د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د ايډز نړيواله ورځ؛ خلک: دا ناروغي افغانستان کې يو ننګ ګڼل کېږي او خبرې پرې نه‌کېږي


د ايډز نړيواله ورځ، بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي په توګه لمانځل کېږي هم.
د ايډز نړيواله ورځ، بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي په توګه لمانځل کېږي هم.

نن د ډسمبر لومړې نېټه د ایدز ناروغۍ نړیواله ورځ په‌‌داسې حال کې رارسیږي چې، د افغانستان په ټولنه کې دا ناروغۍ یو ننګ ګڼل کېږي او خلک یې په اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

د ناخوندي جنسي اړیکو لرل، د "ایچ‌آی‌‌‌وي" په ویروس د اخته کېدو یو مهم لامل دی، نو له همدې امله په افغانستان کې ډېری ناروغان د خپلې ناروغۍ د پټولو هڅه کوي.

په پټه به يې خپله درملنه کوله، خو ډېره یې کمزورې کړې وه، وضعیت یې خراب شو او د همدې ناروغۍ له امله مړه شوه."

یو انسان ورسته له هغې ايډز کېږي چې د ایچ‌آی‌‌‌وي ویروس چې له ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي، د هغه د بدن معافیتي سیستم سخت زیانمن کړی.

ډېرځله په وخت تشخیص او اغېزمنې درملنې سره، په ایچ‌آی‌‌‌وي اخته کسان کولی شي، د ویروس د پیاوړي کېدو او په ایډز د اخته کېدو مخه ونیسي او اوږد ژوند وکړي.

خو ایچ‌آی‌‌‌وي یوازې د ناخوندي جنسي اړیکو له طریقه نه انتقالېږي، ډېری نور لاملونه هم شته چې له لارې یې دغه ویروس له ناروغ د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېدای شي.

د هغه کارول شویو سرنجونو، د ویښتانو خریلو پاکي‌ګانو او دغه‌شان د غاښونو ډاکترانو د وسایلو کارول چې له وړاندې په ایچ‌آی‌‌‌وي ویروس اخته انسان ترې کار اخیستی وي، د اخته کس له‌خوا روغ ته د وينې ورکول او د ایچ‌آی‌‌‌وي شوې مور له‌خوا ماشوم ته د شیدو ورکول د دې ویروس د لېږد نور لاملونه بلل کېږي.

ايډز له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته د سرنج له لارې هم لېږدېدلی شي.
ايډز له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته د سرنج له لارې هم لېږدېدلی شي.

دا ورځ د ایډز ناروغۍ په اړه د پوهاوې لوړولو لپاره نومول شوې، خو په افغانستان کې په‌‌‌دې اړه د عامه پوهاوي په برخه کې نه پاملرنه د دې لامل شوی چې، خلک په‌دې اړه لږ معلومات ولري.

یوشمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې په‌‌‌دې ناروغۍ اخته شوي وايي، په ایچ‌آی‌‌‌وي ویروس اخته کسان له‌‌دې ویرې چې نور خلک پرې خبر نه‌‌‌شي، له درملنې لاس اخلي.

یوه له دوی څخه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل، عمه یې د غاښونو تر درملنې وروسته په‌‌دې ویروس اخته شوه.

هغه وايي: "له ټولو یې پټوله، ځکه ټول پوهېږي چې د دې ناروغۍ نوم بد دی که څوک یې ولري هم چاته نه وايي، له همدې امله دې په پټه خپله درملنه کوله، خو ډېره یې کمزورې کړې وه، وضعیت یې خراب شو او د همدې ناروغۍ له امله مړه شوه."

یوه بله مېرمن چې د کورنیو ستونزو له امله نه‌‌غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو سره یې په خبرو کې یې وویل، خاوند یې چې روږدی دی د استعمال شوي سرنج له کارولو وروسته په‌دې ویروس اخته شوی.

دا مېرمن وايي، د اقتصادي ستونزو او له‌‌‌دې امله چې خلک د هغه له ناروغۍ خبر نه‌‌‌‌‌شي، خاوند یې له درملنې ډډه کړې.

په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو یوشمېر کارپوهان هم په‌‌‌دې برخه کې د عامه پوهاوي د لوړولو پر اړتیا ټینګار کوي.

