ملابرادر د پاکستان د دفاع وزیر او آی ایس آی له مشر سره کتلي

د عکس ښي لور ته ملابردار، چپ لور ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د آی ایس آی مشر ندیم انجم

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان له دفاع وزیر خواجه محمد اصف سره چې د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، وکتل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د خبرې له مخې ملابرادر پر دې خبرې ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه او باید له یو بل سره ښې اړیکي ولري.

ملا عبدالغني برادر پر دې خبرې ټینګار داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د څو سرحدي پېښو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د حضور په اړه د اسلام اباد د ادعاوو پر سر د دواړو لورو ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان ډله په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او طالبان یې باید مخه ونیسي، هغه ادعا چې طالبانو په کراتو کراتو رد کړې ده.

همدارنګه له څو ورځو راهیسې د تورخم مهمه دروازه هم د سوداګرۍ مالونو د لېږد رالېږد پرمخ بنده ده.

د راپورونو له مخې کابل ته د پاکستاني جګپوړي پلاوي په ترکیب کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې آی ایس آی مشر ندیم انجم هم شامل دی.