د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ملګري ملتونه: طالبان دې د ستونزو حل لپاره نړیوالو سره د خبرو لار غوره کړي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي په افغانستان کې د روان بشري ناورین حل لار، د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت ترمنځ په دوه اړخیز ډیالوګ کې ویني.

ښاغلي ګراندي واشنګټن پوسټ سره خپله نوې مرکه کې ویلي، یو باثباته هېواد چې وشي کولی د خپلو خلکو ملاتړ وکړي، یوازې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي.

دی وايي: "کله چې زه کابل کې وم، زموږ د ټولو پیغام طالبانو ته همدا و چې که غواړئ پیسې مو خوشې شي، که غواړئ دا هېواد یو ځل بیا بنسټیز ملاتړ ترلاسه کړي، باید له نړیوالې ټولنې سره یو ځای ګام پورته کړئ. دا په دواړو خواوو پورې تړلې خبرې دي."

ښاغلی ګراندي زیاتوي، دا مفکوره باید پیاوړي شي چې ښځې باید کار وکړي او نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.
ښاغلی ګراندي زیاتوي، دا مفکوره باید پیاوړي شي چې ښځې باید کار وکړي او نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.

ښاغلی ګراندي که څه هم دا خبرې پېچلې بولي خو زیاتوي، دا مفکوره باید پیاوړي شي چې ښځې باید کار وکړي، د لږکیو استازیتوب باید وشي او نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر وايي، طالبان باید درک کړي چې افغانستان د نوییمې لسیزې هېواد نه دی او اوسني واقعیتونه د هغه وخت پرتله توپیر لري.

د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده‌ایالاتو او د طالبانو د حکومت ترمنځ تر ډېره بنسټیزه ستونزه هم د بشر حقونو په ځانګړي د ښځو حقونو، ترهګرۍ سره مبارزې او د یوه‌ ټول‌ګډونه حکومت په جوړېدو کې ده.

خو له دې ټولو سره-سره، د طالبانو حکومت هم د ستونزو د حل په اړه د صادقانه خبرو د وړاندیز هرکلی کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، ټولنیزې ستونزې باید د خبرو او ډیالوګ له لارې حل شي: "اسلامي امارت له پیل راهیسې په خبرو او ډیالوګ باور درلود. زموږ هیله دا ده چې بین‌المللي ټولنه همدارنګه ټول هغه هېوادونه چې کله نا کله ځینې اندېښنې مطرح کوي، د خبرو له لارې د ستونزو حل ته راوړاندې شي. اسلامي امارت په بشپړ ډول خبرو ته چمتووالی لري."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر داسې مهال د افغانستان د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د خبرو وړاندیز کوي چې دې هېواد کې وضعیت تر بل هر وخت ډېر ترینګلی دی.

فلیپو ګراندي هم وايي، نږدې نیمايي افغانان قطحۍ سره مخ دي، روغتیايي سیسټم ۸۰ سلنه فلج شوی او ۷۰ سلنه ښوونکیو ته لا هم تنخواوې نه‌دي ورکړل شوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر وايي، بشري مرستې چې د یوې څه مودې لپاره به د خلکو لاس‌نیوي وکړي، روانې دي، خو د ده په خبره، دا کافي نه دي او نه‌شي کولای متوازن حالت منځ‌ته راوړي.

ګراندي زیاته کړه: "که دا ستونزې حل نه‌شي، زه بې له کوم شکه وړاندوینه کوم چې موږ به په کور دننه په لوی شمېر د خلکو د بې‌ځایه کېدو شاهدان و اوسوو. همدارنګه به د پولو په اوږدو او په سیمه کې د پراخې کډوالۍ یا بې‌ځایه کېدو لیدونکي و اوسوو."

که څه هم په افغانستان کې د پراخې جګړې له درېدو سره، نږدې ۱۷۰ زره کسان بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي، خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په خبره، لا هم ۹ میلیونه افغانان په کور دننه بې‌ځایه دي.

ملګري ملتونه وايي، له افغانستانه د باندې نږدې ۶ میلیونه افغانان کډوال دي چې اوس یې د بېرته راستنولو لپاره وضعیت نازک دی، ځکه په خبره یې هغه ملاتړ ډېر کمزوری شوی چې خپل هېواد ته یې د دې کډوالو د ستنولو لپاره مالي سرچینې برابرولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG