ګوتېرېش: په افغانستان کې قوانین د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې لپاره کارول کېږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په افغانستان کې قوانین د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې لپاره کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په قوانینو نیوکه وکړه او دا یې د افغان ښځو او نجونوسیستماتیکه ځپنه وبلله.

ګوتېرېش پرون سه‌شنبه د سپټمبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د ۷۹مې کلنۍ سرمشریزې ته په وینا کې وویل: "په ځینو هېوادونو کې قوانین د ښځو د زېږون، روغتیا او حقونو د ګواښلو لپاره کارول کېږي، په افغانستان کې بیا له قوانینو د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې په موخه کار اخیستل کېږي. زه په خواشینۍ ګورم چې له کلونو خبرو وروسته جنسیتي نابرابري بیا هم څرګندېږي. زه بخښنه غواړم خو آن دلته په دې تالار کې هم دا په بشپړه توګه لیدل کېږي، ځکه د دې اوونۍ په غونډه کې له ۱۰ سلنې کمې ښځې ویناوالې وي، دا د منلو وړ نه ده."

د ملګرو ملتونو سرمنشي تر مخکې هم د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کې ویلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت بندیزونه او محدودیتونه د دغه هېواد د پرمختګ مخه نیسي.

په همدې حال کې جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ طالبانو ته ګواښ کړی چې د هغو سرغړونو په خاطربه چې دوی په افغانستان کې د ښځو له حقونوڅخه ترسره کړي، د عدالت نړیوالې محکمې له لارې به یې پر وړاندې اقدام وشي.

د هغې ګډې اعلامیې په مسوده کې چې دغو څلورو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ترتیب کړې، طالبان رسماً مسول بلل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه هغه مسوولیت پرځای کړي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

د عدالت نړیواله محکمه

د ګډې اعلامیې په مسوده کې چې یوه کاپي یې د جرمني خبري اژانس یا "ډي‌پي‌اې" ترلاسه کړې، دغو څلورو واړو هېوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخې سیستماتیکې سرغړونې او تېري غندلي دی.

دې هېوادونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت بدل نه‌شي، دا موضوع به د څېړنې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

ګوتېرېش ویلي وو چې افغان ښځې اوسمهال د ظلم او جنسیتي تبعیض له ژور ناورین سره مخ دي.

په دې اړه نور: ګوتېرېش: افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د حکومت د امربالمعروف قانون له عامه ژونده د ښځو او نجونو د سیستماتیکې له منځه وړلو بڼه یاده کړې ده.

د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوم قانون اعلان کړ چې په هغه کې د ګڼو نورو محمدودیتونوتر څنګ د ښځو پر غږ او مخ ښکارېدو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي، د طالبانو سختو قوانینو پلې کېدو ترې بنسټیزې ازادۍ اخیستي دي.

دوی په ځانګړي ډول د طالبانو د امربالمعروف قانون ته اشاره کوي او وايي، ښځې او نجونې یې ډېرې اغېزمنې کړي دي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون

د کابل ښار دوه اوسېدونکو شبانې پوپلزۍ او لېمې امیري په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

شبانه وايي: امربالمعروف غواړي چې ښځې له ټولنې محوه کړي.

شبانې پوپلزۍ وویل: "زما په اند دغه (قانون) افغان ښځې او نجونې ډېرې اغېزمنې کړي، منفي اغېزې یې پرې کړي، ځینو ته یې آن رواني ستونزې پیدا کړي، دوی یې له زده‌کړو، کار، ژوند، تفریح له هر څه منع کړي، اسلام کې دومره سختي نه ده راغلې. امربالمعروف غواړي چې ښځې له ټولنې محوه کړي."

لېمې وویل: "موږ اوس شاهدانې یو چې امر بالمعروف قانون چې په افغانستان کې پر ښځو وضع شوی، دا ورځ بلې ته پر ښځو د دوی د ظلم او زیاتي د هڅو ښودونکی دی، ځکه طالبانو غواړي چې په هر ډول چې کېږي افغان ښځې وځوروي."

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، وایي چې د طالبانو حکومت دغو بندیزونو او قوانینو له دوی ازاد ژوند اخیستی دی.

هغې وویل: "دغو ډول قوانینو ډېری ښځې اغېزمنې کړي، حتی له دوی یې عام او آزاد ژوند اخیستی، د کار، ښوونځیو تو پوهنتونونو د زده‌کړو حق ترې واخیست، افغان ښځې یې انزوا حالت یوړې."

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنۍ وروسته په تېرو درېیو کلونو کې تر ډېره پر ښځو سخت محدودیتونه پلي کړي دي.

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

که څه هم د طالبانو دغو قوانینو پر نړیواله کچه سخت غبرګونونه هم راپارولي، خو طالبانو نه یوازې په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی، بلکې د دغه محدودیتونو پر پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.

تازه د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یو غږیز کلپ کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون خپور کړی، د ښځو پر حجاب او د خپلو قوانینو پر پلی کېدو ټینګار کړی او د امربالمعروف قانون عملي کول یې د خپل نظام دنده بللې ده.