د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

ځینې کونړ مېشتي: وچکالۍ او بد اقتصاد اړ کړو چې څاروي په نیمه بیه وپلورو


د څارویو فارم
د څارویو فارم

د افغانستان په ختيځ کې پروت غرنی ولایت کونړ چې د کرنې وړ کمه ځمکه لري او زیاته يې غرونو نیولې ده، همدا لامل دی چې خلک يې د کرکېلې پرځای زیات څاروي ساتي او له همدې لارې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

خو په روان کال کې د روانو اقتصادي ستونزو او وچکالۍ له امله زیات مالداران اړ شوي چې خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو په خاطر څاروي وپلوري.

د څوکۍ ولسوالۍ د مالدارانو ټولنې مشر محمد اکبر وايي: "موږ سره نه موسساتو مرسته کړې او نه هم دولت. د وچکالۍ او غریبۍ له امله خلکو زیات مالونه په ډېره ارزانه بیه وپلورل چې یوې غوا به شل زره افغانۍ ارزښت درلود هغه په پنځه زره وپلورل شوه. اوس د څارویو په شمېر کې ډېر کموالی راغلی دی.که مالدارانو سره مرسته وشي نو بېرته به خلک مالدارۍ ته مخه کړي او شمېر به يې زیات شي."

د څارویو لرونکو په خبره چې پخوا به ډېری کورنیو له دوه تر لسو غواګانې او واړه څاروي درلودل چې د همدې څارویو پر محصولاتو به يې خپلې کورنۍ ساتلې، خو اوس نه څاروي ساتلی شي او نه هم کورنیو ته نفقه پیدا کولی شي.

ځینې شپانه او د پسونو رمه
ځینې شپانه او د پسونو رمه

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ چارو ریاست کار کوونکي هم مني چې ولایت کې يې د روانې وچکالۍ له امله د څارویو خوراکه کمه شوې او څاروي لرونکي يي ستونزې ګالي.

په یاد ریاست کې د مالدارۍ چارو مسؤل ډاکټر سید نورالدین سادات وویل: "دوامداره وچکالۍ رامنځته شوې، څارویو ته متوازنه خوراکه نه رسېږي چې ورسره د حیواناتو د ناروغیو او مړېنې کچه زیاته شوې ده. خلک اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او د څارویو بيې هم راټېټې شوي دي."

دوی ټول له مرستندویه ټولنو او طالب چارواکو غواړي چې د مالدارانو لاس نیوی وکړي او اوسنۍ ستونزې دې ورته هوارې کړي.

طالب چارواکي بیا وایي، د ولس ټولې ستونزې يې درک کړي او کوښښ کوي چې ورته د حل لارې چارې ولټوي.

د کونړ لپاره د طالبانو له خوا د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "د کونړ ځمکه ډېره کمه ده، همدا ډول يې زراعت کم دی او ترې ترلاسه کیدونکي حاصلات يې هم کم دي. دې برخه کې به پخوا یو شمېر مؤسساتو څارویو لرونکو او بزګرانو سره بېلابېلې مرستې کولې چې هغه اوس نه کيږي. امارت اسلامي ژمن دی چې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي او هم له نړیوالو موسسو غواړې چې د کونړ مالدارانو او بزګرانو سره مرستې وکړي."

په کونړ کې په داسې حال کې د بې روزګارۍ، وچکالۍ او څارویو ته د خوراکي توکو له کموالي خلک سرټکوي چې په ټول هېواد کې خلک یادو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د روانې وچکالۍ له امله د میلیونونو څارویو د تلف کېدو خبر ورکړی.

XS
SM
MD
LG