د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

کابل کې نن بیا ځینو ښځو لاریون کړی، خو طالبانو یې مخه نیولې 


کابل کې د مېرمنو لاریون
کابل کې د مېرمنو لاریون

کابل کې نن یو ځل بیا یو شمېر ښځو لاریون کړی، خو د طالبانو له‌خوا یې مخه نیول شوې.

لسګونه ښځو چې د دشت برچي سیمې څخه‌یې لاریون پیل کړ، د ازادۍ، خپلو حقونو د خوندیتوب، د پاکستان خلاف او د جګړې ضد شعارونه ورکول.

لاریون د کابل د لوېدیځ ۱۳مې ناحیې اړوند دشت برچي سیمې څخه پیل شو، خو طالبانو د مزاري څلورلارې وړاندې د مخکې تګ اجازه ورنه‌کړه.

د لاریون کوونکو له ډلې یې ډېرې د طالبانو د واکمنۍ خلاف دي او وايي، دې ډلې یې حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

مریم چې د پاکستان ضد شعار یې له ځان سره لېږداوه وايي، طالبان‌یې د غږ له پورته کېدو وېره لري: "طالبان وېرېږي چې موږ خپل غږ رسنیز کړو. دوی وېرېږي چې ناسم کارونه او د پاکستان مزدوري او ټول به‌یې بربنډ شي. له همدې امله‌یې زموږ ټیلیفونونه واخیستل او زموږ ټولې وېډیوګانې یې له‌منځه یوړې. دوی اجازه رانه‌کړه چې خپل ټیلیفونونه هم راوباسو."

خو طالبانو په ځلونو له پاکستان سره خپلې اړیکې رد کړي او وايي، خپلواک دي.

کابل کې د پاکستان ضد د تېرې ورځې لاریون او اعتراضونه
کابل کې د پاکستان ضد د تېرې ورځې لاریون او اعتراضونه

د لاریون یوه بله ګډونواله شکېبا بیا له دوی سره د طالبانو له‌خوا د شوي تاوتریخوالي خبره کوي: "د طالبانو له یوه سخت مقاومت او تاوتریخوالي سره مخ شوو. دوی موږ سره تاوتریخوالی وکړ او موږ وپاشل شو، ولې بیا هم موږ غواړو نړیوالې ټولنې ته خپل غږ پورته کړو، خو دوی موږ څاري."

دغه‌راز، وروسته له هغې چې د طالبانو له غړو څخه جوړه د یوې بشپړې نارینه واکمنې کابینې اعلان وشو، یو شمېر مېرمنو کابل کې غوښتل لاریون وکړي او له دې لارې خپل غبرګون وښيي، خو طالبانو د دوی د راټولېدو مخه هم نیولې ده.

یو شمېر لاریون کوونکو مېرمنو وویل چې طالبانو دوی د پولیسو مرکز ته وړي او ژمنه‌یې ترې اخیستې چې بیا به لاریونونو کې برخه نه‌اخلي.

یو شمېر مېرمنو ازادي راډیو ته وویل چې دوی غوښتل په کابینه او د حکومت په لوړو څوکیو کې د ښځو د نشتوالي په اړه اعتراض وکړي.

د دوی له ډلې زرلښت مایار وویل: "زموږ هدف دا و چې ولې یو کلیدي او مهم وزارت له کابینې لیرې شي او ښځې باید سیاسي مشارکت ولري. زموږ شعار دا و چې هېڅ حکومت نه‌شي کولای د ښځو شتون رد کړي، خو دوی موږ حوزې ته بوتلو او ویې‌ویل چې تاسو دا حق نه‌لرئ چې مظاهره وکړئ. هغه څه چې شریعت درکړی هغه به تاسو ته درکړل شي، خو تاسو د ریاست او وزارت دعوا نه‌شئ کولای."

اغلې زرلښت زیاته کړه هغه مېرمنې چې د پولیسو مرکز ته وړل شوې وې د ناحیې د وکیل په منځګړیتوب او د دې ژمنې په اخيستلو چې بیا به لاریون نه‌کوي خوشې شوې.

کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه
کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه

یوې بلې اعتراض کوونکې حمیرا وویل: "زموږ مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه، ۷ تنه هغه خبریالان چې دلته د خبري پوښښ لپاره راغلي وو د طالبانو له‌خوا ونیول شول، موږ یې وګواښلو، اسلحې یې موږ طرف ته کړې چې بیا مظاهره ونه‌کړو، هیله کوم زموږ غږ ورسوئ."

په ورته وخت کې د اطلاعات روز ورځپاڼې ادعا کړې چې د دې لاریون د خبري پوښښ لپاره‌یې سیمې ته تللي ۵ خبریالان طالبانو له ځان سره وړي دي، خو ورځپاڼې د‌ دې خبر وروسته وویل، نیول شوي خبریالان‌یې بېرته پرېښودل شوي.

که څه هم طالبانو له ښځو سره د شوي تاوتریخوالي په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې، خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یو غړي بلال کریمي وویل چې ښځې باید د کابینې تر بشپړېدو پورې صبر وکړي.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "په دې اړه باید ووایم چې کابینه لا نه‌ده جوړه شوې. ډېری وزارتونه او معینیتونه لا نه‌دي اعلان شوي. موږ د کابینې جوړېدو ته انتظار باسو. ان‌شالله ټولو هغو کسانو ته به ونډه ورکړل شي چې ځان محروم حسابوي."

د سې شنبې په ورځ طالبانو د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله موقته کابینه اعلان کړه.

په ۳۳ کسیزه کابینه کې هېڅ یوې ښځې ته ونډه نه‌ده ورکړل شوې او د ښځو وزارت هم د وزارتونو په لیک لړ کې نه‌شته.

له کابل ورهاخوا په کندز او بدخشان کې هم یو شمېر ښځو او نارینه‌وو لاریون کړی، خو په کندز کې بیا د طالبانو د واکمنۍ په ملاتړ او بدخشان کې د دې ډلې ضد غږ پورته شوی.

له بدخشانه هم راپورونه وايي، طالبانو له لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی کړی او ځینې یې له ځان سره وړي دي.

خو پرون ماښام د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته وویل، لا یې حکومت بشپړ نه‌دی او په داسې یوه وخت کې لاریونونه بې‌ګټې دي.

ښاغلي مجاهد له رسنیو هم وغوښتل چې د نوي حکومت د کار تر پیله، د لاریونونو له خبري پوښښ ډډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG