د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

چارواکي: له ایران څخه د افغان کډوالو له شړلو سره یو ځل بیا په لوېديځو ولایتونو کې معتادین ډېر شوي دي


له ارشيفه د معتادينو انځور
له ارشيفه د معتادينو انځور

د افغانستان په لوېديځو ولایتونو کې ځايي چارواکي وايي چې، له ایران څخه د افغان کډوالو له شړلو سره یو ځل بیا په لوېديځو ولایتونو کې معتادین ډېر شوي دي.

د نیمروز ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې زر بستریز مرکز چارواکو یوه مياشت مخکې رضا دې مرکز ته راوړ.

رضا چې څلور بچیان لري ادعا کوي چې، په ایران کې معتاد شوی او تر اعتیاد وروسته یې خپله کورنۍ خورا لږ لیدلې ده، خو کله چې ایراني پولیسو تر پولې را اړولی او نیمروز ته یې راشړلی دی اوس په دې اړه اندېښمن دی چې ایران ته د افغانانو پر ورتلو د محدودیت له امله به نور خپل اولادونه و نه ويني.

هغه وايي: "زه په ایران کې زېږېدلی یم، دا مې دوهم ځل دی چې افغانستان ته راځم، له ایران څخه یې راوشړلم. دیارلس کاله کېږي چې معتاد شوی یم، هيله لرم چې یو ځل بیا خپل اولادونه ووینم."

د ایران امنیتي چارواکو په وروستیو اوونیو کې ویلي چې سږکال غواړي تر دوه میلیونه ډېر هغه افغانان په زور له ایران څخه افغانستان ته وشړي چې د کار قانوني اسناد نه‌لري.

په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه نیمروز، هرات او فراه ولایتونو ته ډېر افغان کډوال راشړل شوي دي، په دوی کې هغه معتادین هم شامل دي چې په ایران کې د کار پر مهال معتاد شوي دي.

د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکزونو ځايي چارواکي وايي چې، افغانستان ته معتادین په ډله‌ییز ډول راشړل کېږي، له همدې امله دوی نه‌شي کولای چې هویت یې ثابت کړي.

د نیمروز د معتادینو د ساتنې او پالنې زربستریز مرکز امر مولوي اغا جان مظهري وايي چې، په‌دې کيمپ کې ډېری بستر شوي معتادین له ایران څخه راشړل شوي دي.

هغه وايي: "دا مهال تقریبا د ۹۵۰ معتادینو درملنه کېږي. نیمروز ولایت له ایران سره ګډه پوله لري، له همدې امله شاید د افغانستان په کچه دلته معتادین ډېر وي، دا معتادین ډېری یې په ایران کې معتاد شوي دي. کله چې دلته د دې معتادینو درملنه وشي ترتیب داسې دی چې د دوی له پاره ټرانسپورټ په پام کې نیول شوی او دوی په اړونده ولایتونو کې خپلو کورنیو ته لېږل کېږي."

د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو، په تېره بیا معتادینو راشړلو، اجتماعي فعالان په‌دې ولایتونو کې د اجتماعي ستونزو د ډېرېدو له امله اندېښمن شوي دي.

اجتماعي فعالې پروین توپان ازادي راډيو ته وویل چې، د معتادینو په راشړلو سره هغه معتاد ځوانان چې څو مياشتې مخکې یې نشه پرې ايښې وه بېرته معتاد شوي دي.

نوموړې وايي: "ایران ته د افغان ځوانانو مهاجر کېدل په فراه ولایت کې د معتادینو د ډېرېدو لامل شوی دی. د معتادینو د درملنې په برخه کې عملي کارونه لږ دي، دا روغتیايي مرکزونه نه‌شي کولای د معتادینو د هغه سیل مخه ونيسي چې مخ پر ډېرېدو دی. کورنۍ اندېښنې او کورنی تاوتریخوالی هم مخ پر ډېرېدو دی."

د افغانستان په لوېديځو ولایتونو کې ځينو معتادینو د ازادي راډيو د زهرو کاروان پروګرام سره د مرکو پر مهال ادعا کړې چې، په ایران کې د کارخانو او کارونو خاوندانو هغوی د درنو کارونو لپاره معتاد کړي دي.

که څه هم دا ثابته شوې چې ځینې معتادین د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي، خو څرنګه چې دا معتادین کلونه کلونه له خپلو کورنیو څخه ليرې پاتې شوي، اوس نه‌غواړي چې خپلو کورنیو ته ستانه شي.

مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG