یونېسف: په افغانستان کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله سلګونه ماشومان مړه شوي

په کابل کې یوه ښځه مېړه د ژمي د سړې هوا له کبله د مړ شوي زوی قبر ته ناست دي او دعا کوي. January 31, 2023

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلي، راپور یې ترلاسه کړی چې په تېره جنوري میاشت کې سلګونه ماشومان په افغانستان کې د سړې هوا او ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

یونېسف بې له دې چې د مړو شویو ماشومانو کره شمېر وښيي، د دوشنبې ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی دی.

یونېسف دا هم نه دي لیکلي چې دغه ماشومان د افغانستان په کومو سیمو کې مړه شوي دي.

دغې ادارې وړاندې لیکلي، ټیمونه یې په ټول افغانستان کې د ژمي پر مهال د خلکو لاسنیوی کوي.

تر دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویلي و چې د سړې هوا له کبله ټول هېواد کې شاوخوا دوه سوه کسان مړه شوي او لسګونه زره څاروي له منځه تللي دي.