یو شمېر هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له تحصیل او کاره بېبرخې شوي، په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
داسې ښکاري چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ښځو او نجونو ترمنځ رواني ستونزې ډېرې کړې دي.
مینا یوسفي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله وه.
هغه وایي، له زدهکړو د بېبرخې کېدو له امله ناهیلې شوې او دې ناهیلۍ په رواني ناروغۍ اخته کړې.
نوموړې وايي: "له پوهنتونه وشړل شو، په ژړا او ناهیلۍ کور ته ستنې شوو، اقتصادي ستونزو او له تحصیله پاتې کېدو زموږ پر روان ناوړه اغېز وکړ، بېفکره او ناهیلې شوم او ارواپوه ته ورغلم. اوس نو درمل خورم، د ژور خپګان مشورې اخلم او په دې سره مې ستونزې څه ناڅه کمې شوي."
د یوې دولتي ادارې پخوانۍ کار کونکې خاطرې ازادي راډیو ته وویل، د کار او مالي عاید د له لاسه تلو له امله ناروغه شوې او اوس یې هم رواني حالت ښه نهدی.
خاطره وايي: "رواني حالت مې ډېر خراب و او اوس هم داسې دی، ما له یوه ډاکتر سره خبره کړې وه، په اوونۍ کې دوه ځلې کور ته راته، ما ته به یې مشورې راکولې، ما به ترې لږ لږ استفاده کوله، رواني حالت مې لږ ښه شو. له ماشومانو سره به مې تاوتریخوالی کاوه او په کور کې به مې شخړه کوله. اوس ګورو چې د نجونو او ښځو په مخ پوهنتون او د کار دروازې تړلې دي او ډېرې ښځې په رواني ناروغیو اخته شوي."
په ورته وخت کې یو شمېر ارواپوهان هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې په رواني ستونزو د اخته کسانو د شمېر ډېروالی تاییدوي.
د رواني ناروغیو یو متخصص ایمل صافي ازادی راډیو ته وویل: "ځکه چې د تعلیم، تحصیل او کار له لاسه ورکول په خپله د دندې له لاسه تلو لامل کېږي، نو دا وضعیت ستونزې زېږوي په ژور خپګان او ناهیلۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی، ځکه په لومړیو ورځو کې اټکل دا و چې ښوونځي او پوهنتونونه به بېرته پیل شي، خو کله چې داسې ونهشول، نو اوس ژور خپګان او ناهیلي ډېره شوې ده. هوکې زموږ ناروغان ډېر شوي."
بل لور ته ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظمي هم تاییدوي، چې دغه مرکز ته په ورتلونکو رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر دوه برابره ډېر شوی.
عظمي ازادي راډيو ته وويل: "موږ په هفته کې دوه ورځې مشورتي ناستې کولې، اوس دا ناستې دو برابره ډېرې شوي. د بېلګې په توګه پخوا که زموږ مراجعین ۱۷ سوه کسان وو، نو اوس دوه نیم او ان درې زره کسانو ته رسېدلي. هو دا خبره رښتیا ده او زموږ مراجعین ډېری هغه نجونې او ښځې دي چې پوهنتون او مکتب یې په مخ تړل شوی او زموږ دفتر هم چې د مشورو ورکولو کلینیک دی، له بده مرغه له همداسې یو وضعیت سره مخ دی."
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپلې تازه ګڼه کې لیکلي چې ډېر شمېر نجونې د طالبانو له لوري له زدهکړو او کاره د بېبرخه کېدو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي.
ورځپاڼې د یوه ارواپوه له خولې لیکلي، ښځې او نجونې له دې وېره لري چې له دې وروسته به هېڅ کله ښونځي او پوهنتون ته بېرته ستنې نهشي او د کار اجازه به ورنهکړل شي.
دې ارواپوه واشنګټن پوسټ ته ویلي، افغان مېرمنې ځان ګوښه احساسوي او رواني حالت یې ډېر ځپل شوی.
پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته طالبانو د زدهکړو، کار، له محرمه پرته اوږد سفر، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته د تګ په ګډون افغان مېرمنې له ګڼو اساسي حقونو بېبرخې کړي.
په دې برخه کې تر ټولو وروستی محدودیت، د ښځینه سینګارتونونو تړل وو.