افغانستان
د کندهار-هلمند لویه لار د سېلابونو له خاطره وتړل شوه
د کندهار-هلمند لویه لار د لښکرګاه د دوراهي سیمې ته نږدې د سېلابونو له خاطره تړل شوې ده.
د راپورونو له مخې له بېګا راهیسې پر کندهار ښار او شااوخوا سیمو کې سخت بارانونه روان دي چې له املهیې د ښار په څو سیمو کې د اوبو د راوتلو وېرې ځي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند ازادي راډیو ته وویل: "کندهار ښار سرخک علاقه کې مو اوبه عمومي زابر ته ور سمې کړې. تر څنګ مو د کندهار ښار د مسلکي لیسې مخ ته چې هر کال زیاتې اوبه دریږي هغه مو هم مرکزي زابر ته ور پرچاو کړې. نو دغه د سیلابي اوبو مخه مو ونیوله او تر یوه حده پورې دا اوبه په کمېدو دي."
اخوا په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخواني استازي سید احمد سېلاب له شتمنو خلکو او مرستندویو بنسټونو غوښتي چې په کندهار کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
سېلاب په خپله نن له ځینو بېځایه شویو سره کتلي او هغوی تهیې ترپالونه وېشلي څو خپلې خیمې او کوډلې پرې وپوښي او د باران او اوبو مخه ونیسي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست مخکې اعلان کړی و چې تقریباً په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو او واورې د اورېدو ډېر امکان شته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري هند ته تللی
د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ نن سه شنبې هند ته تللی دی.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیستوال دغه خبر ورکړی او ویلي دي" نوی ډیلي د افغانستان او هند ترمنځ د روغونکو خبرو اترو لپاره بې صبرانه په تمه دی".
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دغه سفر موخه د دواړو خواوو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د همکاریو پراختیا یاده کړې ده.
شاپورځدراڼ ومړ
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی ستوری لوبغاړی شاپورځدراڼ ومړ.
د کرکټ بورډ مطبوعاتو څانګې ازادي راډیو ته تایید کړه چې شاپور ځدراڼ تر اوږدې ناروغۍ وروسته په هند کې تېره شپه ساه ورکړې.
شاپورځدراڼ په هند کې تر درملنې لاندې و خو په دې وروستیو کې یې د وضعیت د خرابېدو راپورونه خپاره شوي و.
شاپورځدراڼ شاوخوا ۳۹ کلن وو.
ده د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۷ شل اووریزې نړیوالې لوبې کړې وې چې په دواړو فارمټونو کې یې شاوخوا ۸۰ ویکټې اخیستې وې.
په دې سربېره یې په کورنیو او نورو تجارتي لوبو کې هم برخه اخیستې ده.
سپین بولدک کې د موټرو د پرزو ګرم بازار اوس سوړ شوی
د افغانستان د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټرو د پرزو پخوانی ګرم بازار اوس سوړ شوی او کاروبار تقریبا په ټپه دریدلی دی.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مشر، عبدالباقي بینا فرانسې خبري اژانس ته ویلي:
"کله چې له پاکستان سره پوله وتړل شوه، موږ د بندر عباس له لارې هم صادرات کول، که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ وو... خو بیا هم یوه لاره موجوده وه."
د جاپان او نورو هېوادونو د موټرو پرزې چې پخوا به د پاکستان له لوري په ځمکنۍ لار سپین بولدک ته رسېدې، وروسته د متحده عربي امارات له لارې راوړل کېدې. دا لاره اوږده او لګښتي وه، خو لږ تر لږه یې سوداګري روانه ساتلې وه.
خو وروسته د فبرورۍ په میاشت کې په منځني ختیځ کې جګړه پیل شوه، او د بینا په وینا، "دې جګړې افغانستان ته ډېرې سختې ستونزې پیدا کړې."
د دې جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې نړیواله سوداګري په پراخه کچه ټکنۍ شوه.