یو له دوی څخه مجیب لحاظ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که د ایچ‌آی‌وي ویروس په اړه د خلکو ترمنځ د پوهاوي کچه لوړه نه‌‌شي دا به په افغانستان کې ډېرې وژونکي پایلې ولري.

"دا باید خپله ناروغۍ پټه نه‌کړي ځکه خدای مه‌‌کړه که په ایچ‌آی‌وي اخته کس خپله ناروغۍ پټوي او نور وګړي په‌‌دې ناروغۍ اخته کېږي او هغوی بیا نور وګړي په‌‌دې ناروغۍ اخته کوي، نو د ټولو وینه به د دې په غاړه وي.
ډاکټر فريدالله عمري

نوموړي زیاته کړه: "دا چې افغانستان یوه سنتي او کلتوري ټولنه ده نو خلک ډېری وخت داسې مسایلو سره د ټولنیز چلند له امله په بېلابېل ‌ډول برخورد کوي، ان ځان د مرګ کومي ته ورکوي خو د ټولنیز چلند د ویرې له امله یا یې درملنه نه‌‌‌کوي او یا هم ورته توجه نه‌‌کوي، ستونزه همدا ده چې ټولنه کې پوهاوی نه‌شته. د ټولنیز عامه پوهاوي تر ټولو لومړی مسوولیت د اړوندو رسمي چارواکو دی د دې ترڅنګ مدني او ټولنیز فعالین، رسنۍ، ملا امامان، فرهنګي ټولنې او بېلابېل قشرونه په‌‌دې برخه کې مسوولیت لري، څو عامه پوهاوی رامنځته شي او ډېرې خطرناکې پايلې ونه‌لرو."

په ایچ‌آی‌وي ویروس د اخته کسانو د شمېرو، د دوی د درملنې او په‌‌‌دې برخه کې د عامه پوهاوي د پلانونو په اړه مو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وپوښت، خو نوموړي د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې د ساري ناروغیو یوشمېر ډاکټران وايي، هغه کسان چې په ایچ‌آی‌وي ویروس اخته دي باید هیڅکله خپله ناروغۍ پټه نه‌‌‌کړي او د درملنې تر څنګ باید نورو ته د دې ویروس د لېږد د مخنیوي لارو چارو ته هم پاملرنه وکړي.

د کابل ښار د انتاني ملي تخصصي روغتون متخصص ډاکتر فرید‌الله عمري په‌‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا باید خپله ناروغۍ پټه نه‌کړي ځکه خدای مه‌‌کړه که په ایچ‌آی‌وي اخته کس خپله ناروغۍ پټوي او نور وګړي په‌‌دې ناروغۍ اخته کېږي او هغوی بیا نور وګړي په‌‌دې ناروغۍ اخته کوي، نو د ټولو وینه به د دې په غاړه وي. په‌‌دې ناروغۍ اخته کس باید هیڅکله دا پټه نه‌‌کړي او نور کسان هم باید ناروغ ته د سپکاوي او نورې بې‌کارې خبرې ونه‌کړي او پيغور ورنه‌‌کړي ځکه دا یوه ساري ناروغۍ ده نو موږ باید ناروغ هم عقده‌يي نه‌کړو."

افغانستان کې د ايډز د شمېرو په اړه کره معلومات نه‌شته
افغانستان کې د ايډز د شمېرو په اړه کره معلومات نه‌شته

د دسمبر لومړۍ نېټه د ایډز نړیواله ورځ په ۱۹۸۸کال کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ايچ‌‌او) له‌خوا ایچ‌آی‌وي باندې اخته کسانو ته د پوهاوي لوړولو او درناوي لپاره ونومول شوه.

د ملګروملتونو سازمان د دې ورځې په مناسبت ویلي چې، نړۍ کولی شي تر ۲۰۳۰پورې عامې روغتیا ته د یوه ګواښ په توګه د ایډز ویروس په بشپړه توګه پای ته ورسوي.

د ٢٠٢٤ کال د ایچ‌آی‌وي یا ایډز نړیوالې ورځې موضوع "د حقونو لار غوره کړئ؛ زما روغتیا، زما حق!" ده، چې په‌دې برخه کې د بشري حقونو اهمیت په ډاګه کوي او په نړیوالو مشرانو او اتباعو غږ کوي چې هغه نابرابریو ته رسېدنه وکړي چې د پرمختګ مخه نیسي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG