د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

م.م د فلسطیني ادارې موقف لوړ کړ


ملګرو ملتونو د فلسطیني ادارې موقف د (غیرعضو) څارونکي ځای ته لوړ کړ، چې پرون د فلسطیني ادارې له خوا د وړاندې شوې طرحې د ملاتړ لپاره په رایې ګیرۍ کې د عمومي اسامبلې ۱۳۸ غړو موافقۍ او د امریکا په ګډون ۹ هېوادونو مخالفې رایې ورکړې.

د عمومي اسامبلې ۴۱ غړو رایې نه دي ورکړې.

دا پرمختګ په غیر مستقیم ډول داسې فلسطیني دولت ته د رسمیت ورکولو معنی لري، چې د اردن رود لویدیزه غاړه، ختیځ بیت المقدس او غزه په کې شاملیږی.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې تر راییګیرۍ مخکې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د سازمان پر غړو ږغ وکړ، چې د ده په وینا د (فلسطین د زیږیدو رسمي سند) لاسلیک کړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور دا یو تاریخي اقدام بللی دی، ده وویل:

"د ملګروملتونو د سازمان له دریو څخه تر دوه برخې زیاتو غړو فلسطین ته راییه ورکړه.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې پدې ډول د یوه فلسطیني دولت په رسمیت پيژندل کیدوته مشروع بڼه ورکړه ."


خو په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ران پروسور ټينګار کړی، چې دوي له فلسطینیانو سره سوله غواړي، خو خبر داری یې ورکړې، چې داسی رایګیرې به د سولې لپاره د دوی هڅې په شا کړي.

د اسراییل استازي ویلي، چې یوازې دوه اړخیزې خبرې سوله ټينګولای شي، ران پروسور وویل:

"سوله یوازې د ټولو اړخونوترمنځ د موافقو پر اساس ټينګیدلای شي، نه د ملګروملتو د پریکړه لیکونو په مرسته .

په یو مخیز ډول د اسراییل د امنیت او ملي ګټو له پامه غورځول نه شي کولای ، چې سوله ټينګه کړي.

دا پریکړه لیک ډیر یو اړخیز دی نو سوله نه شي ټینګولای بلکه سوله په شا تمبولای شي."


په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزان رایس وویل، چې د دې پریکړه لیک تصویب خواشینونکی او غیر موثر کار وو او د سولې په وړاندې یې لا زیاتې ستونزې اچولې دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هلري کلنتن پرون په واشنګټن کې پدې اړه وویل:

"د فلسطین د موقف په اړه د ملګروملتونو د عمومی اسامبلې دا پریکړه لیک د سولې پروسې ته لا زیات خنډپيښولای شي.

موږ تل دا واضح کړې، چې یوازې د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې مذاکرې اسراییلیان او فلسطینیان هغې سولې ته رسیدولای شي، چې ارزښت یې لري."


د ملګرو ملتونو د سازمان د دې تازه اقدام پر اساس فلسطینیان د مجرمینو د نړیوالې محکمې په شمول د ملګروملتونو د سازمان په ټولو ادارو کې برخه اخیستلای شي.

پدې ډول ، فلسطینان کولای شي، چې د ملګروملتونو په نړیواله محکمه کې د اسراییل په ضد عرض وکړي.

د نیویارک په پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو یوه څيړونکي الون بین میر ازادي راډيو ته وویل، چې دا رایې ګیري زیات ژور اغیز کولای شي.
XS
SM
MD
LG