جرمني په درنو جرمنو تورن يوشمېر نور افغان کډوال هم افغانستان ته لېږي

د اګسټ میاشتې په ۳۱مه جرمني د قطر په همکارۍ هغه ۲۸ افغان کډوال په یوه چارتر الوتکه کې بېرته افغانستان ته ستانه کړل چې، په جرمني کې پرې د درنو جرمونو تورونه لګېدلي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر اعلان کړی، چې له‌دې هېواده افغانستان ته په درنو جرمنو د تورنو افغانانو د استولو لپاره د لازیاتو پروازونو د پلانولو په حال کې ده.

نانسي فایزر چې پرون یک‌شنبه د سپټمبر ۱۵مه ازبکستان ته د جرمني د صدر اعظم اولاف شولز د دوه ورځني سفر ملتیا کوله، ویلي چې: "وبه ګوري چې له نورو کومو هېوادونو سره په همکارۍ دا اقدامات پیل کړي."

د رویټرز د راپور له‌مخې، د جرمني صدراعظم اولاف شولز او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزایوف سره د ګڼو نورو بېلابېلو تړونو تر څنګ د کډوالو په اړه هم دوه اړخیز تړون لاسلیک کړي.

رسنیو ویلي چې، د دې تړون له‌مخې به له جرمني نه هغه ازبکستاني کډوال بېرته خپل هېواد ستانه کړي، چې په جرمني کې په ناقانونه توګه اوسېږي، همدارنګه د دې تړون له‌مخې به جرمني ته مسلکي کارګر هم په قانوني توګه بیول کېږي.

د جرمني د کورنيو چارو وزيره نانسي فایزر

که څه هم د دغه تړونونو په اړه ډېر معلومات نه‌دي ورکړل شوي خو د "DARYO" په نوم یوې ازبکستانۍ رسنۍ پرون خبر ورکړی چې، د دغه تړونونو پر بنسټ به ازبکستان له جرمني نه د ایستل کېدونکو افغانانو د ترانزیت زمینه برابروي.

"دې وضعیت دلته د نورو افغانانو په ذهنونو کې هم اندېښنې او وېرې راولاړې کړي
نسرين حميدي


دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د اګسټ میاشتې په ۳۱مه جرمني د قطر په همکارۍ هغه ۲۸ افغان کډوال په یوه چارتر الوتکه کې بېرته افغانستان ته ستانه کړل چې، په جرمني کې پرې د درنو جرمونو تورونه لګېدلي وو.

د جرمني د حکومت دغه تازه اعلان په جرمني کې ځینې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي دي، خو ځینې یې بیا ښه اقدام بولي چې په خبره یې په راتلونکي کې به له جرمونو د افغانانو د ځان ساتنې لامل وګرځي.

په جرمني کې مېشتې افغانې نسرین حمیدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دې وضعیت دلته د نورو افغانانو په ذهنونو کې هم اندېښنې او وېرې راولاړې کړي، دوی (افغانان) د دغو پرېکړو له امله له ټولنیزو فشارونو سره مخ او د بې باورۍ احساس په‌کې زیات شوی، د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره دا ډول پرېکړې به د افغان کډوالو پر ژوند ډېر ژور اغېز وکړي."

په دې اړه نور: له جرمني افغانستان ته د ۲۸کسانو استولو جرمني کې مېشت يو شمېر افغانان اندېښمن کړي

جرمني کې بل مېشت افغان حمیدالله ځاځي بیا ازادي راډیو ته وویل: "جرم - جرم دی، که دا کوم افغان ترسره کوي که کوم ترک، سوریایي یا افریقایي وګړي یا هر بل څوک، چې د پناه غوښتنې کوي، دوی که هرڅومره او هر ډول جرمونه ترسره کوي، باید د سالمې ټولنې او امنیت لپاره قانوني چلند ورسره وشي، په‌دې سره به ګواکې د دې سلو یا دوو سوو مجرمینو ستنېدل د نورو افغانانو لپاره عبرت وي چې داسې کومې کړنې ونه‌کړي."

د یادونې ده چې له جرمني په جرمونو د تورنو کډوالو د ایستلو په اړه فشارونه وروسته له هغه زيات شول چې، د روان کال په جون په مياشت کې د سلیمان عطایي په نوم یو افغان کډوال د ښي اړخو اسلام ضد غونډې پر ګډونوالو برید وکړ، چې په پایله کې یې یو جرمن پولیس افسر ټپي شو، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

دې پېښې په جرمني توند غبرګونه هم راپارولي وو.