د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

امریکا او اسراییلو د نړیوالې جزايي محکمې تازه حکم وغانده


د عکس ښي لور ته د حماس یو پوځي قوماندان محمد ضیف، منځ کې د اسراییلو د دفاع پخوانی وزیر یوآف ګالانت او چپ لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د حماس یو پوځي قوماندان محمد ضیف، منځ کې د اسراییلو د دفاع پخوانی وزیر یوآف ګالانت او چپ لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا متحده‌ایالتونو او اسراییلي چارواکو د نړیوالې جزايي محکمې تازه حکم وغانده.

د نړیوالې جزايي محکمې پروني حکم، چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع پخواني وزیر یوآف ګالانت او د حماس ډلې د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو لپاره یې صادر کړی، غبرګونونه پارولي دي.

سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند پرون ویلي، د امریکا متحده‌ایالتونه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع د پخواني وزیر یوآف ګالانت د نیولو د حکم لپاره نړیوالې جزايي محکمې پرېکړه غندي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل پرون د اردن په پلازمېنه عمان کې وویل، د نړیوالې جزايي محکمې حکم لازم الاجرا دی او باید عملي شي.

هغه ویلي، دا کومه سیاسي پرېکړه نه، بلکې د محکمې حکم دی، د عدالت نړیوالې محکمې تر چتر لاندې د عدالت محکمې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل

د فلسطینیانو حماس ډلې، چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي تولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم هرکلی کړی دی.

دغې ډلې د اسراییل د صدراعظم او د دفاع د پخواني وزیر د نیولو د حکم صادرول یو تاریخي ګام بللی دی.

حماس د خپل یوه پوځي مشر محمد ضیف د نیولو د حکم په باب تبصره نه ده کړې، هغه څوک چې ویل کېږي پر اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې د اوومې د حملې یو له طراحانو و.

اسراییل ویلي چې ضیف یې په تېره جولای میاشت کې په غزې تړانګه کې په یوه حمله کې وژلی دی.

حماس ډلې له نړیوالې جزايي محکمې غوښتنه کړې چې خپلې څېړنې د وزیرانو او افسرانو په ګډون د دې ډلې په ټکو، د اشغال تر ټولو جنایتکارو رهبرانو پورې پراخې کړي چې د فلسطین د خلکو وینې یې تویې کړې دي.

نړیوالې جزايي محکمې پرون د هغه څه له کبله چې له څه باندې ۱۳ میاشتې راهیسې په غزه کې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ګڼل کېږي، د اسراییل د دوو چارواکو او د حماس د یوه پوځي مشر د نیولو حکم ورکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نړیوالې جزايي محکمې له حکم وروسته اوس رسماً یو مطلوب سړی دی.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرځوګ د نړیوالې جزايي محکمې غندلی او پر خپله ایکس‌پاڼه یې لیکلي، دا د عدالت لپاره یوه توره ورځ ده.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرځوګ
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرځوګ

په خپله د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د محکمې حکم، د یهودانو خلاف عمل بللی دی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان په مې میاشت کې ویلي وو چې د هغو کسانو د نیولو د حکمونو د صادرولو په لټه کې دی چې د غزې د جګړې پر مهال په جنایتونو تورن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG