د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار ویلي نږدې ورځو کې افغانستان ته سفر کوي.

د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په نوې جوړه شوې کمېټه کې اسحق دار د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ غږېده او دا چې دوی ته څه لومړیتوب لري.

د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار دې غونډه کې ویلي چې په څو ورځو کې به افغانستان ته سفر وکړي او د ده په خبره افغانستان زموږ ورور هېواد دی.

دار زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان سره پخوا هم ډېرې نیږدې اړیکې درلودې او لا به په همدې شکل مخته ځي ځکه د ده په خبره "ګاونډیان نه شو بدلولی."

دار داسې وخت کابل ته د سفر اعلان کړی چې پاکستاني چارواکو په وروستیو کې له افغان خاورې پر پاکستان د بریدونو د زیاتېدو ادعاوې کړي او د طالبانو حکومت یې په نه همکارۍ باندې تورن کړی دی.

دار وايي: "امنیت یوه لویه ستونزه ده چې موږ یې له افغانستان سره لرو.

اسحق دار هم د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې د سه شنبې په ورځ وویل: "امنیت یوه لویه ستونزه ده چې موږ یې له افغانستان سره لرو."

له اسحق داره د داسو د برید په اړه هم وپوښتل شول چې ده وویل، داسې بریدونه د پاکستان او چین تر منځ د واټن د رامنځته کولو په هدف کېږي.

هغه هم د پاکستان پخوانۍ ادعا او تور تکرار کړ چې دا برید تحریک طالبان پاکستان ډلې د افغانستان له خاورې پلان کړی و.

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دا ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې پاکستان کې بریدونه او ناامنۍ د هغوی خپله ستونزه ده او په کار ده چې افغانستان ملامته نه شي.

روان کال د مې په ۲۶مه د خیبرپښتونخوا د داسو بند د پروژې په چینایي انجینرانو په برید کې لږ تر لږه ۵ چینايي کارکوونکي او یو پاکستانی ووژل شول.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اسحق دار د سفر تر اعلان یوه ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پيپلز پارټۍ رهبر بلاول بوټو زرداري ویلي چې تش په سفرونو د پاکستان ستونزې نه هوارېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پيپلز پارټۍ رهبر بلاول بوټو زرداري

هغه وايي: "زه نه پوهېږم چې افغانستان ته په سفر به ستاسو ستونزې حل شي. ښايي دا فکر وي چې تاسو یوه الوتکه کې کېنئ هلته لاړ شئ او ټولې مسئلې به حل شي. هسې ستاسو به په یاد وي چې د چایو یو پیاله هم هلته څښل شوې وه (د ای اس ای د پخواني رییس جنرال فیض حمید سفر ته اشاره)..نو بلکل تعامل باید وشي او ډیپلوماسي خو ډېره ممهه ده او د هغې په لړ کې خو د بهرنیو چارو وزیر دلته هم راځي او هلته هم ځي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لا افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د دوحې د غونډې په څنډه کې د طالبانو د پلاوي مشر او جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او په کار ده چې حساسو مساییلو کې لاسوهنه ونه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه ویلي: "طبیعي ده. پاکستان سره موږ کله کله سرحدونو یا ډیورنډ لاین کې مشکلات پېښېږي، خو حل یې هم راوځي. دواړه ګاونډي هېوادونه دي موږ د حل طرفدار یو، ګواښونه خو ګټه نه رسوي.، موږ وزارت دفاع عکس‌العمل درلود چې ګواښونه ښه نه دي. حساسو مساییلو ته باید لاس ورنه وړل شي. افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، خو افغانان تجاوز په هېڅ صورت نه شي زغملی."

مجاهد دا خبرې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف د هغو خبرو په غبرګون کړې وې چې ویلي یې وو، پاکستان کولای شي د افغانستان په خاوره کې دننه ځینې بریدونه وکړي.

پاکستان مدعي دی چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلان او ترسره کوي.

پاکستاني چارواکو همداراز په بېلابېلو بریدونو کې د افغانانو د ښکېلتیا په اړه هم تورونه پورې کړي.