د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ټرمپ: د کاناډایۍ امریکایۍ کورنۍ خوشې کېدل، امریکا ته د پاکستان یو ځل بیا درناوی دی


ولسمشر ډونالد ټرمپ د وسله والو طالبانو له خوا د برمته شوې کاناډایۍ امریکايۍ کورنۍ د خوشې کولو په خاطر، د پاکستان له حکومته مننه وکړه او ویې ویل چې داسې ښکاري چې پاکستان د امریکا له غوښتنې سره سم د افراطي وسله والو پرضد د نورو اقداماتو لپاره چمتو شوی دی.

خوشې شوې کاناډایۍ امریکايۍ کورني
خوشې شوې کاناډایۍ امریکايۍ کورني

یوې وسله والې ډلې چې ګومان کېږي د حقاني شبکې غړي به وو، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې کایتلن کولمن او د هغې خاوند جاشوا بویل په افغانستان کې برمته کړل.

د پاکستان پوځ وړمه ورځ د متحدوایالاتو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو پربنسټ، په کرمه ایجنسۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې کایتلن، جاشوا او د دوی ماشومان چې درې واړه د طالبانو په اسارت کې زېږېدلي دي، وژغورل.

د پاکستان پوځ پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې سرتېرو یې د امریکا له خوا د ورکړل شویو استخباراتي معلوماتو په مرسته، په کرمه ایجنسۍ کې د دې برمته شوې کورنۍ غړي وژغورل.

د پوځ په بیان کې د خوشې شویو کسانو نومونه نه وو اخېستل شوي، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپاره شوي پیغام کې د برمته شویو کسانو نومونه یاد کړل.

په داسې حال کې چې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته ترینګلې شوي، ښاغلي ټرمپ وویل، داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې پاکستان اوس د امریکا غوښتنو ته درناوی کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلی ټرمپ زیاتوي:

"غواړم چې د پاکستان له حکومته مننه وکړم، غواړم له پاکستان څخه مننه وکړم، دوی په دې برخه کې ډېر زیار وګاله او باور لرم چې دوی یو ځل بیا متحدو ایالاتو ته درناوی کوي، دا ډېره مهمه ده، زه فکر کوم چې اوس مهال ډېر هېوادونه یو ځل بیا موږ ته درناوی پیلوي، موږ هیله مند یوو چې دا ډول همکاري او ګډ کار به د نورو برمته کسانو په خوشې کولو او د ترورېستانو پرضد په راتلونکو عملیاتو کې له موږ سره مرسته وکړي."

د پاکستان پوځ وايي چې د امریکا استخباراتي ادارو د دې کورنۍ پته په افغانستان کې لګولې وه او کله چې یرغمل نیوونکو وړمه ورځ هغو کرمې ایجنسۍ ته واړول، سرتېرو عملیات وکړل.

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ویلي چې د دې عملیاتو بریا پر خپل وخت د استخباراتي معلوماتو د شریکولو اهمیت او له ګډ دښمن سره په مبارزه کې د ګډې همکارۍ اړتیا په ډاګه کوي.

حقاني شبکې مخکې د دې برمته شوو ویډیويي تصاویر خپاره کړي وو، په یوه وروستۍ ویډیو کې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې خپره شوه، کایتلن په داسې حال کې چې دوه کوچني ماشومان او مېړه یې ورسره وو، د خپل خلاصون غوښتنه کوله، کایتلن هغه مهال امیدواره وه او درېیم ماشوم یې وروسته وزېږېد.

حقاني شبکې چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي، د دې کورنۍ په بدل کې د خپلو درېیو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG