د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

طالبان: د ملګروملتونو له مرستو هرکلی او اړمنو ته په وېشلو کې همکاري کوو


په هرات کې پر ځینو اړمنو د مرستو وېش
په هرات کې پر ځینو اړمنو د مرستو وېش

د طالبانو حکومت وایي چې د ملګرو ملتونو مرستې مهمې دي او باید ادامه پیدا کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په میلیونونو کسان له قحطۍ او لوږې سره مخامخ دي د ملګرو ملتونو نوېو مرستو ته د افغانانو هیلې پيدا شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د ملګروملتونو د مرستو هرکلی کوي او په دې برخه کې د دوی حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

مجاهد زیاته کړه: "موږ د نړیوالې ټولنې له مرستو او همکاریو مننه کوو او هرکلی یې کوو. غواړو چې دا مرستې نور هم زیات شي ځکه چې د افغانستان خلک همکاریو او کومک ته ډېر ضرورت لري، هم په بشري، هم په روغتیایي او بیلابیلو برخو کې. اړمنو کسانو ته د دې مرستو په رسولو کې هڅه کوو چې شفافیت وي او موږ خپله وظیفه ښه ادا کړو، همدا راز کوم موسسات چې له افغانانو سره مرستې کوي او مرستې ور رسوي هغوی هم له موږ سره په همغږۍ کې دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان بشري وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې سږکال ژمی به په میلیونونو افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوچاریک وایي، په سلګونو میلیونه ډالر له افغانانو سره د مرستې لپاره په دې سخت حالت کې راټول شوې دي.

نوموړی وايي: "د ډسمبر د میاشتې په ترڅ کې، زموږ شریکانو موږ ته اووه میلیونه ټڼه غذایي مواد چمتو کړل، همدا راز د ژمې په ترڅ کې خوارانو ته نغدي مرستې او د وسایلو مرستې شته، مرستندویانو د بشري مرستو د دوو درخواستونو په ځواب کې یو نیم میلیارډه ډالر راټول کړي دي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوچاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوچاریک

ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو مخکې ویلي وو چې دوی به د طالبانو حکومت ته مرستې ورنه کړي، مرستې به د نړیوالو موسسو له لارې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي دي چې واورو او بارانونو د تیرو دوو درېیو ورځو په ترڅ کې د افغانستان ډیرې سیمې اغېزمنې کړې دي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ورښتونو له امله بیړنی وضعیت اعلان کړ.

په سالنګ کې درنه واوره
په سالنګ کې درنه واوره

یو شمېر مرستندویانو د ژمي تر را رسېدو مخکې د سخت ژمي وړاندوینه کړې وه او د سړې هوا او لږو خوړو له امله یې دا اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښایي ګڼ افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

یو نیم میلیارډ مرستې ښایي اړمنو افغانانو ته هیله ورکړي، خو ځینې بنسټونه په دې باور دي چې د افغانستان د اقتصادي بحران بنیادي غم باید وخوړل شي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشر ډیویډ میلیبنډ بي بي سي ته ویلي دي چې د افغانستان اقتصاد یو مخ مات شوی او یوازې بشري مرستې د دې وضعیت چاره نه شي کولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG