افغانستان
په ایډز د اخته افغانانو درملنې لپاره د ګمارل شویو کسانو شمېر ډېر شوی
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې یې د هغو کسانو شمېر زیات کړی چې په 'ایچ آی وي' یا ایډز د اخته کسانو په درملنه کې مرسته کوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ګلوبل فنډ ادارې په مرسته په ایډز اخته کسانو په درملنه، وقایه او د ژوند د کیفیت په بهترۍ کې همکاري کوي.
د دې ادارې په وینا د درملنې لپاره د ګمارل شویو کسانو شمېر یې په ۲۰۲۲م کال کې ۱۱۶۲ ته رسولی، حال دا چې په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمېر یوازې ۳۴۰ و.
تېره جمعه د ډسمبر لومړۍ نېټه د ایچ آی وي یا ایډز نړيواله ورځ وه.
په ۲۰۱۹ کال کې د ترسره شوې سروې له مخې په افغانستان کې تر ۱۹زره ډېر کسان په 'ایچ آی وي' ایډز اخته دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر: د نړیوالو مرستو کمیدو تر ټولو زیات ښځې ډیرې اغیزمنې کړې دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام، ډبلیو ایف پي مشر وایي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمیدو ترټولو زیات پرښځو ویجاوړونکی اغیزکړی دی. جان علییف له بي بي سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ د دې پروګرام په ایکسپاڼه کې خپره شوې وویل: "مرستندویان له افغانستان څخه وتلي او اغېز یې په حقیقت کې پر ښځو او ماشومانو ډېر شوی، او دا ډېره ویجاړوونکې ده ځکه چې په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ له افغان ښځو سره د نه ماتېدونکې پیوستون ژمنه وکړه، او نن په ۲۰۲۶ کال کې هماغه ښځې پوښتنه کوي چې هغه پیوستون اوس چیرته دی؟”
د علییف په خبره په بې وزلو کورنیو کې اکثره ښځې د خپل ځان په نسبت خپلو ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي چې خواړه ورکړي او همداعلت دی چې د ماشومانو ترڅنګ په ښځو کې هم خوارځواکي زیاته شوې.
په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا ویلي چې افغانستان د خوړو له یوه بحران سره مخ دی او په دې هیواد کې روان ۲۰۲۶ کال ۳،۷ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
جاپان روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې ۳۵ ملیون ډالره مرسته کوي
د طالبانو د اقتصاد وزارت روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې د جاپان د ۳۵ ملیون ډالرو د مرستې خبرورکوي. په هغه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ د دې وزات په ایکسپاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې دا خبره په افغانستان کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وکړه.
د بیان له مخې د چاپان سفیر ویلي چې هیواد به یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو بندونو جوړولو، د اوبو د مدیریت او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره د ۹،۳ میلیون ډالره مالي مرسته هم وکړي.
د جاپان د سفیر په خبره له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي هیواد یې د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.
پاکستان په یوه ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال وایستل
د افغانستان د کډوالو لوی کمېسیون ویلي، پاکستان د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي. همداراز ایران په همدې ورځ ۱۴۰ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښم پُل له سرحدي لارو بېرته هېواد ته را استولي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان د بې اسنادو افغانانو د ایستلو کمپاین ته دوام ورکوي، سره له دې چې بشري بنسټونه او د کډوالو د حقونو ملاتړي پرې اندېښنه ښيي. نړیوالې مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان د بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري مرستو د کمښت له امله د راستنېدونکو د لوی شمېر د جذب توان نه لري.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ۱.۱۷۷ میلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې ګڼ شمېر راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، خبریالان او پخواني دولتي کارکوونکي، له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
په نیمروز کې له پاکستانه قاچاق کېدونکي درمل کشف شول
په نیمروز ولایت کې د طالبانو ګمرکي چارواکي وايي چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته یې د دوه ټنه درملو د قاچاق کېدو مخه یې نیولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه له تېر کال راهیسي په ټپه درېدلې او د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې له پاکستان څخه به نور د درملو واردولو ته اجازه نه ورکول کېږي.
د طالبانو د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس ملا عبدالغفار محمود پرون (یکشنبه) کورنیو رسنیو ته وویل چې څه باندې ۲ ټنه درمل، چې په دووتویوتا موټرو کې له پاکستانه افغانستان ته وړل کېدل، د ګمرکي مسوولانو له لوري کشف او ضبط شول.
نوموړي زیاته کړې، چی په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر دې وړاندې هم په نیمروز او هلمند ولایتونو کې په ځلونو له پاکستانه د درملو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.
اوچا: سوېډن افغانستان ته څه کم ۳ میلیون ډالره بشري مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سوېډن د افغانستان بشري صندوق ته ۲۸ میلیونه سوېډني کرونه، چې له نژدې ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي، مرسته کړې ده.