د موټرو پرزې چې پخوا به سپین بولدک ته رسېدې، هلته به ترې نوي موټرونه جوړیدل یا به د هېواد بېلابېلو سیمو ته د موټرو د ترمیم لپاره لېږدول کېدې.
د چهارشنبې په ورځ بند امیر د سپین غر او امو د مس عینک په وړاندې لوبه کوي
د شپږیزې لیګ د چهارشنبې په سیالیو کې بند امیر د سپین غر او آمو د مس عینک په وړاندې لوبې کوي.
د لیګ د دوشنبې په لوبو کې بست ساتونکو مس عینک او امو بند امیر ته ماته ورکړه.
د دوشنبې په لومړۍ سیالۍ کې، پیل کې بست ساتونکو بیټنګ وکړ او د خپلو دریو لوبغاړو په سوځیدو سره یې په شلو اورونو کې ۱۹۱ منډې وکړې.
په ځواب کې یې مس عینک په داسې حال کې چې شلم اور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل یواځې ۱۷۳ منډې وکړي.
د دوشنبې د دوهمې سیالۍ پیل کې امو بیتنګ وکړ او د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۷۰ رنز هدف ورکړ.
په مقابل کې یې بند امیر د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۱۳۸ منډې وکړې.
د شپږیزې سږنی لیګ چې د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ خوست کې پیل شوی او ۱۴ ورځې دوام کوي په کې ۵ لوبډلې سره سیالي کوي.
نړیوال بانک: افغانستان کې د کرنې او خوړو په سیستمونو کې بدلون کولای شي وضعیت ورغوي
نړیوال بانک وايي په داسې حال کې چې افغانستان او دسیمې نور هیوادونه له اقلیمي بدلون ، جګړو او د اوبو له کمښت اغیزمن شوي دي، د کرنې او خوړو په سیستمونو کې بدلون کولای شي وضعیت بهتر، کاري فرصتونه رامینځ ته، او د اقتصاد په ځواکمنتیا کې مرسته وکړي.
نړیوال بانک دا خبره په خپل نوي راپور کې کړې چې د " خوراکي امنیت جوړولو او د کاري فرصتونو رامینځ کولو" ترعنوان لاندې یې دمنځني ختیځ ، شمالي افریقا او افغانستان او پاکستان سیمې په هکله خپور کړی دی.
نړیوال بانک وايي د یادې سیمې هیوادونو کې اوسمهال په هرو شپږو کسانو کې یوتن خوړو ته ډاډمن لاسرسی،او ۴۲ سلنه خلک د سالمو او مغذي خوړو د برابرولو وس نه لري.
رپوټ کې اټکل شوی دی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د خوړو تقاضا ۶۷ سلنه زیاته شي، خو داسې حللارې شته چې سیمه وکولای شي په لږو سرچینو لا زیات او غوره کیفیت لرونکي خواړه تولید کړي.
رپوټ زیاتوي چې د کرنې او خوړو سیستمونه یوازې په کروندو پورې محدود نه دي، بلکې د خوړو پروسس، لېږد، زېرمه کول، لوژستیک، سوداګري، پرچون پلور او د خوړو خدماتو ته هم شاملیږي چې تولیدوونکي له مصرفوونکو سره نښلوي.
نړیوال بانک وايي د کرنې او خوړو سکټور واردمخه ۶۳ میلیونه دندې برابرې کړي چې د سیمې تقریبا له هر درې کارکوونکو څخه یو پکې شامل دی اودغه سکټور د خلکو د معیشت، اقتصادي ودې او ثبات یو اساسي بنسټ ګڼل کېږي.
د سږني کانکور پایلې اعلان شوې، اول نمره یې د پروان یو اوسیدونکی دی
د طالبانو د حکومت د ازموینې ملي ادارې د ۱۴۰۵ کال د کانکور پایلې نن دوشنبه اعلان کړې.
دا پرله پسې څلورم کال دی چې نجونې په کانکور ازموینه کې له ګډون کولو محرومې شوې دي.
