د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

کولمن، خاوند یې او درې ماشومان يې څنګه د وسله والو له بنده خوشې شول؟


پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د هغې بهرنۍ کورنۍ د ژغورلو اعلان وکړ چې شااوخوا پنځه کاله وړاندې حقاني شبکې تښتولې وه.

د وسله والو په بند کې د څه د پاسه پنځو کلونو له تېرولو وروسته، دا بهرنۍ کورنۍ د چهار شنبې په ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه کورمه ايجنسۍ کې وژغورل شوه.

د پاکستان پوځ وايي، دوی د امریکا د استخباراتو په مرسته چې له افغانستان څخه يې کورمې ته د دې کورنۍ د انتقالوونکو خوزښت څاره،عملیات وکړل او د پنځو غړو دا کورنۍ يې ازاده کړه.

وسله والو په ۲۰۱۲میلادي کال کې امریکايۍ مېرمن کایتلن کولمن او د هغې کاناډايي خاوند جوشوا بویل په افغانستان کې تښتولي وو.

د دې جوړې درې ماشومان د څه د پاسه پنځو کلونو په موده کې،نړۍ ته راغلي دي.

مېرمن کولمن او خاوند يې بویل د څه لپاره افغانستان ته راغلي وو؟

تر اوسه دا په دقیقه توګه معلومه نه ده چې دې جوړې په څه هدف افغانستان ته سفر کړی و.

خو د کولمن ملګرې سارا فلووډ یورک ډیلي ریکارډ ورځپاڼې ته ویلي، مېرمن کولمن او خاوند يې اصلاً افغانستان ته د تګ اراده نه درلوده.

د مېرمن کولمن پلار بیا دې ورځپاڼې ته ویلي چې لور او خاوند يې په منځنۍ اسیا کې وو او دغلته له داسې خلکو سره اشنا شوي وو چې د افغانستان په اړه يې ډېرې کیسې کولې.

کايتلن کولمن او خاوند يې جوشوا بویل د چا له خوا تښتول شوي وو؟

اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، حقاني شبکې دا کورنۍ څه د پاسه پنځه کاله وړاندې کابل ښار ته نېږدې تښتولې وه.

افغان حکومت او امریکا حقاني شبکه پر افغان او بهرنیو ځواکونو او اهدافو د ډله ییزو او خونړیو حملو مسؤله بولي.

کابل او واشنګټن دواړه ټینګار کوي چې د پاکستان استخبارات «ای. اېس. ای» له حقاني شبکې سره اړیکه لري او دې ډلې ته يې په ازاده توګه د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

مېرمن کولمن، خاوند يې بویل او درې ماشومان يې څنګه د وسله والو له بنده خوشې شول؟

پاکستاني کمانډو ځواکونو وویل، د امریکا د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د چهارشنبې په ورځ هغه مهال د دې کورنۍ د ژغورلو لپاره عملیات وکړل چې تښتوونکو له افغانستانه قبایلي سیمې کورمې ايجنسۍ ته انتقالول.

د جوشوا بویل پلار رسنیو ته ویلي، وسله والو دا کورنۍ د یوه موټر په ټول بکس کې بنده کړې وه او پر تښتوونکو د پاکستاني ځواکونو د حملې پر مهال وژغورل شول.

پاکستاني ځواکونه وايي، تښتوونکي د دوی په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د کاناډا حکومت ویلي، د دې کورنۍ د خلاصون په بدل کې وسله والو ته پیسې نه دي ورکړل شوي .

د وسله والو له منګلو څخه تر خوشې کېدو وروسته مېرمن کولمن، خاوند يې بویل او د بند په موده کې پیدا شوي درې واړه ماشومان د یوې الوتکې په واسطه له کورمې څخه په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته یوړل شول

XS
SM
MD
LG