افغان ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د اوربند پر مهال لومړۍ درجه احضارات ولري.
په کندهار ولایت کې د خرقې مبارکې صندوق تر څو لسیزو وروسته په علني ډول د روژې د ۲۷مې په شپه پرانیستل شو او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دُعا وشوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دُعا په دې مراسمو کې ګډون درلود.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تر دغو مراسمو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې اوربند یو فرصت دی، څو دایمي سوله ترلاسه شي.
هغه زیاته کړه:
"د خرقې د «اومنا پلاوي» په حضور کې هغه ځانګړی صندوق چې خرقه پهکې ساتل کېږي، پرانیستل شو او ولسمشر د «اومنا پلاوي» سره او دغهراز نورو علماوو چې هلته حاضر وو؛ د سولې، ثبات، د افغانستان د خلکو د یووالي لپاره دُعا وکړه او وروسته ولسمشر په یوه وینا کې وویل، دغه اوربند یې اعلان کړی، څو یو فرصت وي چې د افغانستان پر تل پاتې سولې تمرکز وکړو."
افغان حکومت سر له نن نه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی دی.
افغان ولسمشر سپارښتنه کړې چې افغان امنیتي ځواکونه دې پهدې ورځو کې پر وسلهوالو طالبانو بریدونه بند کړي.
طالبانو هم د دې په ځواب کې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
افغان حکومت وایي، د دوی اوربند له قوي دریځه دی.
شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د خرقې مبارکې تر مراسمو دمخه ولسمشر د کندهار له امنیتي چارواکو سره هم ولیدل.
دی وايي:
"ولسمشر د کندهار له امنیتي مسؤلینو سره غونډه درلوده او هلتهیې وویل چې د اوربند موده کې هم باید لومړۍ درجه احضارات اوسي. اوربند د یوه قوي دریځه شوی دی."
د ولسمشر لهخوا د اوربند اعلان د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د مشرانو لهخوا وستایل شو.
همدا تېره ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه اوربند په هرکلي سره وویل چې هیله لري دا مؤقت اقدام د افغانستان د بحران د دایمي هواري سبب شي.
ینس سټولټنبرګ د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» په ورځ په ایټالیا کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې له طالبانو غواړي دا اوربند په بشپړ ډول رعایت کړي.
د افغانستان ولسمشر د یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۰» په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې وویل چې په تېرو ۲۳ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دوه اړخیز اوربند نافذېږي.
وسلهوالو طالبانو تر دې وړاندې هېڅکله اوربند نهوو کړی.
د افغان حکومت په وینا داعش ډله، د القاعده شبکه او نورې بهرنۍ وسلهوالې یاغي ډلې له دې اوربنده مستثنی دي.
دغهراز طالبانو هم ویلي چې د دوی په درې ورځني اوربند کې بهرني ځواکونه شامل نهدي او پر هغو ځواکونو به د دوی بریدونه دوام ولري.