د دغې ادارې د اعلان له مخې، سږ کال د راشد په نوم د پروان ولایت یوه اوسیدونکي تر ټولو لوړې نمرې اخیستي.
هغه په ۳۶۰ نمرو د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.
په سږني کانکور کې د ۱۲ ټولګيو او دیني مدرسو شاوخوا ۱۱۷ زره فارغانو ګډون درلود.
د کندهار او هلمند په ځینو سیمو کې د پولیو کمپاین پیلیږي
ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ د کندهاراو هلمند ولایتونو په یوشمیرسیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین دغه کمپاین به د کندهارپه مرکز( کندهارښار)، د هلمند په مرکز(لښکرګاه ښار) او د دې ولایت په نهرسراج، موسی کلا، واشیر، نادعلي او مارجه ولسوالیو کې ترسره شي. دې بنسټ له ټولو کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو هیواد د پولیو ناروغۍ له شره خلاص شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا د روان ۲۰۲۶ کال راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۶ ته رسیدلی دی.
ګوزڼ یا پولیو یوه ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
د لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل ته ورسیده.
د لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبې له جرمني کابل ته ورسیده.
ښاغلی مومند شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د جون په ۲۱ مه د جرمني په شټوتګارټ ښارکې د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۶۷ کلنۍ په عمر مړشو. په ټولنیزو رسنیو کې په خپروشویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د کابل په هوايي ډګرکې د تشریفاتو یوه قطعه او د طالبانو یوشمیر چارواکي او د هغه د کورنۍ غړي او مینه وال د هغه جنازې ته د درناوي لپاره راټول شوي دي.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸م کال کې فضا ته لاړ او په فضايي تمځي کې یې ۹ ورځې تېرې کړې. نوموړی لومړنی ستورمزلی دی چې قرانکریم یې له ځان سره فضا ته یوړ او هلته یې تلاوت کړ.
ښاغلی مومند په افغانستان کې د غزني ولایت و، د کورنیو جګړو پر مهال جرمني ته کډوال شو او هلته له خپلې مېرمنې او دریو اولادونو سره اوسېده. ټاکل شوې ده چې د هغه جنازه د کابل د مرنجان غونډۍ په هدیره کې خاوروته وسپارل شي.
د ملګرو ملتونو دوه لوړپوړي چارواکي کابل ته تللي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر برهم صالح، او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر، الکساندر ډي کرو، د یکشنبې په ورځ، کابل ته تللي څو د افغان راستنیدونکو وضعیت، د هغوی اړتیاوې او د بشري مرستو پرمختګ وارزوي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو وزارت، کابل ته د ملګرو ملتونو د دوو لوړپوړو چارواکو د راتګ انځورونه خپاره کړي، او اعلان یې کړی چې هغوی د روغتیا، بشري مرستو او د کارموندنې په برخو کې د افغان راستنیدونکو لپاره په دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغان اتباع هیواد ته راستانه شوي دي.
د دې خلکو ډیری برخه له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه په زور ایستل شوي. اکثر راستانه شوي افغانان د سرپناه، کارموندنې او اساسي خدماتو د نشتوالي په څیر ستونزو سره مخ دي.
اوچا: ملکیان باید د جګړې بیه ور نه کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي،"ملکیان باید د جګړې بیه ور نه کړي".
اوچا نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي،" شخړې د ملکیانو د ژوند چارو د ګډوډولو سربیره د ویرې او رواني روغتیايي ستونزو سبب ګرځي".
د اوچا په ټکو، د جګړو او شخړو تر ټولو لوی زیان ماشومانو ته رسیږي.
د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ اوسیدنکو اوچا ته ویلي،" د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ارامه خوب نه لري او حتی د لوړ غږ له اوریدو ویره لري".
پاکستان د تیرې یکشنبې په ورځ پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
د یوناما د شمیرو له مخې، په دې بریدونو کې ۲۸ملکیان ووژل شول او ۴۹نور ټپیان شول.