په افغانستان کې د هزارهګي ښځینه جامو یو شمېر ګنډونکي او پلورونکي د بازارونو له سوړوالي شکایت کوي.
هزارهګي رنګینې او په لاس ګنډل شوې ښځینه جامې، چې د افغانانو د کلتور یوه برخه ده، مخکې به د ودونو او نورو خوښیو د محفلونو په ګډون په ډېرو ځانګړو مراسمو کې اغوستل کېدې، خو د دغو جامو تولیدوونکي او پلورونکي وايي، اوس یې غوښتونکي کم شوي.
زهرا، چې د د هزارهګي ښځینه جامو یوه تولیدوونکې ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "کله چې موږ جامې او شالونه ګنډل، له ١۴زرو څخه تر ٢۵زرو افغانيو پورې به يې بيه وه، اوس خلک يې په ۶٠٠٠ افغانيو هم نه اخلي، اصلاً بازار نهشته، اوس د خلکو حالت ښه نه دى او نه پلورل کېږي."
نوموړې زياتوي چې اوس ډېر فرمایشونه له بهر څخه راځي، خو د لېږد لګښت يې ډېر دى او له همدې امله پېرېدونکو ته د دې جامو لېږل سخت شوي دي.
د ستارې په نوم یوې بلې مېرمنې، چې په کور کې خامک دوزي کوي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ جامې په لاس ګنډو، پهکې شیشې ګنډو او خامکي هم کوو، پخوا یې بیې له ۱۰زرو څخه تر ۲۵زرو افغانیو پورې وې، خو اوس يې بيې نيمې ته راټيټې شوي دي، خلک د پېرلو توان نه لري او پلورنځي یې هم له موږ څخه څه نه اخلي."
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د هزارهګي جامو یو شمېر پلورونکو ازادي راډيو ته وویل چې د دا جامې اوس د پخوا په څېر ښه بازار نه لري او کوم کم پلور یې چې دی هم، هغه ماشینې جامې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه نجونې چې هزارهګي جامو اغوستلو ته لېواله دي، وايي چې د نامناسب اقتصادي وضعیت او په جامو او رنګ باندې د طالبانو حکومت د محدودیت له امله نهشي کولای دغه جامې واخلي او واغوندي.
له دغو نجونو څخه یوې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "پخوا به په ځانګړو ورځو او حتی له کوره بهر سیمهییزې جامې مود وې او موږ به اغوستلې، خو اوس طالبانو موږ ته ویلي چې تورې او اوږدې عربي جامې واغوندئ او روښانه رنګونه مه اغوندئ، له همدې امله موږ نهشو کولی خپلې سیمهییزې جامې وکاروو."
هزارهګي جامې چې له رنګینو ټوکرو جوړېږي او سپين خامک پرې کېږي، د هزاره سیمو له سیمهییزو جامو څخه دي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا ځلې واکمنېدو مخکې په ډېرو ځانګړو ملي پروګرامونو او محفلونو کې هم اغوستل کېدې چې د سپینو زرو ګانه هم ورسره اچول کېږي.