فاروق: نړیواله ټولنه باید د افغانستان روان وضعیت په اړه چپ پاتې نه‌شي

په افغانستان کې د ښځینه محصلانو پر لوړو زده کړو له بندیز وروسته کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او لارو کوڅو ته راووتل. December 22, 202

د اکشن‌ایډ موسسې د اسیا او بشري مرستو برخې رییسه وايي، نړیواله ټولنه باید به په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه چپ پاتې نه‌شي.

فاروق وايي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د تدریجي تخریب شاهده ده.

دې موسسې په خپله ټوېټرپاڼه د رزمي فاروق یو ویډیويي کلیپ خپور کړی چې نوموړې په کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان نجونو او ښځو په وضعیت اندېښنه ښيي.

رزمي فاروق خبرداری ورکوي چې افغانستان د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د نړیوالې مبارزې په سر کې دی او نړیواله ټولنه نباید په دې اړه چپ پاتې نه شي.

فاروق زیاتوي، طالبان له دې امله چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو اجازه نه ورکوي، نه یوازې د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ملت راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

هغې زیاته کړه: "ښځې او نجونې د نارینه‌وو تر کلکې څارنې لاندې دي او اوس د دې هڅه کېږي چې ښځې د طالبانو سختو قوانینو ته غاړه کېږدي. واک ته د طالبانو له رسېدو تر یو میاشتې لږ وروسته، دوی ښځې د کابینې په هر ډول پوسټونو کې له کار کولو منع کړې او په سیاست کې یې د ګډون او پرېکړو کولو حق ترې واخیست. د طالبانو په واکمنۍ کې له ۱۱ او ۱۲ کلونو پورته عمر لرونکو نجونو ښوونځي ته د تللو تر ټولو اساسي حق له لاسه ورکړ."

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو پر دوی د یادو نیوکو په اړه وپوښتل، خو د ویاند په ګډون یې ځینو نورو چارواکو ځواب ورنه کړ، خو دوی وړاندې ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

له افغانستان بهر هم په دې هېواد کې روان وضعیت د بحثونو اصلي محور دی، په ځانګړي ډول د ایران و پاکستان لپاره چې لا له وړاندې د طالبانو په ملاتړ تورن دي او ویل کېږي چې ورسره خورا نږدې او پټې اړیکې لري.

د جمعې په ورځ د ایران و پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلفوني خبرې کړي او د افغانستان په اوسني وضعیت یې اندېښنه ښودلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، امیرعبدالهیان په افغانستان کې د نجونو په زده‌کړو د بندیز په اړه خواشیني ښودلې او تر خوا یې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په دوام او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړېدو تینګار کړی دی.

خبرپاڼه وايي، دغه شان په دغو خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه هم شوې.

خو طالبانو تل ویلي، له خپلې اوسنۍ ډلې جوړ شوی نظام یې ټولګډونه دی او تر خوا یې ترهګرۍ سره مبارزې ته هم ژمن دي.