له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د شپږو سوو افغان خبریالانو له خوا لاسلیک شوی لیک یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ته سپارلی دی.
دغه سازمان پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، ملګرو ملتونو ته په استول شوي لیک کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د میشتو افغان خبریالانو د ستونزو او ګونګ برخه لیک یادونه شوې ده.
د لیک په محتوا کې د افغان خبریالانو او افغانستان کې د بیان ازادۍ د ملاتړ غوښتنه شوې ده.
د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته شاوخوا درې سوه افغان خبریالان پاکستان ته تللي او هلته درېیمو هېوادونو ته د تګ په نیت سختې شپې ورځې تېروي.
د ازادي راډیو خبریال اسداله لودین د دغو خبریالانو له ډلې هدایت الله احدي سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې پاکستان کې افغان خبریالان دا مهال څه ستونزې ګالي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5