د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د کولمن کورنۍ د امريکا يوې محکمې کې پر حقاني شبکې او طالبانو رسماً شکايت ثبت کړی


کولمن او مېړه یې
کولمن او مېړه یې

په امريکا کې د موتلي رایس حقوقي شرکت وايي د کولمن کورنۍ، هغه څوک چې پنځه کاله يې د طالبانو په بند کې تېر کړي رسما يې پر حقاني شبکې او طالبانو شکایت ثبت کړی دی.

دغه شرکت تازه په یوه راپور کې ویلي، دا قضیه د کيتلن کولمن د کورنۍ له لوري چې پنځه کاله یې په د افغانستان د حقاني شبکې په بند کې تېر کړي، د نوامبر په اتمه نېټه د امریکا په پنسیلوانیا کې یوې سیمه‌‌‌يیزې محکمې ته وړاندې شوې ده.

په‌‌دې راپور کې راغلي، یاد شکایت د دې لپاره دی چې دوه "بهرني ترهګر سازمانونه" د هغه "بې‌‌ساري او وېرونکي کړاو" له کبله ځواب ویونکي وګرځوي چې، د کولمن کورنۍ په خپل پنځه کاله بند کې زغملی دی.

د راپور له‌‌مخې، کولمن کورنۍ د بند پر مهال له فزیکي حملو، بې‌دلیله بند او سختو رواني شکنجو سره مخامخ شوې ده.

د موتلي رایس شرکت ویلي، په‌دې شکایت کې راغلي چې د کیتلن ژوند به هيڅکله بېرته خپل پخواني حالت ته ونه‌ګرځي او هغه به تل خپلو فزیکي او رواني زخمونو سره مبارزه وکړي.

په راپور کې راغلي، ان تر دې چې د هغې هغه ماشومان چې د دې د بند په وخت کې زېږېدلي دي، تل به له‌‌دې کړاونو له اغېزو سره ژوند کوي.

په شکایت کې ویل شوي، کیتلن د اسارت پر مهال درې ماشومان زېږولي او یو ځل جبري سقط ته اړ کړل شوې.

کولمن او مېړه یې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له لوري وتښتول شول.
کولمن او مېړه یې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له لوري وتښتول شول.

کولمن او مېړه یې په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له لوري وتښتول شول.

د يادولو ده، چې کله دوى تښتول شوي وو د کیتلن مېرمن شاوخوا اووه میاشتې امیندواره وه.

"په هغو قضیو کې چې د بشري حقونو سرغړونه کېږي، پر هرې دولتي یا غیر دولتي، ترهګرې وسله‌والې یا غیر وسله‌والې ډلې باندې یې لګول یوه تشه ننداره نه‌ده
اختر راسخ

دا کورنۍ نږدې پنځه کاله د طالبانو په بند کې پاتې شوه، تر دې چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان د پولو په سرحدي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ازاده شوه.

راپور زیاتوي، په‌دې شکایت کې ادعا شوې چې د کولمن کورنۍ د بند په قضیه کې حقاني شبکې او طالبانو د خپلو "ترهګریزو" موخو لپاره کارولې ده.

د موتلي رایس وکیل مایکل السنر ویلي، دوی ژمن دي چې د حقاني شبکه او طالبان د خپلو دغو اعمالو له کبله ځواب ويلو ته را کاږي.

حقوق‌پوهان څه وايي؟

د حقوقي چارو پوه اختر راسخ وایي، که دا شکایت وڅېړل شي، حقاني شبکه او طالبان به نړیوالو محکمو ته وړاندې شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "په هغو قضیو کې چې د بشري حقونو سرغړونه کېږي، پر هرې دولتي یا غیر دولتي، ترهګرې وسله‌والې یا غیر وسله‌والې ډلې باندې یې لګول یوه تشه ننداره نه‌ده، دا قضیې که وکیلان او حقوق‌پوهان یې مخته یوسي، د څېړلو وړ دي. که وڅېړل شي، زه باوري یم چې د حقاني شبکې ډلې به نړیوالو محکمو ته وړاندې شي."

د کولمن کورنۍ په‌‌‌داسې حال کې په موټلي رایس کې د طالبانو او حقاني شبکې په اړه د زنداني کېدو او بد چلند له کبله شکایت ثبت کړی، چې اوس هم د محمودشاه حبيبي په ګډون یوشمېر امریکایي وګړي د طالبانو په زندان کې دي.

د محمودشاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي، په‌دې اړه د ازادي راډیو ته وويل: "محمودشاه حبیبي تقریبا دوه کاله او درې میاشتې کېږي چې د طالبانو په زندان کې دی. موږ ډېرې هڅې وکړې چې له طالبانو وغواړو چې له محمودشاه حبیبي سره ملاقات یا ټلیفوني اړیکه ونيسو. زموږ پلار او مور ډېر ضعیف او ناروغه شوي او علت یې د محمودشاه حبیبي زنداني کېدل دي. زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې موږ ته اجازه راکړي چې هغه ووینو یا ټلیفوني اړیکه ورسره وکړو."

احمدشاه حبیبي مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، د طالبانو یو غړي ورته ویلي چې د طالبانو حکومت محمودشاه حبیبي د نیولو وروسته القاعدې شبکې ته سپارلی.

محمودشاه حبیبي چې د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رييس و، له ۱۴۰۱ کال د اسد میاشتې راهیسې په کابل کې نادرکه شو.

په‌‌‌ همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیومېلر د روان میلادي کال د اګست په اتمه نېټه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وويل، د هغو امریکایانو محمودشاه، رایان کوربت او جورج ګلیزمن په اړه ژوره اندېښنه لري چې، په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي دي او په ځلونو يې دا موضوع له طالبانو سره مطرح کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG