو ماین پاک د ماینونو د پاکولو پر مهال
ارشیف: د افغانستان جنوب کې یو ماین پاک د ماینونو د پاکولو پر مهال

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر په ارزګان ولایت کې د هلوټرسټ د موسسې د دوو ماین پاکانو پر وژل کېدو خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی د نورو د ساتنې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دې دفتر پرون چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دې مخکې د هلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د دې ادارې دوو تنو ماین پاکانو د شنبې په ورځ په ترینکوټ کې هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ناچاودو ماینونو په پاکولو بوخت وو او یو ماین پرې وچاودېد.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه چاودنه کې یو ماین پاکوونکی ځای پرځای ووژل شوی او بل چې سخت ټپي شوی و، روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

هلروټرسټ د افغانستان په ګډون په دېرشو هېوادونو کې د ماین پاکۍ فعالیتونه ترسره کوي.

ماینونه او نورې ناچاودې وسیلې په افغانستان کې تراوسه د خلکو ژوند اخلي.

د عربي هېوادونو مشران په بحرین کې غونډه کوي

د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه
د عرب لیګ هېوادونو بیرغونه

د عربي هېوادونو مشران نن پنجشنبې په بحرین کې داسې مهال جرګه کېږي چې په غزه کې جګړه روانه ده او د اوربند څرک نه لګېږي.

پرون چهارشنبې د بحرین پلازمېنې ماناما ته چېرې چې د عرب لیګ د ۲۲ غړیو هېوادونو بیرغونه ځړېدلې وو، د عربي هېوادونو د مشرانو او چارواکو ورتګ روان و.

دا لومړی ځل دی چې د عرب لیګ مشران د نومبر په میاشت کې د ګاونډي سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د کنفرانس تر فوق العاده سرمشریزې وروسته، په یوه غونډه کې سره راټولېږي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې په هغه سرمشریزه کې مشرانو په غزه کې د اسراییلي ځواکونو اقدامات غندلي او هغه یې وحشیانه بللي وو، خو له دې یې ډډه وکړه چې د اسراییل پر وړاندې د اقتصادي او سیاسي سزاګانو لپاره اقدامات وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG