د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

له افغانستانه تر امریکا؛ سلګونه لاریون کوونکي د پاکستان د لاسوهنې بندېدل غواړي


کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه
کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه

د کابل په ګډون د افغانستان څو نورو ښارونو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې.

سلګونه لاریون کوونکي د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي او په دې هېواد کې د پاکستان د مستقیمې لاسوهنې بندول غواړي او په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.

په دغه لاریونونو کې لسګونه مېرمنو هم برخه اخیستې او د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

دوی دغه‌راز د طالبانو په وړاندې په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې ملاتړ هم کوي او وایي دا جبهه د زور او استبداد سره مبارزه کوي.

زهره یو له لاریون کوونکو څخه وايي: "موږ د خپلو ځوانانو د وینې دفاع کوو. موږ د خپل وطن دفاع کوو. پاکستان ولې مداخله کوي؟ د پاکستان د لاسوهنې مخه باید ونیول شي. زموږ ځوانان ولې وینې بهولو ته مجبور کېږي؟"

دا لاریونونه وروسته له هغې راپیل شول چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو پر ضد د ملي پاڅون غوښتنه وکړه.

مظاهرې د کابل په بېلابېلو برخو لکه خیرخانه، دشت برچي او شهر نو کې ترسره شوې.

کابل کې د پاکستان ضد مظاهرې چې لسګونه مېرمنو هم په‌کې ګډون کړی دی.
کابل کې د پاکستان ضد مظاهرې چې لسګونه مېرمنو هم په‌کې ګډون کړی دی.

د لاریون یوه بله ګډونواله راضیه د هغه څه له امله طالبان ملامتوي چې د ده په خبره دغه ډلې په پنجشېر د ژوند هر ډول لومړنۍ اسانتیاوې بندې کړې دي.

راضیه زیاتوي: "پنجشېر ته ټولې لارې بندې دي. نه طالبان، نه د طالبانو استازي او نه هم پاکستان په پنجشېر کې د لاسوهنې حق لري. ژوندی دې وي افغانستان."

طالبانو د لاریون کوونکو د تیت و پرک کولو لپاره د کابل په ځینو برخو کې هوایي ‌‌ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان د لاریون کوونکو په وړاندې د طالبانو تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

طالبانو تر اوسه د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ورته لاریونونه د سې شنبې په ورځ په غور، پروان او تر دې وړاندې د دوشنبې په شپه په کابل، دایکنډي او بلخ کې هم وشول.

هرات کې د یو شمېر مېرمنو لاریون
هرات کې د یو شمېر مېرمنو لاریون

یو شمېر افغانانو له افغانستان څخه بهر د متحده ایالاتو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې هم لاریونونه کړي دي.

د ایران لپاره د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور په اساس، په تهران کې په لسګونه خلکو د پاکستان پر ضد شعارونو سره د افغانستان سفارت مخې ته لاریون وکړ.

ورته لاریونونه د دوشنبې ناوخته د متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن او سان فرانسسکو کې هم وشول.

په ورته وخت کې، طالبانو په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه رد کړې او ویلي یې دي چې خلک باید د نوي ټول‌شموله حکومت لپاره صبر وکړي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې لاریونونه "بې‌ځایه" دي او د هېڅ کوم هېواد هېڅ مداخله د طالبانو په ګټه نه‌ده ترسره شوې.

ښاغلی کریمي وايي: "لومړی دا اوازې چې په پنجشېر کې مو بمباري کړې دروغ ده. هېڅ هېواد لاسوهنه نه‌کوي. د کوم هېواد پر وړاندې چې لاریونونه کېږي، دا چې په عمل کې د مداخلې داسې هېڅ کوم څه نه‌شته، نو دا لاریونونه بې‌معنی دي په هېڅ یوه برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ګټه هېڅ مداخله نه‌کېږي."

کابل کې د پاکستان سفارت ته نږدې د مېرمنو نننی لاریون
کابل کې د پاکستان سفارت ته نږدې د مېرمنو نننی لاریون

ښاغلي کریمي د لاریون کوونکو مېرمنو غوښتنو ته په اشاره وویل چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه‌کېږي او د ټول‌شموله حکومت له جوړېدو وروسته به د ټولو افغان مېرمنو حقوق تضمین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر ولایت په ځینو برخو کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ نښتې لا اوس هم دوام لري. طالبانو د دغه ولایت د مرکز په ګډون د پراخو برخو د نیولو ادعا کړې، خو د ملي مقاومت جبهه وايي چې په پنجشېر کې به له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG