ځینې شنونکي: داعش د فعالیتونو د تبلیغاتو او د نورو غړو ګمارنې لپاره مجازي نړۍ ته مخه کړې

د داعش ډلې بیرغ

ینې شنونکي وايي، د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، د خپلو فعالیتونو د تبلیغاتو او د نورو غړو د ګمارنې لپاره مجازي نړۍ ته مخه کړې ده.

پر بندیزونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار کمېټې په جولای میاشت کې په یوه راپور کې وویل، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان، د القاعده شبکې او داعش په څېر افراطي ډلو په خوندي پناه ځای بدل شوی دی.

په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې د موجودیت په اړه د اندېښنو تر څنګ، بله اندېښنه په مجازي نړۍ کې د دغې ډلې حضور دی.

راپورونه وايي، دغه ډله هڅه کوي، په ځانګړي ډول تنکي ځوانان د تبلیغاتو او د دوی له مذهبي احساساتو په استفاده خپلو لیکو ته جلب کړي.

د "ملیټینټ وایر" په نوم د تخصصي ویبپاڼې بنسټګر لوکاس ویبر وايي چې د داعش خراسان څانګې هڅه کړې چې د بلې هرې ډلې برخلاف په بېلابېلو ژبو تبلیغات وکړي.

ویبر وویل: "د داعش د خراسان ولایت څانګې د خپلو فعالیتونو پراختیا ته دوام ورکړی او په وروستیو کې یې یوه ترکۍ ژبه رسنۍ او یوه مجله په تاجیکي ژبه پیل کړي دي. د داعش دغې څانګې خپل محتویات د ټولنیزو شبکو او د پیغامونو د اپلکېشنونونو په ګډون په څو شبکو کې خپروي. دغه ډله د جهادي رسنیو کلتور دود کوي او خپل پلویان هڅوي چې تبلیغاتي محتوا په مستقلانه ډول ایجاد کړي."

  • له روسیې تر تاجکستانه

مسکو ته نږدې د مارچ د ۲۲مې نېټې خونړۍ حمله د دې سبب شوه چې د داعش د خراسان ولایت څانګه یو ځل بیا د نړۍ د رسنیو په سرلیکونو کې راشي.

په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل شول چې داعش یې پړه پر غاړه واخیسته.

امریکايي چارواکو تر دې حملې وروسته ویلي، دوی داسې استخباراتي معلومات لري چې د مسکو برید د داعش د خراسان ولایت څانګې له خوا شوی دی.

د روان کال په مارچ کې د مسکوه په څنډه کې د کراکاس پر سالون د شوي برید له کبله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په روسیه کې د تاجکستان لږ تر لږه څلور وګړي په دې برید کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د تاجکستان څانګې خبريال طاهر سفر د تاجکستان د چارواکو په حواله وايي، د داعش لیکو ته د تاجکستان د پام وړ وګړي جلب شوي دي.

سفر وايي: "د تاجکستان د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي په دې وروستیو کې ویلي چې له داعش سره د تاجکستان د یوځای شویو کسانو ۹۰ سلنه یې د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو له لارې جلب شوي دي.

سفر وویل: "د تاجکستان د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي په دې وروستیو کې ویلي چې له داعش سره د تاجکستان د یوځای شویو کسانو ۹۰ سلنه یې د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو له لارې جلب شوي دي. د څارنوالۍ د استازي محمد رضا خلیفه یف په وینا، په دې ډله کې په سلو کې ۸۵ یې هغه کډوال دي چې د روسیې په خاوره کې د افراطي سازمانونو لیکو ته جلب شوي او د دوی په وینا ډېری یې د تاجکستان نالوستي ځوانان دي، چې د ناڅرګندو پوښتنو لپاره د ځواب ترلاسه کولو په نیت بېلابېلو دیني عالمانو او ټولنیزو شبکو ته مخه کوي او بالاخره د افراطي تبلیغاتي سازمانونو په جال کې کښېوځي."

داعش یا د اسلامي دولت ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي او د خراسان څانګه یې د افغانستان او پاکستان په ځینو برخو کې فعالیت کوي.

لوکاس ویبر وايي، د داعش څانګې دغه راز خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې خپل پلویان له افغانستان څخه بهر په لویدیځ کې تاوتریخوالي ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه: "د داعش خراسان څانګې د خپلو بهرنیو عملیاتي چارو قابلیتونه د پام وړ زیات کړي او په ایران، ترکیه او روسیه کې یې ځینې بریدونه کړي او همدارنګه یې په افغانستان کې دننه بهرنۍ منافع په نښه کړې چې دا یې د سیمه ییزې او نړیوالې تګلارې یوه برخه ده."

د کابل په کارته نو سیمه کې د داعش پر ضد د طالب وسله‌والو د عملیاتو یو انځور. د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۱۴مه

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا په مارچ میاشت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د ځپلو لپاره د طالبانو هڅې کافي نه دي.

  • شهاب المهاجر څوک دی؟

د راپورونو له مخې، ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، له ۲۰۲۰م کال راهیسې د داعش د خراسان څانګې مشري کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو د هغه د نیولو پر سر د لسو میلیون ډالرو انعام ټاکلی دی.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ۲۹ کلن غفاري تېر کال په افغانستان کې له ټپي کېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلی او ګومان کېږي چې د بلوچستان په سرحدي ایالت کې پټ وي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر "ابي دروازې" یا Abbey Gate ته څېرمه خونړۍ حمله، چې په نتیجه کې یې لږ لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایتي څانګې لومړی لوی برید و.

داعش ډلې له هغه وروسته په افغانستان کې د ځینو نورو بریدونو مسوولیت هم منلی چې په هغو کې د بلخ ولایت پر مقام حمله، چې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په کې ووژل شو، په کابل کې د چینایانو پر هوټل برید او په کابل کې د روسیې پر سفارت برید شامل دی.

په دې اړه نور: د بلخ لپاره د طالبانو والي 'محمد داوود مزمل' په یوه چاودنه کې ووژل شو

د امریکا متحدو ایالاتو د اسلامي دولت ډله، د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې او په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د ماتې په مناسبت- د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د "بمونو مور" په نوم تر ټولو لوی بم چې ۹ ټنه و، وغورځاوه.

د امریکا دفاع وزارت هغه وخت ویلي وو چې دغه بم د هغو سمڅو او تونلونو په نښه کولو لپاره کارول شوی، چې د داعش وسله وال په کې پټ وو.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام- Centcom د جولای میاشتې پر ۱۷مه وویل چې داعش هڅه کوي په عراق او سوریه کې بیا په پښو ودرېږي او په دغو دوو هېوادونو کې یې د بریدونو شمېر د تېر کال په پرتله سږکال په دوه برابره کېدو دی.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې داعش د ۲۰۲۴م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په عراق او سوریه کې د ۱۵۳ بریدونو مسوولیت منلی دی.

  • د طالبانو روایت څه دی؟

طالبان کله وايي چې داعش ډله په افغانستان کې کمزورې شوې او ماته شوې ده، کله بیا په افغانستان کې د داعش ډلې له حضور څخه انکار کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جولای میاشتې پر ۱۸مه ادعا وکړه چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري.

متقي ویلي، د داعش مرکزونه باید له افغانستانه بهر ختم شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

هغه وویل: "پر نړیوالو هم غږ کوو چې د داعش او دېته ورته ډلو مرکزونه باید له افغانستانه دباندې سیمو کې له منځه یووړل شي، که دا کار ونه شي زیان یې ټولو ته اوړي لکه څنګه چې موږ او تاسو ولیدل."

خو ځینې شنونکي د طالبانو دغه ادعا له واقعیت لیرې ګڼي.

په بریتانیا کې د نړیوال امنیت او ټروریزم په څانګه کې د پوهنتون استاد عارف سحر وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د داعش حضور یو جدي ګواښ دی.

هغه وايي: "داعش هڅه کوي د افغانستان په شمال کې نفوذ وکړي او په لومړي ګام کې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت وننګوي او له هغه ځایه په راتلونکي ګام کې د روسیې او چین ګټو او نفوذ ته جدي ګواښ پېښ کړي. نو د داعش شتون او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د داعش پراختیا کولی شي یو ډېر پېچلی سیمه ییز او له سیمې هاخوا خطر پېښ کړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال په افغانستان کې د داعش د فعالیت د دوام په اړه د اندېښنې د څرګندونو په لړ کې په یوه بیان کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت څانګې د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې اټکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

  • په مجازي نړۍ کې د داعش د حضور خطر

د پوهنتون استاد عارف سحر وايي، ټولنیزې رسنۍ د داعش لپاره د جنګیالیو د ګمارنې او داعش ته د مالي سرچینو د برابرولو یوه وسیله ده.

هغه په مجازي نړۍ کې د داعش مخ په زیاتېدونکی حضور د اندېښنې وړ بولي.

سحر وویل: "څومره چې په مجازي نړۍ کې د داعش حضور زیات شي، په هغه اندازه د امنیت او نړیوال امنیت ګواښونو کچه هم زیاتېږي او داعش په دې برخه کې په خورا بریالیتوب سره له بېلابېلو اشخاصو او د بېلابېلو ډلو د نارینه یا ښځینه ځواکونو کار اخیستی او له څو ژبو یې کار اخیستی دی. ترڅو وکولای شي خپل عملیات په بریا سره ترسره کړي."

د داعش خراسان ولایت څانګه په ۲۰۱۵م کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني طالبانو د پخواني قوماندان حافظ سعید خان په مشرۍ د ناراضو پاکستاني طالبانو له خوا جوړه شوه. وروسته یې خپل فعالیتونه ننګرهار، کونړ او جوزجان ولایتونو ته وغځول.

د عکس منځ کې د پاکستاني طالبانو پخوانی قوماندان حافظ سعید خان

کتونکي په دې باور دي چې د داعش د خراسان ولایتي څانګه اوس د افغانستان په دننه او بهر کې د داسې بریدونو توان لري، چې د رسنیو په سرلیکونو بدلېږي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فیزر له قوله لیکلي چې داعش ډله یې په جرمني کې تر ټولو لوی ګواښ بللې ده.

په بلجیم کې څارنوالانو په جولای میاشت کې وویل چې د داعش د خراسان ولایت څانګې درې مشکوک غړي په رسمي توګه د یوه ترهګریز برید په پلانولو تورن شوي دي.

د بلجیم د څارنوالۍ دفتر ویلي چې مشکوک کسان له څلورو نورو وګړو سره په بروکسل او نورو ښارونو کې نیول شوي دي.

جنرال کوریلا د مارچ میاشتې په لومړیو کې امریکايي سناتورانو ته خبرداری ورکړی و، چې د داعش د خراسان ولایت څانګه کولای شي له شپږو میاشتو په کمه موده کې له افغانستانه بهر پر امریکا او لویدیځو ګټو برید وکړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جولای میاشتې په وروستیو کې، د هغو معلوماتو په بدل کې د لسو ملیون ډالرو انعام اعلان کړی چې د داعش د خراسان څانګې د مالي شبکې د ګډوډۍ لامل کېږي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د داعش د خراسان ولایت څانګه په افغانستان کې دېره ده او د طبیعي زېرمو له استخراج، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د تالک کان د غیرقانوني استخراج او له افغانستانه بهر د قاچاق له لارې ډېره ګټه اخلي.