د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

سي ای اې: امریکايي کاناډايي جوړه ۵ کاله پاکستان کې برمته وه


د امريکا د استخباراتي ادارې يا سي. ای اې رئيس د پنجشنبې په ورځ وويل، هغه امریکايي کاناډايي جوړه چې په افغانستان کې برمته نيول شوې وه او تېره اوونۍ راخوشې شوه، پنځه کاله په پاکستان کې برمته نيول شوې وه.

د سي ای اې رئیس مايک پامپيو په واشنګټن کې د ډموکراسيو دفاع بنسټ ته په خبرو کې وويل:

"د امریکايي وګړو راخوشې کول یوه لويه لاسته راوړنه وه. برمته نيول شوي کسان په پاکستان کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې ساتل شوي وو."

د سي ای اې رئیس مايک پامپيو
د سي ای اې رئیس مايک پامپيو

دا لومړی ځل دی چې امریکا علني وويل، برمته شوې کورنۍ پنځه کاله په پاکستان کې ساتل شوي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت ويلي چې امریکايي وګړي کيټلېن کولمن، کاناډايي مېړه يې جوشوا بوايل او کوچنيان يې وروسته له هغه سمدستي وژغورل شول چې له افغانستانه پاکستان ته ور وړل شول.

پاکستان له دغه بيانه څه هدف وو او ولې يې غوښتل نړۍ فکر وکړي برمته شوي کسان پنځه کاله په پاکستان کې نه بلکه په افغانستان کې وو؟

په دې اړه په پاکستان کې سيمه یېزو سياسي چارو کارپوه اعجاز خټک ازادي راډيو سره د جمعې په ورځ په خبرو کې وويل:

"د پاکستان دريځ له ډېرې مودې راهيسې دا دی چې ګواکې د افغانستان سخت دريځي لکه حقاني شبکه او طالبان نور له پاکستانه وتلي دي او په افغانستان کې په مختلفو ځایو کې پټ دي. د دې دريځ په رڼا کې کله چې دا کسان راخوشې کړای شول، منطقي خبره دا وه چې پاکستان ووايي، دا کسان اوس راغلي او مخکې نه وو. که يې ويلي وای چې دوی له مخکې هلته وو، نو د پاکستان دريځ ناسم ثابتېده. "

دا جوړه په ۲۰۱۲میلادي کال کې په افغانستان کې برمته ونيول شول او کوچنیان يې د بند پر مهال وزېږېدل.

امریکايي چارواکو مخکې رويټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د پاکستان د خبرې برعکس داسې هېڅ نخښه نه وه چې برمته شوي کسان تر ژغورل کېدو څو ورځې مخکې په افغانستان کې وو.

دوو طالب سرچينو رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دوی مني برمته نیول شوي کورنۍ په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې ساتل شوي وو.

چارواکو ويلي چې امریکا باور لري برمته شوي کسان د حقاني ډلې له‎خوا د پاکستان په قبايلي سیمو کې ساتل شوي وو.

رويټرز خبري اژانس د پاکستان د يوې لوړپوړي امنیتي سرچينې له قوله وايي چې د امريکا د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پاکستاني ځواکونو د برمته نیول شوېو کسانو موټر تعقيب کړ چې د دوی په وينا له کوهاټ سره نېږدې کورمې ایجنسۍ ته ننوتل.

د پاکستان او افغانستان د چارو څېړونکي په دې باور دي چې امریکا د برمته نیول شوېو کسانو د پنځو کلونو په اړه معلومات ځکه افشا کړل چې که پاکستان د سخت دريځو پر وړاندې جدي اقدامات ونه‎کړي، امريکا به یې کوي.

طالبان مني برمته نیول شوي کورنۍ په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې ساتل شوي وو.

د سيمې او افغانستان د سياسي چارو کارپوه روح الله احمدزی وايي، پاکستان يو ځل بيا غوښتي چې نړۍ وغولوي او د امریکا کانګرس او وګړو ته ثابته کړي چې سخت دريځي په افغانستان کې دننه دي او برمته نیول شوي کسان د پاکستان په همکاري او د نظامي عملیاتو په نتيجه کې راخوشې شول.

ښاغلی احمدزی زياتوي:

"څوارلس کاله د دوی ضد او نقيض اړيکې، د امریکا نرم دريځ او د پاکستان د غولولو سياست او دا چې تل به يې پړه پر افغانستان اچوله، وروستي پړاو ته رسېدلې ده. نور د دواړو هېوادونو تر منځ د تحمل وضعیت ختم شوی دی.که پاکستان واقعاً دا شبکې له منځه وړي، يو ښه پړاو به وي چې پاکستان بيا مرستې تر لاسه کړي خو که دا کار ونه‎کړي، امریکا به د بې پيلوټه الوتکو بريدونه وکړي او له پاکستان سره به مستقيم نظامي چلند. "

پاکستاني چاروکو د امریکا د هغو ادعاوو په اړه غصه څرګنده کړه چې وايي، اسلام اباد د سخت دريځو په ځانګړي توګه د حقاني شبکې پر وړاندې د پام وړ اقدامات نه‎کوي.

د برمته نیول شوي کورنۍ له راخوشې کېدو وروسته پاکستان له امريکا سره د استخباراتو شریکولو او همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ.

امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په نظامي برخه کې به خپلې مرستې کمې کړي.

XS
SM
MD
LG