د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

روغتيا وزارت: کابل کې د معتادینو د درملنې پنځه زره بستريز مرکز کار بشپړېدو ته نږدې شوی دی


د معتادينو د درملنې ډاکټران - ارشيف
د معتادينو د درملنې ډاکټران - ارشيف

په کابل کې د معتادینو د درملنې پنځه زره بستريز مرکز د جوړېدو کار د روان کال د جوزا په میاشت کې پيل شو او اوس د طالبانو حکومت وايي چې د دې مرکز د جوړېدو کار به په څو راتلونکو ورځو کې بشپړ شي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې، دا مرکز د معتادینو د درملنې، ملاتړ او ساتنې لپاره جوړ شوی او هر معتاد به تر درملنې وروسته د (۴۵) ورځو لپاره په تربيتي کورس کې شاملېږي تر څو ټولنې ته بېرته له ورتګ سره سم په کار بوخت شي.

د عامې روغتيا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ازادۍ راډيو ته وويل، که څه هم د دې مرکز د کار کوونکو تشکيل تر اوسه نه‌دی بشپړ شوی، خو بېلابېلې دولتي ادارې په‌کې شاملې دي.

"نژدې (۸۵) سلنه کارونه يې خلاص شوي او د اسلامي امارت په بودجه جوړېږي"

نوموړی وايي: "نژدې (۸۵) سلنه کارونه يې خلاص شوي او د اسلامي امارت په بودجه جوړېږي، هغه معتادین چې دلته راوستل کېږي د (۴۵) ورځو يا تر هغه لږ زيات وخت لپاره به وساتل شي. هدف مې دا دی چې تر پنځلس ورځنۍ درملنې وروسته دوی ته مسلکي زده‌کړې ورکول کېږي، په دې مرکز کې به د عامې روغتيا وزارت تر څنګ نورې اړوندې دولتي ادارې هم فعالیت ولري."

د معتادینو د درملنې په برخه کې د منل شويو نړیوالو معیارونو او پخواني حکومت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو ملي پالیسۍ پر بنسټ، د معتادینو د درملنې موده (۴۵) ورځې ده، خو د نشه يي موادو له خوا معتاد ته رسېدلې زيان ته په کتو سره باید تر يوه کاله پورې د روغتيايي او اجتماعي چارو په برخه کې د معتاد ملاتړ وشي.

يو شمېر معتادين - ارشيف
يو شمېر معتادين - ارشيف

د معتادینو د درملنې کارپوهان په يوه ځای کې د پنځو زرو معتاینو راغونډول د روغتيايي معیارونو خلاف کار بولي.

دوی وايي، د معتادینو د درملنې د بهير پېچلتيا ته په کتو سره، په پنځلسو ورځو کې د معتاد درملنه او بیا هغه د مسلک زده کړې ته چمتو کول د روغتيايي معیارونو خلاف او ناممکن کار دی.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر ارشاد منصور وايي، د افغانستان اوسني مالي او اقتصادي وضعيت ته په کتو سره چې سلګونه مسلکي کسان له افغانستان څخه وتلي، د دې مرکز فعالیتونه به معياري او د قناعت وړ پايلې و نه‌لري.

"د نشه يي موادو د معتاد درملنه په نړیواله کچه يو پېچلی بهير دی"

نوموړی وايي: "د نشه يي موادو د معتاد درملنه په نړیواله کچه يو پېچلی بهير دی او په دې بهير کې د بېلابېلو مسلکي کسانو ګډ کار ته اړتیا ده، کله چې يو څوک په کلونو کلونو نشه کوي د هغه په دماغ کې ژور بدلونونه راځي، د هغه شخصيت، د هغه توانايي او د هغه ذهني ظرفيتونه ډېر محدودېږي، نو په داسې حالاتو کې مخکې تر دې چې مسلکي زده کړې ورکړل شي، باید د هغه ظرفيتونه وارزول شي او بیا هغه چمتو شي چې دا چمتو کول يوازې د مسلکي خلکو کار دی."

د طالبانو حکومت داسې مهال يو لوی مرکز جوړوي چې، د دوی په تېره يوه کلنه واکمنۍ کې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له (۸۴) مرکزونو څخه تر څلوېښتو ډېرو مرکزونو د مالي او تخنيکي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي.

اوسمهال د داخل بستر خدمات تر نيمايي ډېر کم شوي او شپږ مياشتې کېږي چې د دې مرکزونو د ډېری کارکوونکو معاشونه هم نه دي ورکول شوي.
--------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
XS
SM
MD
LG