د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

‎طالبانو د لاریونونو پر مهال ځیني خبریالان 'وهلي ‌‌‌‌‌‌ډبولي او توقیف' کړي


کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه
کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه

طالبانو په افغانستان کې د لاریونونو پر مهال ځیني خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وهلي ‌‌‌‌‌‌ډبولي او ځیني یې له ځان سره بیولي دي.

‎یو شمېر دغه خبریالان او انځور اخیستونکي چې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» د خبري پوښښ لپاره د پاکستان ضد او د ملي مقاومت جبهې په ملاتړ د لاریونونو سیمو ته تللي وو وایي طالبانو دوی د څو ساعتونو لپاره بندیان کړي وو.

سمېع‌الرحمن رحماني یو له عکس اخیستونکو څخه و، نوموړي وویل: "سهار ۹ بجې وې چې زه پروان ته د عکس اخیستلو لپاره لاړم، ښځو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ، کله چې موږ پوستې ته نږدې شوو، مخکې له دې چې زه خپل ځان معرفي کړم، دوی د موټر دروازه خلاصه کړه، دوی د موږ وسایل ولیدل، دوی زه ودرولم او ماته‌یې وویل چې له دې ځایه ووځه. کله چې زه یو څو نورو طالبانو ته ورغلم چې هلته ولاړ و، ما وویل موږ ان عکس هم نه‌دی اخیستی، هغوی راته ټوپک ونیوه او ویې‌ویل چې تاسو باید له دې ځای نه لاړ شئ."

د یوې خصوصي رسنۍ عکس اخیستونکی هم ورته کیسه لري.

‎وحید احمدي د طلوع‌نیوز له کمره‌مینانو څخه دی چې نن طالبانو یې کمره اخیستې او هغه‌یې د لاریون له سیمې له ځان سره وړی و.

کابل کې د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون د خبر خونه
کابل کې د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون د خبر خونه

دی زیاتوي: "د لاریون سیمې ته نږدې لا مې کمره نه‌وه لګولې چې طالب رامنډه کړه او کمره‌یې رانه واخیسته او ویې‌ویل د ثبت حق نه‌لرئ او یو سوک‌یې په سینه راکړ پر همکار مې یې ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې ګواښ‌یې راته وکړ، ویې‌ویل که مو رنګ له دې ځایه ورک نه‌کړئ ځان سره مو بیایو او سزا مو درکوو."

‎د موبي ګروپ مشر او د طلوع‌نیوز څښتن سعد محسني په خپله ټویټرپاڼه له طالبانو غوښتي چې وحید احمدي دې ژر تر ژره خوشې کړي.

‎طالبانو له څو ساعتونو وروسته هغه خوشې کړ.

‎د اریانا نیوز خصوصي ټلوېزیون مشر شریف حسنیار هم په ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبانو د دوی خبریال سمېع جهش وهلی ‌‌‌‌‌‌ډبولی او له ځان سره‌یې بیولی دی او له طالبانو یې غوښتي چې د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي.

په وروستیو ورځو کې په کابل کې د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي راپورونه خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې طالبانو په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس او اریانا نیوز ټلوېزیون کمره‌مینان او په کابل کې د خورشید ټلوېزیون خبریال نوید احمد کاووش وهلي وو.

د طلوع‌نیوز خبریال وهل یوه بله پېښه ده چې د طالبانو واک ته له رسېدو راوروسته رامنځته شوې.

سربېره پر دې طالبانو د سې شنبې په ورځ هڅه وکړه چې په هوایې ډزو سره د کابل په بېلابېلو برخو کې ښځینه لاریون کوونکې سره بېلې کړي.

بهار یو له لاریون کوونکو څخه وایي چې د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې د لاریون پر مهال او د ملي مقاومت جبهې په ملاتړ، طالبانو هغه ووهله او د یوه خصوصي بانک په زېرزمینی کې یې بندي کړه.

کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه
کابل کې د پاکستان ضد نننی لاریون او اعتراضونه

له بلې خوا یوه ښځینه خبریاله چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، وویل چې طالبانو یې د رسنۍ مشر ته په کوم کې چې دا کار کوي، ویلي چې نجونې په رسنیو کې د کار کولو حق نه‌لري.

د دې سره هم‌مهاله د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري له خبریالانو او لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د ژورنالېستانو او لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي تورونو په اړه د طالبانو د ویاندویانو د نظر ترلاسه کولو لپاره د ازادي راډیو هڅې بریالۍ نه‌شوې.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و چې دوی د بیان ازادي تضمینوي.

XS
SM
MD
LG