د کندهار ځینو ښوونځیو او مدرسو کې د امارت پېژندنې په نوم د کتابونو وېش؛ د دې کتابونو تدریس ناورین وبلل شو

په کندهار کې د امارت پېژندنې د کتابونو ویش د طالبانو د حکومت له کړنو سره د نوي نسل بلدتیا او مطالعې ته د ځوانانو هڅول بلل شوي دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي دفتر د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ښوونځیو او مدرسو کې د "امارت پیژندنې" په نوم د کتابونو د وېش خبر خپور کړی دی.

سره له دې چې په ښوونځیو او مدرسو کې د طالبانو د حکومت له لوري د "امارت پېژندنې" په نوم کتاب د تدریس او وېش په اړه د زده‌کوونکو کورنۍ اندېښمنې دي او پراخې نیوکې پرې کېږي، تازه په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي دفتر د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ د ښوونځیو او مدرسو پر زده‌کوونکو د دغه کتاب د وېش خبره کړې ده.

دغه دفتر د سه شنبې په ورځ د زمري په ۳۰مه په خپله ایکسپاڼه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو برخې امر حافظ حمدالله سعید په حواله لیکلي چې دا کتابونه د یادې ولسوالۍ په ۹۵ ښوونځیو او ۲۱ مدرسو کې له زده‌کوونکو د ازموینې اخیستنې په هدف ویشل شوي دي.

په افغانستان کې د یوې دیني مدرسې انځور

سعید وړاندې زیاته کړې چې له زده‌کوونکو د ازموینې تر اخیستو وروسته بریالیو زده‌کوونکو ته ځانګړې جایزې په پام کې نیول شوي او د دې ازموینې د اخیستو موخه هم د ده په خبره، د طالبانو د حکومت له کړنو سره د نوي نسل بلدتیا او مطالعې د ځوانانو هڅول دي.

د دغه کتاب محتوا تر ډېره د طالبانو د مشرانو او جنګالیو د کړنو، پوځي فعالیتونو، د لومړۍ دورې واکمنۍ ستاینه او د تېرو شلو کلونو جګړو او د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ اړوند معلومات بلل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه څو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې چېرې چې دا کتابونه ویشل شوي، د مېشتو زده‌کوونکو او ښوونکو نظر واخلي، خو د موضوع د حساسیت له امله څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

خو د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو ښوونکي په ښوونځیو او مدرسو کې د "امارت پېژندنې" کتاب د تدریس خبره تاییدوي.

د پنجشېر ولایت یوه ښوونکي، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "دا کتابونه په مدرسو کې لاس په لاس کېږي، په ښوونځیو کې خپرېږي او لوستل کېږي، خو هلته یې بڼه یې لازمي نه ده، د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې موضوعاتو کار کوي او خپروي يې."

د پوهنې د برخې یو شمېر فعالان په ښوونځیو کې د دا ډول کتابونو تدریس ناورین بولي او وايي چې دا به ښوونیز سیستم له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کړي.

وزین وايي: که هر څوک واک ته رسېږي او تعلیمي نصاب د ځان په ګټه بدلوي دا به د هېواد ښوونیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي.

د دغه فعالانو له ډلې عبدالهادي وزین ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان ښوونیز نصاب باید ملي وي، د نصاب سیاسي کول او په ډلو ټپلو پورې تړل یې د افغان ولس لپاره لوی ناورین دی. که هر څوک واک ته رسېږي او تعلیمي نصاب د ځان په ګټه بدلوي دا به د هېواد ښوونیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي."

د کندهارولایت مقام په داسې حال کې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د "امارت پېژندنې" کتابونو د وېش او تدریس په اړه دا څرګندوني کوي چې تر دې وړاندې د پنجشېر، پروان، بامیان، جوزجان، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو ښوونځیو کې د امارت پېژندنې له کتابونو ازموینې اخیستل شوي دي.

تر دې مخکې د یو شمېر کورنیو غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې د دا ډول کتابونو د تدریس په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا کار به د دوی ماشومان افراطیت ته وهڅوي او ذهنونه به یې خراب کړي.

د پوهنې فعالان ټینګار کوي چې په ښوونځیو کې باید کیفیت ته زیاته پاملرنه وشي او ځوانان دې له عصري او پرمختللو علومو سره اشنا شي څو وکړای شي چې د عصري او پرمختللو علومو په برخه کې له نړۍ سره سیالي وکړي.