د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

واشنګټن پوسټ: کولمن او بویل په رښتیا افغانستان کې څه کول؟


د لویدیځ معتبرو ورځپاڼو او خپرونو پرون په خپلو ګڼو کې یو ځل بیا د حقاني شبکې له منګولو د ژغورل شوې امریکایۍ- کاناډایۍ کورنۍ د تازه څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

کېټلن کولمن، میړه یې جوشوا بویل او ماشومان یې چې درې واړه د طالبانو په اسارت کې زیږیدلي وو، تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د هغو عملیاتو په پای کې وژغورل شول چې د پاکستان پوځ وايي، د امریکا د استخباراتي معلوماتو په مرسته یې ترسره کړل.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پوښتنه کړې ده چې کېتلن کولمن او جوشوا بویل په رښتیا په افغانستان کې څه کول؟

ورځپاڼه په یوه تحلیلي مطلب کې لیکي:

له برمته کېدو وروسته د دواړو د کورنیو غړو په تېرو څو کلونو کې یوازې یوه خبره کوله چې کېټلن او جوشوا د سفر او تورېزم شوقیان وو او غوښتل یې د وروسته پاتې سیمو کلتورونه وویني.

د کیټلن مور په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې لور او زوم یې ورک شول په یوه مرکه کې وویل، دوی د نورو سیلانیانو په څېر په هوټلونو کې نه اوسېږي بلکې ساده او بې تکلفه خلک او د معنویت پلویان دي. خو کیټلن او جوشوا له خلاصون وروسته خبریالانو ته وویل، دوی د هغو سیمو له اوسیدونکو سره د مرستې لپاره افغانستان تللي وو چې حکومت او انجوګانې هلته فعالیت نه‎کوي. بویل یوبل ځای بیا ځان زیارت کوونکی معرفي کړ.

واشنګټن پوسټ لیکي:

معلومه نه‎ده چې کولمن او بویل په افغانستان کې کومې او څه ډول مرستې کولې او هغه مهال چې تښتول کېدل څه یې کول؟

ګارډین:

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین هغه ویډیو خپره کړې چې جوشوا بویل خبرې په‎کې کړي دي.

په ویډیو کې بویل وايي، ځینې مسلمانان ښه دي او ځینې بد خو د تښتوونکو په اړه دی وايي چې هغو نه ښه مسلمانان دي نه بد بلکې بیخي بې‎دینه کافران دي.

ګارډین د بویل نورې څرګندونې هم خپرې کړي.

دی وايي، د حقاني شبکې وسله‎والو د ده پر مېرمنې جنسي تیری وکړ او د دوی نوې زیږېدلې لور یې هم ورته ووژله.

وسله‎والو طالبانو پر کېټلن کولمن د جنسي تیري او د هغې د یوې ماشومې د وژلو خبره رد کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یو بیان کې وویل چې دا ادعاوې د لویدیځو هېوادونو په لمسون په طالبانو پسې کېږي.

مجاهد وايي چې دوی دا ښځه او د هغې خاوند د خوندیتوب لپاره تل یوځای ساتل او ماشوم یې وژل شوی نه بلکې د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

ګارډین هم په خپل راپور کې ليکي:

په دې اړه چې کېټلن او جوشوا د څه لپاره افغانستان ته تللي وو او څنګه راخوشې شول یو لړ پوښتنې او ابهامونه شته.

ورځپاڼه هغه پوښتنه یادوي چې د کېټلن پلار مطرح کړې.

جیم کولمن ویلي زه دې ته حیران یم چې بویل ولې خپله امیدواره مېرمن افغانستان ته چې د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای دی بووله.

ګارډین د ښاغلي بویل دا پریکړه هم د حیرانتیا وړ بللې ده چې د دوی د ژغورنې لپاره له عملیاتو وروسته یې د امریکا د پوځ په الوتکه کې له تلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG