يونسکو د افغان نجونو د زده‌کړو او ملاتړ په اړه غونډه جوړوي

د نجونو يو ښوونځی، انځور - ارشيف

د ملګروملتو علمي کلتوري اداره یونسکو وايي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (اګست په اتمه نېټه) په افغانستان کې د زده‌کړو پر اوسني وضعیت او د زده‌کړو لپاره د افغان نجونو له حقه د نړیوال ملاتړ په اړه غونډه جوړوي.

د یونسکو له اعلان سره سم، په‌دې انلاین کنفرانس کې به د ملګروملتونو د دې ادارې د متخصصانو ترڅنګ د افغانستان د مدني ټولنې غړي ګډون وکړي.

یونسکو دا کنفرانس واک ته د طالبانو د رسېدو د درېیمې کالیزې په درشل کې دایروي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه کابل ونیوه او له هماغه پیله یې په تدریجي ډول په ځانګړي توګه د ښځو خلاف بندیزونه ولګول.

دوی واک ته له رسېدو وروسته لومړی د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بندې کړې او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ وتړلې.

د نجونو او ښځو خلاف د طالبانو بندیزونه د هغو ژمنو خلاف دي، چې د دوی مشرانو تر واک ته رسېدو مخکې نړیوالو ته ورکولې او یا یې له رسنیو سره په مرکو کې کولې.

په دې اړه نور: له زده‌کړو بې‌برخې شوې يوې نجلۍ په غزني کې نجونو ته د زده‌کړو وړيا ټولګی جوړ کړی

یونسکو مخکې ویلي و چې، د طالبانو د بندیزونو له کبله په سلو کې ۸۰ نجونې له ښوونځیو پاتې شوي او کابو ۳۰ سلنه حتی لومړنیو ښوونځیو ته هم نه‌ځي.

دا په‌داسي حال کې ده چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په ښوونځیو کې د شاملېدونکو زده‌کوونکو شمېر لس برابره زیات شوی و.

د یونسکو د معلوماتو پر اساس، په ۲۰۲۱ کې د ابتدايي ښوونځیو له هرو ۱۰ زده‌کونکو څخه يې ۴ تنه نجونې وې.

طالبان د نجونو د ښوونځیو د بندولو لپاره هیڅ راز دلیل نه وړاندې کوي.

تېره میاشت د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف وویل، چې په تېرو څه کم دريو کلونو کې افغان نجونو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.

طالبان د نجونو د ښوونځیو د بندولو لپاره هیڅ راز دلیل نه وړاندې کوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد د دوحې په درېیم کنفرانس کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل چې، دا د افغانانو اندېښنه ده او دوی هڅه کوي چې یوه حل‌لار ورته پیدا کړي.

د سه‌شنبې په ورځ په امریکا کې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې په‌دې ټینګار وشو چې په افغانستان کې دې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي.

رينا اميري

غونډې ته د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلو خبرو کې طالبان د جنسیت پر بنسټ د ښځو په ځورونې تورن کړل.

نوموړې وويل: "د طالبانو هغه سخت فرمانونه چې په مستقیمه توګه ښځې او نجونې په نښه کوي تر ټولو ناوړه وو. موږ د طالبانو له‌خوا دا بنسټیز شوې هڅې د جنسیتي ځورونې په توګه په رسمیت پېژنو."

په همدې حال کې پرون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالې څېرې په لندن کې راټولې شوې چې په افغانستان کې له اوسني وضعیت څخه د ښځو د وتلو پر لارو چارو خبرې وکړي.