پاکستان کې د يو شمېر پخوانيو پوځيانو وژل کېدل؛ دغه هېواد کې مېشت افغان پوځيان يې اندېښمن کړي

ارشیف: د تېر نظام یو شمېر ځواکونه

په پاکستان کې مېشت یو شمېر پخواني افغان پوځیان وايي، په‌دی هېواد کې د پخوانیو پوځیانو د وژنو ورستیو پېښو د خپل امنیت په اړه سخت اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې د افغانستان د تېر وسله‌وال پوځ د یو شمېر غړو له وژنې وروسته دغلته مېشت د پخواني وسله‌وال ځواک یو شمېر غړي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي وايي، نور یې ژوند په پاکستان کې خوندی نه‌دی.

دوی وايي که څه هم له وړاندې یې په‌‌دې هېواد کې د اوسېدو په اړه اندېښنې لرلې، خو د افغان پوځیانو وروستیو مرموزو وژنو ویرولي او نه‌پوهېږي چې څه وکړي.

که رښتیا ووایم له موږه هم لار ورکه ده چې څه وکړو، هلته مو طالبان نه‌پرېږدي او دلته داسې وضعیت دی."

په تېر جمهوري نظام کې د یوه ولایت د امنیت ريیس چې اوس په پاکستان کې اوسیږي خو، نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم او غږ خپور شي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له ډېرې مجبورۍ پاکستان ته راغلو، کنه په‌دې پوهېږو چې دلته هم موږ ته څومره ګواښونه پېښېدای شي که رښتیا ووایم له موږه هم لار ورکه ده چې څه وکړو، هلته مو طالبان نه‌پرېږدي او دلته داسې وضعیت دی."

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان د بلوچستان ایالت د لورلایي په سیمه کې د برات خان باختر په نوم د پخوانیو وسله‌والو ځواکونو د یو غړي چې د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې امنیه قومندان و، د وژنې خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د پخواني پوځ یو جګپوړي قومندان جنرال سمیع سادات ادعا کړې چې قومندان برات خان د طالبانو له‌‌خوا وژل شوی دی.

سادات پرون یک‌شنبه د اګسټ د میاشتې ۱۸مه په خپله ايکس‌پاڼه له برات خان سره د یوه ګډ انځور په خپرولو سره لیکلي چې، برات خان د پاکستان په کویټې ښار کې د یوه برید په پایله کې وژل شوی دی.

نوموړي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په دغه هېواد کې د مېشتو پخوانیو افغان پوځیانو امنیت ته جدي پام وکړي.

د تېر جمهوري حکومت د ملي پوځيانو يو انځور

د راپورونو له‌مخې قومندان برات خان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلۍ کورنۍ سره یوځای پاکستان ته کډه شوی و او هلته یې د بلوچستان په لورلايي سیمه کې د سبزیو په مارکېټ کې دوکانداري کوله.

له‌‌دې پېښې څو ورځې وړاندې هم د افغانستان او ایران پولې ته نږدې د بلوچستان په چاغي سیمه کې د پنځو افغان پوځیانو د وژنې خبر ورکړل شوی و.

یاد کسان په مرمیو تر ویشتل کېدو وروسته د برېښنا په ستنو کې راځړول شوي وو.

"د جمهوریت له سقوط وروسته له بده‌مرغه د افغانستان د وسله‌وال پوځ غړي له ډول ډول ستونزو سره مخ شول، سلګونه تنه یې د بېلابېلو تروریستي ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو له‌خوا ووژل شول
پوځي کارپوه محمد نعيم غيور

د پاکستان پولیسو پرون یک‌شنبه د اګست د میاشتې ۱۸مه پاکستاني ډان ورځپاڼې ته دا منلې وه چې دغه کسان د افغانستان د هلمند ولایت دي او په‌دې اړه څېړنې رواني دي.

د افغانستان د پخواني وسله‌وال پوځ غړی او د امنیتي کارپوه محمد نعیم غیور وايي، د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو روسته پخواني پوځیان له کړاوه ډک ژوند تېروي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د جمهوریت له سقوط وروسته له بده‌مرغه د افغانستان د وسله‌وال پوځ غړي له ډول ډول ستونزو سره مخ شول، سلګونه تنه یې د بېلابېلو تروریستي ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو له‌خوا ووژل شول، سلګونه تنه یې بندیان دي او زرګونه تنه نور یې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته په کډوالۍ مجبور شول، خو له بده‌مرغه هلته وضعیت له هر پلوه د اندېښنې وړ دی."

په ورته وخت کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د امنیتي بنسټونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي، ترهګرې ډلې له وسله‌وال پوځه ویره لري نو ځکه یې په نښه کوي.

نوموړی وايي: "اوسني حاکمان او ټولې تروریستي ډلې چې یوازینی لوی ډار چې اوس یې لري هغه د وسله‌وال پوځ له غړو څخه دی، ځکه دوی د ملي ګټو د ساتلو لپاره قسم خوړلی او تر اوسه خپل هېواد او ولس سره ژمنتیا لري، په تېرو درې کلنو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې او د پاکستان او ایران کې چې افشا شوي، نو له بده‌مرغه ډېر يې په مرموز ډول وژل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده."

د پرځېدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری

تر دې وړاندې د افغانستان د پخوانيو پوځیانو د ملاتړ کمېټې هم ویلي و چې، د تېر جمهوري نظام پوځیان له تېرو دریو کلونو راهیسې د ناقانونه وژنو، شکنجو او نیولو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی پلاوي یوناما هم د بشري حقونو د وضعیت په هکله خپل درې میاشتنی راپور کې چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې خپور کړی و ویلي و، د طالبانو له‌خوا د عفوی پر اعلان سربېره، پخواني چارواکي او د پخواني حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونه له سختو ګواښونو لکه پر خپل سرو نیونو، شکنجو، ناوړه چلند او صحرايي وژنو سره مخامخ شوي دي.