د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

کونړ میشتې وايي، پاکستان یې بیا پر کورونو ډزې کړي او ځنګلونه يې هم ور وهلي


کونړ
کونړ

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، له تېرو څلورو ورځو یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د دوی پر کورونو او سیمو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي.

د دوی پر خبره چې تر اوسه په کې دوه تنه ټپیان شوي، په لسګونه څاروي وژل شوي او خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي.

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر حاجي جمع خان ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څلورو ورځو پاکستانیو ځواکونو یو ځل بیا د خپلو درنو او سپکو وسلو خولې د دوی کلیو او سېمې ته سمې کړي او تر اوسه يې په سلګونه د توپونو او په زرګونه د سپکو وسلو ډزې کړي دي.

دی وايي: "دا درې شپې په سړوبۍ،مماڼو مېنه، څپري او ګنجګل باندې د توپونو ډزې کوي چې یوازې تېره به شااوخوا دوه سوه ګولۍ په یادو سیمو لګیدلي وې."

ضابط خان هم وايي، پاکستاني ځواکونه شپه او ورځ لګیا دي او د دوی کورونه پر توپونو ولي او د دې ترڅنګ يې له اغزن سیم دیخوا د برقي ارو په وسېله د ځنګل پرې کول هم پیل کړي دي.

ظابط خان زیاتوي: "د څپري په ساحه کې پر یو کور د توپ یوه ګولۍ لګیدلې چې پهک ې یوه ښځه ټپي شوې چې اوس مهال د جلال اباد په یوه روغتون کې ده او د یوې نجلۍ پښه هم پرېوتې ده، څاروي په کې لګیدلي دي. کومې پاکستانۍ پوستې چې کورونو سره نزدې پرتې دي، هغوی پر کورونو ډزې کوي او څوک له کورونو نه شي راوتلی. همدا راز پاکستاني ځواکونه په څپري او نورو سیمو کې د ځنګل پر وهلو بوخت دي."

په کونړ کې یو طالب چارواکی چې له نوم ښودلو ډډه کوله ازادي راډیو ته ومنله چې پاکستانیو ځواکونو پر سرکاڼو د توپونو ګڼې ډزې کړي او همدا راز يې د هغوی له لوري د ځنګل وهل هم تایید کړل او ويې ویل چې یاد راپور يې مرکزي مشرانو ته رسولی دی.

تراوسه پاکستاینو چارواکو د نوو بریدونو او د هغوي د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

خلک وايي، د ۲۰۱۰ زیږدېز کال له لومړيو ورځو څخه پاکستاني ځواکونه د کونړ او د ډیورنډ کرښې سره پر نورو پرتو ولایتونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د سیمو اوسیدونکو پر خبره چې په دومره اوږده موده کې په دغو ډزو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي او همدا راز په زرګونو کورنیو خپلې مينې پرې ايښي.

پخوانیو افغان چارواکو تل ګواښ کولو چې د ډز ځواب به په ډز ورکړي او پاکستان به له دغو بریدونو منع کړي.

د خلکو پر خبره چې هغوی په خپلو کړو ژمنو کې بریالي نه شول، خو اوس چې د کونړ په ګډون ټول هېواد د طالبانو واک لاندې راغلی دی. وبه کتل شي چې طالبان به د دغو بریدونو په مخنیوي کې بریالي شي او که بیا به هم دوام وکړي او د افغانانو د وینو تویدو او کورونو ړنګیدو سبب به وي.

XS
SM
MD
LG