د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د هوا سړېدو ته په خېمو کې مېشت راستانه شوي کډوال او سېلاب‌ځپلي اندېښمن دي


د راستنو شويو کډوالو خېمې
د راستنو شويو کډوالو خېمې

د مني په رانژدې کېدو سره په افغانستان تر خېمو لاندې مېشتو کورنیو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې هېواد ته وروستي راستانه شوي کډوال او د طبیعي پېښو له امله ځپل شوي افغانان وایي، په سختو شرایطو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او د مني راتګ یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ اوسېدونکی عزت خان چې نژدې دوه میاشتې مخکې یې د شدیدو طوفانونو له امله ورور او د هغه اووه ماشومان مړه شول وایي، پاتې نوره کورنۍ یې لا هم سرپناه نه‌لري.

عزت خان ازادي راډیو ته وویل: "له هغه وخته چې دوی له بټۍ راغلي، دلته سرپناه یا کور څه نه‌لري، له سختو ستونزو سره مخ دي، که یې د سرپناه غم وشي، ډېر به ښه شي، ځکه د کورنۍ اته نور کسان پاتې دي چې په‌کې کوچني ماشومان او نجونې هم شته، ژمی را روان دی، یخني به يې کېږي، دلته خو کرایي کورونه هم نه‌شته او نه یې موږ وسه لرو."

"کورونه، کرنیزې ځمکې، باغ، د کور وسایل هر څه مو له لاسه ورکړل، شپه سړه او ورځ ګرمه وي، د ټولو خلکو ماشومان بېلابېلو ناروغیو لکه تبې، ټوخی، سردرد، سینه بغل، شری یې پیدا کړی او پرې اخته شوي
صبرالله د سېلابونو له امله يو بې‌ځايه شوی

بل‌خوا د بغلان ولایت د بُرکې ولسوالۍ اوسېدونکی صبرالله محقق وایي، د ثور میاشتې په لومړیو کې په دغه ولایت کې د زرګونو نورو کورونو په ګډون شديدو سېلابونو له دوی هم کور او د کور ټول وسایل اخیستي او اوس په ناچاره حالت کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

صبرالله وایي، په‌دې ولسوالۍ کې د اکثرو خېمه مېشتو سېلاب‌ځپليو ماشومان سخت ناروغان شوي دي.

هغه وايي: "کورونه، کرنیزې ځمکې، باغ، د کور وسایل هر څه مو له لاسه ورکړل، شپه سړه او ورځ ګرمه وي، د ټولو خلکو ماشومان بېلابېلو ناروغیو لکه تبې، ټوخی، سردرد، سینه بغل، شری یې پیدا کړی او پرې اخته شوي، د ټولو اندېښنه همدا ده چې د ژمي ناورین به تر اوړي بې رحمه وي، که موږ ټول همداسې تر خېمو لاندې پاتې شو، ممکن ماشومان تر دې بدتره ناروغیو باندې اخته شي او هغه وخت به بیا ټول تر واورو او ورښتونو لاندې پاتې شي، د هغه وخت پر ځای چې بیا مو خلک تر واورو لاندې راباسي ښه به دا وي چې همدا اوس د دې خلکو لاسنیوی وکړي او وژغورل شي."

سږکال سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زيانونه واړول.
سږکال سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زيانونه واړول.

سږکال پسرلي کې د هېواد د ګڼو نورو ولایتونو په ګډون په بغلان ولایت کې تر ټولو زیاتو شدیدو سېلابونو په زرګونو کورنۍ له خپلې مېنو بې‌ځایه کړې او سلګونو کسان په‌کې مړه او ژوبل شول.

په هېواد کې دننه د اقلیم بدلون له امله د شدیدو ورښتونو، سېلابونو، زلزلو او ګڼو نورو پېښو تر څنګ سږکال هم زرګونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راوشړل شول، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

"موږ شپږ میاشتې مخکې له پنجابه راستانه شوي یو، دلته خېمه کې اوسېږو، راتلونکي مني او ژمي ته ډېر اندېښمن یو
پروېز يو راستون شوی کډوال

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی او د څوارلس کسیزې کورنۍ سرپرست پروېز ازادي راډیو ته وویل، هېواد ته له تېرو شپږو میاشتو راستنېدو راهیسې لا یې هم سرپناه نه‌ده موندلې او د هوا سړېدو ته اندېښمن دی.

هغه وايي: "موږ شپږ میاشتې مخکې له پنجابه راستانه شوي یو، دلته خېمه کې اوسېږو، راتلونکي مني او ژمي ته ډېر اندېښمن یو، ځکه موږ په وچ ډاګ کې ژوند کوو، نه سرپناه شته نه کومه چهاردېوالي، له حکومته مو غوښتنه ده چې موږ ته حد اقل د یوې سرپناه جوړولو مرسته وکړي."

سرپناوو او کورونو ته د دغو اړمنو د غوښتنو په اړه طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت او د کډوالو چارو وزارت ویاندویانو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا اندېښنې او غوښتنې داسې مهال دي، چې تازه نن یک‌شنبه د سپټمبر ۱۵مه د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په دولسو ولایتونو او سالنګونو کې د تېزو بارانونو، تالنده برېښنا، بادونو او سېلابونو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د سالنګونو په شمول باران ووري چې اندازه به یې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

د بیان پر بنسټ د سالنګونو په شمول په ځینو لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د توند بادونو د لګېدو خبرداری هم ورکړل شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې تر اویا کیلومترو پورې وي.

د یادونې ده چې سږکال طبیعي پېښو او وچکالیو افغانستان بېلابېل ولایتونه په بې‌سارې توګه وځپل.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو په خپلو راپورونو کې اندېښنې ښودلي چې، په افغانستان کې د طبیعي پېښو او دغه هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدو سره بشري کړکېچ او لومړنیو بشري اسانتیاوو او مرستو ته د خلکو اړتیا څو چنده زیاته شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG