د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

نړۍ

د اسراییل د صدراعظم، دفاع وزیر او حماس د درېیو مشرانو د نیونې حکمونه صادر شوي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د نړیوالې جزايي محکمې څارنوال کریم خان نن دوشنبې وویل چې ده د جنګي جنایتونو د تورونو په خاطر د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، دفاع وزیر یواف ګالانت او د حماس د درېیو مشرانو د نیونې حکمونه صادر کړي دي.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس تروریستي ډله ګڼي.

کریم خان همداراز د حماس د یوه مشر یحیي ابراهیم سنوار، د دې ډلې د پوځي څانګې قوماندان محمد المصري او د سیاسي دفتر د ريیس اسماعیل هنیه د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

اوس به تر محاکمې مخکې د قاضیانو یو پلاوی دا تشخیصوي چې ایا شواهد د دوی د نیولو کېدو سبب کېږي او که‌نه.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو تر دې مخکې د جنګي جنایتونو په اړه تورونه رد کړي دي.

د رویترز د راپور له مخې، د جرمونو نړیواله محکمه ۱۲۴ کسیزه محکمه د نیولو امر نه لري او امریکا او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې د غزې د جګړې په اړه له تحقیقاتو سره مخالفت کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاريس کې د المپيک د لوبو په درشل کې د فرانسې د ريل‌ګاډي شبکه ګډوډه شوې

فرانسه کې ريل‌ګاډی
فرانسه کې ريل‌ګاډی

په پاریس کې د المپیک لوبو د پرانیستلو په درشل کې د فرانسې د ریل‌ګاډي شبکه د چارواکو په وینا قصدا ګډوډه شوې ده.

د فرانسې د ریل دولتي شرکت نن وویل، د چټ ریل شبکه د فرانسې په شمال او جنوب کې تخریب شوې ده او هلته اور اچول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د پاریس د المپیک لوبې د نړۍ د شاوخوا لس زره پنځه سوه لوبغاړو په ګډون پیل شي.
د دې لوبو لپاره د فرانسې امنیتي ځواکونو سخت تدابیر نیولې دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې د ښوونکو تر ټولو سترې ټولنې ته وینا کړې

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې ۵۹ کلنې کاملا هاریس د ولسمشرۍ لپاره د خپل انتخاباتي کمپاین په پيل کې پرون د امریکا د ښوونکو تر ټولو سترې ټولنې ته وینا وکړه.

په هوسټن کې د امریکا د ښوونکو د فدراسیون شاوخوا درې زره پنځه سوه ډلې ته د وینا پر مهال اغلې هاریس وویل: "د راتلونکې لپاره مبارزه وکړئ."

نوموړې په اقتصادي تګلارې او د کارګرانو د حقونو پر مسئلې تمرکز وکړ، همداراز یې د ارزانه روغتیایي خدماتو او د ماشومانو د پالنې پلانونو ته اشاره وکړه.

بایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انتخاباتو له کاندیدۍ لاس اخلي او ده د کاملا هاریس ملاتړ وکړ چې د ده په ځای سیالي ته ودرېږي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د نومبر په پنځمه ترسره شي.

د اوکراین هوایي ځواکونو د ۲۰ روسي بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی

په خرسون کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید یو انځور
په خرسون کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید یو انځور

د اوکراین هوایي ځواکونو په فېسبوک کې په یوه پيغام کې لیکلي چې نن یې ۲۰ روسۍ بې پیلوټه الوتکې یا ډرون ویشتلي دي.

په دې پيغام کې وړاندې راغلې چې نن سهار وختي ۲۲ روسۍ بې پيلوټه الوتکو د اوکراین پر خرسون، سومي، ژیتومیر او چیرنییف سیمو برید وکړ چې شل یې اکرایني ځواکونو نسکورې کړې.

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی هوایي مدافع شپږ اوکرایني بې پيلوټه الوتکې ویشتلې چې څلور یې د روستوف په سیمه کې او دوه یې د کرسک په سیمه کې لوېدلې دي.

هاریس په غزه کې له نتنیاهو د ژر اوربند غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د اسراییل له صدراعظم څخه وغوښتل چې ژر تر ژره په غزه کې له حماس سره پر اوربند سلا وکړي چې په غزه کې په لسګونو برمته خوشې شي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

هاریس چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې له بنیامین نتنیاهو سره وکتل، دا هم وویل چې له هغه سره یې خبرې ښکاره او ګټورې وې.

هاریس په دې کتنه کې د اسراییل د ځان د دفاع د حق ننګه وکړه، خو په غزه کې یې د تېرو نهو میاشتو جګړې په ترڅ کې د خراب بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

راپور: پنټاګون اوکراین ته د پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې

د پنټاګون ودانۍ
د پنټاګون ودانۍ

د امریکا د حکومت په یو راپور کې راغلي چې پنټاګون، اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت د وسلو، توغندیو او نورو پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې ده.

د امریکا د حکومت د حساب ورکولو دفتر راپور چې پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه خپور شوی٬ ښيي چې د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د استول شویو دفاعي مهماتو په ارزونه کې تېروتنه کړې ده.

په ۲۰۲۳م کال کې پنټاګون ویلي وو، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د استولو شویو مهماتو په جدول کې د "بدلولو ارزښت" پرځای د "استهلاک ارزښت" استفاده شوی دی.

اوس پنټاګون وايي، د دې تېروتنې په سمونې سره کولی شي اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت نورې اضافي وسلې او مهمات واستوي څو د بایډن ادارې له خوا ټوله تصویب شوې مرسته اوکراین ته ورسېږي.

بایډن یوځل بیا له حماس سره د اسراییلو اوربند وغوښت

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه په سپینې ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره کتلي او په غزه کې يې د احتمالي اوربند په اړه ورسره خبري کړي دي.

بایډن په دې کتنه کې یوځل د اسراییلو له صدراعظمه غوښتي چې د حماس وسله والې ډلې سره چې امریکا او اروپايي ټولنه يې ترهګریز سازمان بولي، اوربند وکړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون وویل، خبرې اترې په وروستي پړاو کې دي، خو ځینې ستونزې شته چې باید حل شي.

په پاریس کې د المپیک لوبې نن د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوبغاړو په ګډون پیلېږي

ارشیف
ارشیف

په پاریس کې د المپیک لوبې نن جمعه د اسد په ۵ مه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د څه باندې ۱۰ زره ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون پیلېږي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړي ګډون کوي.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې دا ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پېژني.

یوه له دغو ښځینه ورزشکارانو یولدوز هاشمي وايي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون له لارې غواړي د هغو ۲۰ میلیونه افغان مېرمنو استازیتوب وکړي چې د دې په وینا په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغې ویلي چې غواړي نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې په هر حالت کې ستر هدف ترلاسه کولای شي.

یولدوز هاشمي له خپلې خور فریبا هاشمي سره د پاریس المپیک د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو د ترڅنګ د نجونو او ښځو پر ورزش هم بندیز لګول شوی دی.

د امریکا د ایلینوۍ پوهنتون څېړونکو یو ډول نوی انټي بیوټیک جوړ کړی

ارشیف
ارشیف

د امریکا په شیکاګو ایالت کې د ایلینوۍ پوهنتون څېړونکي بریالي شوي چې یو ډول نوی انټي بیوټیک جوړ کړي چې د درملو پر وړاندې د باکتریاوو مقاومت زښت کموي.

د درملو په وړاندې د باکتریاوو د مقاومت زیاتېدا د طبي چارو د متخصصانو یوه لویه اندېښنه ګڼل کېږي.

خو نوی انټي بیوټیک د درملو پر وړاندې د مقاومت لپاره د باکتریاوو وړتیا سخته کموي.

دې نوي جوړ شوي انټي بیوټیک د درملو په وړاندې د مقاومو باکتریاوو له کبله له رامنځته کېدونکو ناروغیو سره د مبارزې لپاره نوې هیلې غوړولي دي.

د ایلینوۍ پوهنتون څېړونکو د خپلې څېړنې پایلې په (نېچر کیمیکل بیالوجي) مجله کې خپرې کړي او هغه یې د انټي بیوټیک د مقاومت خلاف د طبي علومو په زړه جګړه کې ستر پرمختګ بللی دی.

طالبان: د شاه او عروس، پاشدان او کمال خان بندونو کار بشپړ شوی او سږ کال ترې استفاده پیلېږي

د کمال خان بند چې کار یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال پیل شوی او تر ډېره بشپړ شوی و.
د کمال خان بند چې کار یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال پیل شوی او تر ډېره بشپړ شوی و.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي چې د شاه او عروس، پاشدان او کمال خان بندونو کار بشپړ شوی او سږ کال به له دغو بندونو څخه استفاده پیل شي.

د دغو بندونو کار د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال پیل شوی او تر ډېره بشپړ شوی و.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د کار ملي کنفرانس ته، چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو، وویل، په درېیو کلونو کې د ۴۵۰ میګاواټه برښنا د تولید قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د شاه اوعروس بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې دی او د یو اعشاریه ۲ میګاواټه برښنا د تولید ترڅنګ ۲زره ۷۰۰ هکتاره مځکه خړوبولی شي.

پاشدان او کمال خان بندونه پخوا بشپړ شوي، خو اوبلارې یې نه دي بشپړې شوي.

دا په داسي حال کې ده چې د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بُزرګزاده وايي چې د ایران د اوبو د حق په اړه د اسلامي جمهوریت د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې نوي پړاو ته رسېدلي دي.

د ایران دولتي خبری اژانس (ایرنا) پرون راپور ورکړ چې بزرګزاده وویل، د ایران هیله دا ده چې د کمال خان بند بیا ډیزاین او په جوړښت کې بدلون راوړل شي.

د روسیې د سمندري ځواکونو جنګي کښتۍ د کیوبا سواحلو ته ځي

ارشیف
ارشیف

په پام کې ده چې د روسیې د سمندري ځواکونو جنګي کشتۍ د کیوبا د پلازمېنې هاوانا سواحلو ته ولاړې شي.

د روسیې ریا نووستي آژانس د کیوبا د دفاع وزارت په حواله خبر ورکوي چې یوه تعلیمي، یوه د ګزمې او یوه د تېلو لېږدوونکې کشتۍ به له راروانې شنبې څخه د جولای تر دېرشمې پورې د هاوانا بندر ته ورسېږي او د روسیې پوځي ماڼوګان به د کیوبا د سمندري ځواکونو له مشر سره وګوري.

تېره میاشت د روسیې یوه بله جنګي کښتۍ او په اټومي انرژۍ سمبال اوبتل هم د هاوانا سواحلو ته تللي وو.

متحدوایالتونو او کیوبا دواړو هغه مهال ویلي وو چې دا کشتۍ هېچا ته ګواښ نه پېښوي، خو دې اقداماتو ته داسې مهال چې د اوکراین د جګړې له کبله د مسکو او متحدوایالتونو اړیکي ترینګلي دي، ترډېره د روسیې له لوري د ځواک د یوې نندارې په سترګه کتل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG