د ملګرو ملتونو سرمنشي: د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه باید ونیول شي

د ملګروملتونو سرمنشي ګوټېرېش د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا او د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ټینکار کړی چې د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه باید ونیول شي.

ګوټېرېش د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا او د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ چې په خبره یې بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړیوالې ټولنې سره یوځای وي.

نوموړي وویل: "موږ په افغانستان کې سولې او یو ټولګډونه حکومت ته اړتیا لرو چې بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړیوالې ټولنې سره یوځای وي. ټول هېوادونه باید یو موټی شي څو افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ملګري ملتونه چمتو دي چې په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل د هېوادونو لپاره دا مهمه ده څو د دې مخه ونیسي چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ګوټېرېش د وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې یې ویلي چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو وګړو حقونه هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو دوه ورځنۍ ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ "د څو اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا-د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې" په شعار سره پیل شوه.

پرون د دې ناستې په ګډه بیانیه کې هم په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار شوی او په کې ویل شوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو یوازینۍ لاره ټولشموله حکومت دی چې د افغانستان ټولو سیاسیونو او قومونو ته په کې برخه ورکړل شي.

دې ناستې ته د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف یو وار بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې د دې هېواد خاوره د بل هېواد خلاف د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي، هغه خبره چې طالب چارواکو په وار وار کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر شهبار شریف

شهباز شریف وویل په ټوله سیمه کې سوله په همدې پورې تړلې ده.

په دې ناسته کې د روسیې، هند، ایران، چین، قرغیزستان، پاکستان، قزاقستان تاجکستان، ازبکستان، بېلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

افغانستان د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې څارونکی غړیتوب لري، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د دې سازمان په غونډو کې د افغانستان څوکۍ خالي ده او په ناستو کې د ګډون حق نه ورکول کېږي.