اوچا د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په اېکسپاڼه کې د دې مالي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ملاتړ به بشري مرستندویو بنسټونو ته دا توان ورکړي چې په ټول افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته په چټکۍ ځواب ووایي.
د یادې ادارې په وینا، د سوېډن نوې مرسته به د هغو بشري شریکانو وړتیا پیاوړې کړي چې د بحرانونو په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي، څو د ناڅاپي بېړنیو حالاتو چاره وکړي او اړمنو خلکو ته سمدستي مرستې ورسوي.
دا مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې افغانستان لا هم له سترو بشري بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
امنیت شورا سبا د یوناما د ماموریت د غځولو پر سر غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه د جون ۱۵مه د یوناما د ماموریت په تړاو غونډه دایروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د کار موده د مارچ له ۱۷مې د جون تر ۱۷مې غځول شوې وه.
تمه کېږي چې د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه پریکړه وشي.
د امنیت شورا په یاده غونډه کې به د یوناما مرستیاله جورجیت ګانیون د افغانستان په تړاو د راپور موندنې هم شریکې کړي.
شهبازشریف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او تاسیساتو د جوړولو ننګه وکړه
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او تاسیساتو د جوړولو ننګه وکړه او د پاکستان د امنیت لپاره یې مهم وباله.
هغه پرون د پاکستان پارلمان ته په وینا کې وویل چې که په دې کار د یو کس ژوند هم ژغورل کېږي نو د میلیاردونو روپيو لګښت د توجیه وړ دی.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستان تر ډېره د اغزن تار د لګولو او نورو تاسیساتو کارونه بشپړ کړي.
د طالبانو د پوځیانو او د پاکستاني پوله ساتو تر منځ په نښتو کې په یو شمېر سیمو کې دا اغزن سیمونه د طالب ځواکونو له خوا ټول شوي.
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف که څه هم د افغانستان نوم وانخیست خو د پاکستان په اکثرو نا امنیو کې یې هغه وسله والې ډلې ښکېلې وبللې چې د ده په خبره له بهره تمویل او رهبري کېږي.
پاکستان تور لګوي چې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.
دا ادعاوې طالبانو په کلکه رد کړي.
په پنجشیرکې له نویو کانونو استخراج پیل شوی
په پنجشیرکې د طالبانو چارواکي په دې ولایت کې د څو نویو قیمتي ډبرو له کانونو د استخراج د چارو د پیلیدو خبرورکوي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژآنس د راپورله مځې د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې د عنابې ولسوالۍ د شوفې په سیمه کې د ګرین ګارنټ لس معدني ساحې د انجینرۍ او تخنیکي ټیمونو له لوري تثبیت شوې او د استخراج چارې یې پیل شوې دي. د هغه په خبره تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بېروج ډبرو د استخراج چارې هم پیل شوې وې، چې دا مهال په پنځو فعالو ساحو کې روانې دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د زمردو په ګډون د بېلابېلو قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري خود کارپوهانو په وینا د استخراج چارې یې ترډیره غیرمعیاري دي.
دا اونۍ له ۷۵۰ سوو زیات افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازادشوي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو له اونیم سوه زیات افغان بندیان خوشې شوي.
دې وزارت د شنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ۲۳۰ تنه د تورخم او ۵۳۳ تنه د سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي دي. ویل شوي دغه کسان چې کورنۍ هم پکې دي، په هغه هیواد کې د هستوګنې په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې. د بیان له مخې دوی د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.
که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.
امریکا یو شمېر افغان او ایراني کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پالیسۍ په لړ کې د ایران، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) یوه چارټر الوتکه د پنجشنبې په شپه له لوېزیانا ایالت څخه والوته او په غانا کې له لنډې دمې وروسته د جمعې په شپه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته ورسېده.
د الوتکې د مسافرو کره شمېر نه دی اعلان شوی، خو لږ تر لږه دوه ایراني مېرمنې هم پکې شاملې وې، چې د امریکا د کډوالۍ محکمې له خوا یې د موقتي استوګنې اجازه او د نه ایستلو حکم ترلاسه کړی و.
د بشري حقونو وکیلانو ویلي چې له دغو مېرمنو څخه یوه مسیحي مذهب ته اوښتې او بله سیاسي او ټولنیزه فعاله ده. د هغوی وکیلان وایي که ایران ته بېرته ولېږدول شي، د شکنجې یا حتی اعدام له خطر سره مخامخ کېدای شي.
د دغو کسانو د ایستلو په اړه پوښتنې او اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د امریکا حکومت ایران «ترهګر رژیم» بولي او ورسره په سخت کړکېچ کې دی.
مرکزي افریقا جمهوریت له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، او هغه کسان چې هلته لېږدول شوي، د خپلې نامعلومې راتلونکي په اړه سختې اندېښنې لري.
له دې سره په یو وخت د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.