د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د طالبانو حکومت له ډیورنډ کرښې د پاکستاني طالبانو د لېرې کولو لپاره اقدام کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف دراني منلې چې طالبانو له ډیورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د انتقال بهیر پیل کړی دی.
هغه له امریکا غږ سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، دا اقدام په ابتدايي پړاو کې دی، خو که چېرې په واقعیت کې د 'ټيټيپي' غړي نورو سیمو ته ولېږدول شي او په سرحد کې د سولې سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي.
د جون په لومړیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله دا خبره افشا کړه چې د طالبانو حکومت دوی ته ویلي، له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، خو د نوموړي تر دې څرګندونو ورسته د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.
په دې اړه نور: ثناالله: د طالبانو حکومت به له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان نورو سیمو ته ولېږدويخو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نهکړه.
د افغانستان شمال او نورو ولایتونو ته د پاکستاني طالبانو د انتقال موضوع په یوه جنجالي بحث اوښتې او له دې وړاندې د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې وه چې طالبان غواړي د افغانستان شمال د ترهګرو په خونديځای بدل کړي، خو دې جبهې د دې ادعا لپاره کوم سند نه و وړاندې کړی.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې د 'ټيټيپي' او پاکستاني حکومت ترمنځ په کابل کې د منځګړي په توګه دوه ځلي د مذاکراتو کوربهتوب هم کړی، هغه مذاکرات چې پایله یې نهدرلوده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف دراني امریکا غږ سره په خپله مرکه کې ویلي، دوی د طالبانو په غوښتنه د ټيټيپي له مشرانو سره خبرې پیل کړې، خو په خبره یې، دا خبرې تېر کال په دې خاطر بې نتیجې شوې، چې دې وسلهوالو غیر منطقي غوښتنې درلودې.
دراني زیاته کړې، د پاکستان د حکومت لپاره د خبرو لاره نور نه ده پاتې او "یوازېنۍ لار دا ده، چې دا وسلهوال تسلیم شي او د قانون سره مخ شي."
له پاکستاني طالبانو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا هم څو ځل یادونه کړې.
د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې د جون په لومړیو کې په خپل راپور کې روښانه کړه چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان سره پیاوړې اړیکې لري او ترڅنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.
خو د طالبانو حکومت یې دا راپور غیر واقعي او غیر متوازن وباله.