پر ښځینه لاریون کوونکو د طالبانو د وسلو کارولو او هوايي ډزو غبرګونونه پارولي

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل

د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د حملې په غبرګون په لاریون کوونکو د طالبانو له لوري د وسلو کارولو او هوایي ډزو د ځینو نړیوالو ادارو او چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

وروسته له هغه چې د سپټمبر په ۳۰ نېټه د جمعې په ورځ د کابل ښار د ۱۳ حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د «کاج» ښوونیز مرکز پر زده کوونکو حمله وشوه، د قربانیانو کورنۍ او خواخوږي یې پرون شنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه د کابل ښار ځینو سیمو ته راووتل او په لاریونونو یې لاس پورې کړ.

خو د دوی دا لاریونونه له طالبانو سره په تاوتریخوالي واوښتل.

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل

له دې لاریونونو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې طالبانو د لاریون پر مهال پر لاریونوالو هوایي ډزې وکړې چې دې کار د ځینو نړیوالو ادارو او بهرنیو چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله ټویټر پاڼه د طالبانو دا کړنه د هغوی د کمزورۍ نښه بللې ده.

نوموړې لیکلي: "د اعتماد وړ حکومتولي په اړه هره ادعا باید د زیان منونکو کسانو په ساتنې سره ثابته شي، نه دا چې هغه کسان چې د خوندیتوب په لټه کې دي د تاوتریخوالي او ډارولو په وسیله دې وځپل شي او د هغوی غږ دې غلی کړل شي. د غمجنو (عزادار) میندو پر وړاندې دا ډول وحشت د قدرت او اقتدار نه، بلکې د ضعف او ډار ښکارندوی دی."

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم د طالبانو دا کړنه غندلې او په خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي: "په کابل کې له هغو ښځو سره تاوتریخوالی چې د جمعې په ورځ د هزاره ګانو په سیمه کې پر یو تعلیمي مرکز له بریدو وروسته یې د خپل خوندي تابه لپاره غږ پورته کاوه، زړه بوږنونکې صحنه ده. له طالبانو غوښتل شوي چې د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي او د سوله ییز لاریون د مخنیوي لپاره له وسلو څخه استفاده دې بنده کړي."

په دې اړه نور: یوناما: طالبان دې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر ضد د وسلو له کارولو ډډه وکړي

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو څرګندونو او لاریون کوونکو د شکایتونو په اړه د طالبانو د حکومت ځواب ولري، خو نه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او نه یې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې دمه پوښتنې ځواب کړې.

وړاندې تر دې هم د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو په ځانګړې توګه د معترضو ښځو لاریونونه د طالبانو له ورته چلند سره مخ شوي دي.

په دې اړه نور: کابل کې نن بیا ځینو ښځو لاریون کړی، خو طالبانو یې مخه نیولې 

ټاکل شوې نن یکشنبه د کاناډا په تورنتو ښار کې او سبا دوشنبه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم د مېشتو افغانانو له لوري د دې حملې له په غبرګون او د قربانیانو کورنیو ته د عدالت غوښتنې لپاره لاریونونه وشي.

د طالبانو حکومت ویلي د سپټمبر په ۳۰ د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند دشتي برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز چاودنه کې ۱۹ کسه وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان شوي دي.

خو یوناما ویلي، چې په برید کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.

یوناما دغه شان ویلي، چې په ۳۵ وژل شویو کسانو کې له ۲۰ زیاتې نجونې شاملې وې.

په دې اړه نور: یوناما: د کابل پرونۍ چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي

لا تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه‌دی منلی خو له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د څو بېلابېلو چاودنو مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

د یادونې ده، چې پر طالبانو د تېرې ورځې له ښځینه لاریون کونکو سره تاوتریخولی داسې مهال غندل کېږي، چې نن د اکټوبر دوهمه نېټه د تاوتریخوالي نه کولو له نړیولې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ د ۲۰۰۷ کل د جون په ۱۵ د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په دې نوم نومول شوې ده.