د طالبانو حکومت: د نشه‌يي توکو د کښت او مخنيوي په برخه کې مو مبارزه بريالۍ ده

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو درې کلن حکومت، طالبان له نشه‌يي موادو سره خپله مبارزه بریالۍ بولي، خو نړۍ د دې موادو د قاچاقو په اړه اندېښمنه ده.

د طالبانو د دوهمې واکمنۍ درې کاله پوره شول، دغه ډول دوه کاله کېږي چې دوی د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاق منع کړی دی.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبير د طالبانو د دوهمې واکمنۍ د کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې، دوی د نشه‌يي بوټو کښت او نشه‌يي موادو تولید په بشپړ ډول درولی دی، خو د دې ادعا د اثبات لپاره يې کومې سروې او شمېرو ته اشاره و نه‌کړه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې، دوی د نشه‌يي بوټو له کښت سره د مبارزې ترڅنګ، د کيمیاوي نشه‌يي موادو د تولید او قاچاقو سره د مبارزې په برخه کې هم بریالي دي.

هغه وايي: "موږ په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دې ناوړه پديدې د مخنيوي په برخه کې ۹۵سلنه پرمختګ لرو. اوس په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت کچه بيخي صفر ته نژدې شوې ده، د مصنوعي نشه‌يي موادو د تولید او قاچاقو په برخه کې هم د افغانستان اسلامي امارت جدي اقدامات په پام کې لري."

د طالبانو حکومت داسې مهال له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د بریالیتوب ادعا کوي چې، د السيس په نوم بریتانوۍ موسسې تازه د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې د سروې پايلې اعلان کړې.

دا سروې ښيي چې سږکال هم د افغانستان په ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي او د طالبانو حکومت د دې کښت یوازې درې سلنه برخه ویجاړه کړې او بزګرانو د پاتې کښت څخه تاریاک ټول کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار په یوه راپور کې هم راغلي چې، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تاریاکو لويې زېرمې له‌منځه نه‌دي وړي، له همدې امله نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د تاریاکو قاچاق دوام لري.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی له نشه‌يي موادو سره مبارزه د طالبانو د حکومت مسوولیت بولي او ټينګار کوي چې، نشه‌يي مواد نړۍ ته هم ګواښ دی او باید نړیواله ټولنه هم په‌دې برخه کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي: " باید طالبان دا ادعا و نه‌کړي چې دوی د نړیوالې ټولنې لپاره د کوکنارو کښت منع کړی دی، دا کار د دوی مسوولیت دی، ځکه چې نش‌ه‌يي مواد بشریت او د افغانستان خلکو ته زیان رسوي. باید په‌دې اړه نړیواله ټولنه هم خپل مسوولیت ادا کړي، په تېره بیا ملګري ملتونه چې د دې کار لپاره پراخ تشکيلات او هر کال له غړو هېوادونو څخه لویه بوديجه ترلاسه کوي، باید (۸۰)، (۹۰) سلنه بوديجه يې په افغانستان کې مصرف کړې وای."

د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل د مياشتې پر شپاړسمه نېټه په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاق منع کړ.

اوس چې د دې فرمان دوه کاله تېر شوي، د طالبانو مقامات د خپل مشر د فرمان عملي کولو په برخه کې د بریالیتوب خبره کوي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې، له بزګرو سره د اقتصاد او بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو حکومت: د نشه‌يي توکو د کښت او مخنيوي په برخه کې مو مبارزه بريالۍ ده