پاکستان ته د طالب پلاوي سفر؛ د بحث مهم ټکي یې کوم دي؟

له ارشیفه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تصویر

تمه ده چې د کندهار لپاره د طالبانو د والي ملا شیرین اخوند په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی پلاوی به نن له بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

ویل کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د کابل او اسلام اباد ترمنځ په رامنځته شویو ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مدیریت او امنیت په ګډون به دوه اړخیزو موضوعات دې لیدنو کتنو او خبرو مهم ټکي وي.

په اسلام اباد کې د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو استازي شته او دا پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم وګوري.

خان زیاتوي:

" په دې پلاوي کې د طالبانو د استخباراتو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم شته، مهمه موضوع به د خبرو د پاکستان د امنیت په اړه وي، ځکه اوس په پاکستان کې امنیتي حالات خراب شوي دي. د حملو زیاتوالي د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي او حالت ترینګلی شوی دی."

طاهر خان: د پاکستان پر امنیت به د طالب پلاوي د سفر د خبرو تر ټولو مهم بحث وي.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز تلویزیون او ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې اسلام اباد ته د دغه پلاوي د سفر خبر خپور کړ.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، په دې سفر کې به د طالبانو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو، په چمن دروازې له ویزې پرته د ټرانزیټ، پاکستاني حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان د غړو سپارلو یا هم له سرحدي سیمو د هغوی د انتقال او تر ټولو مهم؛ د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو په بیا پیل بحثونه وشي.

له دې وړاندې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ ډاڼ پاکستاني ورځپاڼۍ هم په یو وراپور کې ویلي وو چې اسلام اباد ته د ملا شیرین په مشرۍ د دغه طالب پلاوی سفر د ټي ټي پي په سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خرابو شویو اړیکو د رغولو هڅه ده.

د ډان ورځپاڼې په راپور کې راغلي وو چې دغه پلاوی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو له استازو سره هم لیدنې، کتنې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي وو چې ملاشیرین د پاکستان سره په اړوند مسایلو کې بوخت پاتې شوی او دغه شان د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان سره په اړیکه کې دی.

د کندهار ولایت نقشه؛ ملا شیرین ډیورنډ کرښې ته د نیږدې دغه ولایت والي دی

د دغه پلاوي د سفر په اړه په کندهار کې د طالبانو د حکومت ویاند زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو شمېر کورنیو رسنیو ته د دغه پلاوی سفر نه تایید کړی او نه هم رد کړی.

مجاهد ویلي چې ملاشیرین پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې نه کوي.

د ملا شیرین په مشرۍ دغه طالب پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي ظاهرا ترینګلې ښکاري.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او د طالبانو حکومت بیا پاکستاني وګړي د افغانستان په نا امنیو کې ښکېل ګڼي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر یعقوب مجاهد په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په افغانستان کې په شویو بریدونو کې له تاجکستاني وګړو وروسته په دویم ګام کې زیات پاکستاني وګړي ښکېل وو.