د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

کابل کې د مېرمنو لاریون: طالبان دې لوړو دولتي څوکیو کې ښځو ته ونډه ورکړي


په کابل کې د ښځو لاریون
په کابل کې د ښځو لاریون

نن یو شمېر ښځو په پلازمېنه کابل کې د یو اعتراض پرمهال د حکومت په لوړو څوکیو د مېرمنو د ګومارل کېدو غوښتنه وکړه.

د دغه اعتراض کوونکو یوې غړې مسعودې کوهستاني د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی غواړي چې د راتلونکي حکومت پر لوړو څوکیو افغان مېرمنې وګومارل شي.

دی وايي: "د نن ورځې اعتراض په راتلونکي حکومت کې د ښځو په لوړو څوکیو د ګومارلو د غوښتنې لپاره دی، کله چې څلور مېرمنې دوحې ته ځي او طالبانو سره مخامخ د سولې خبرې کوي نو ولې په کابینه کې د وزیرې، معینې یا هم د رییسې په توګه حضور ونه لري."

اغلې کوهستانی وايي، زیات شمېر افغان مېرمنو او نجونو په تېرو شلو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې تجربې ترلاسه کړي او د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې لري.

کابل کې د مېرنو له خوا پیل شوی لاریون
کابل کې د مېرنو له خوا پیل شوی لاریون

نوموړې له طالبانو غواړي چې په راتلونکي حکومت کې د ښځو ونډه په نظر کې ونیسي او په تېرو دوو لسیزو کې د مېرمنو لاسته راوړنې وساتي.

په کابل کې د مېرمنو له لوري دا اعتراض په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم په هرات ولایت کې یو شمېر مېرمنو په ورته اعتراض کې د خپلو حقونو د خوندي کولو غوښتنه کړې وه.

دغه اعتراض کوونکو په تېرو شلو کلونو کې د افغان مېرمنو د لاسته راوړونو په ساتلو ټینګار کاوه.

په ورته وخت کې د طالبانو د مطبوعاتي ټیم غړی بلال کریمي وايي، په راتلونکي حکومت کې به د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته پام وشي.

نوموړي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په راتلونکي حکومت کې به د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق خوندي وي، خو دا چې ښځو ته به په کومه سطحه په حکومت کې ونډه ورکول کېږي دا به په راتلونکي حکومت کې واضح شي، خو زه ډاډ ورکوم چې الله جل جلاله چې هر فرد ته کوم حقوق ورکړي دوی به ترې برخمن شي."

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي غړي شېر محمد عباس ستانکزي له رسنیو سره د حکومت په لوړو څوکیو د ښځو د ګومارلو په اړه دقیق څه نه و ویلي، خو ټینګار يې کړی و چې راتلونکي حکومت کې د ښځو ونډه په نظر کې نیول کېږي.

په کابل کې یو شمېر طالب وسله وال
په کابل کې یو شمېر طالب وسله وال

نوموړي ویلي و چې راتلونکی حکومت مسولیت لري چې افغان مېرمنو د ښوونځیو تر څنګ په ټولو برخو کې د اسلامي شریعت له مخې کاري چاپیریال برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان د طالبانو له ولکې نږدې شل ورځې تيریږي، له ښځینه ښوونکو او ډاکترانو پرته دنده لرونکې افغان مېرمنې لا هم خپلو دندو ته نه دي ورګرځېدلي.

نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې چې د حکومت د رسمي پېژندلو په هدف باید د مېرمنو په ګډون د ټولو حقونو ته پاملرنه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې هېواد به يې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.

د پلازمېنې کابل په ګډون په زیات شمېر ولایتونو کې خلک د راتلونکي حکومت جوړېدو ته سترګې په لار دي او وايي، په دې سره به د مېرمنو او ټولو دولتي کار کونکو د پاتې معاشونو سرنوشت هم ډاګه شي.

XS
SM
MD
LG