د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

جوشوا بویل: حقاني شبکې مې کوچنۍ لور ووژله


د حقاني شبکې له اسارته خوشې شوې کاناډايي ـ امریکايي کورنۍ.
د حقاني شبکې له اسارته خوشې شوې کاناډايي ـ امریکايي کورنۍ.

هغه کاناډایي – امریکایي کورنۍ چې په پاکستان کې له اسارته خلاص شول، تېره شپه وخته کاناډا ته ورسېدل.

امریکایي کیتلن کولمن او د هغې کاناډایي مېړه جوشوا بویل په دوه زره دولسم کال کې کابل ښار ته نېږدې د حقاني شبکې لخوا تښتول شوي و چې د راپورونو له مخې کولمن په تېرو پنځو کلونو کې درې ماشومان وزېږول.

جوشوا بویل کاناډا ته له رسېدو سره سم رسنیو ته وویل چې حقاني شبکې د دوی یوه کوچنۍ لور ووژله.

جوشوا بویل
جوشوا بویل

نوموړي زیاته کړه:

"د یوه مسافر او د هغه د میندواري مېرمنې په تښتولو، د حقاني شبکې شرارت د دې سبب شو چې زما ماشومه لور ووژل شي."

جوشوا دا هم وویل چې په همدې موده کې د ده پر مېرمنې د یوه ساتونکي لخوا جنسي تېری وشو.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې له دغې ډلې سره قانوني چلند وکړي.

افغان حکومت او امریکا دواړه حقاني شبکه پر افغان او بهرنیو ځواکونو او اهدافو د ډله ییزو او خونړیو بریدونو مسؤله بولي.

کابل او واشنګټن ټینګار کوي چې د پاکستان استخبارات «ای. اس. ای» اداره له حقاني شبکې سره اړیکې لري او دې ډلې ته یې په ازاده توګه د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي پاکستاني ځانګړو ځواکونو دغه کورنۍ د اکتوبر پر یوولسمه د امریکا د استخباراتو د اطلاعاتو پر بنسټ وژغورله.

ذکریا زیاته کړه چې د اسلام اباد د ګډ دښمن پر ضد چمتو دی، که چېرې واشنګټن معلومات ورسره شریک کړي.

امریکایي چارواکو له اوږدې مودې راهیسي پاکستان تورنوي چې د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو پر ضد چې د دوی په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي، څه نه دي کړي.

د چهارشنبې په ورځ کله چې دغه امریکایي کاناډایي کورنۍ له برمته وو خلاصه شوه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پاکستان وستایه، خو ویې ویل چې اسلام اباد باید په سیمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره نورې هڅې هم وکړي.

امریکا حقاني شبکه په تروریستي لېست کې شامله کړې ده.

حقاني شبکې پخوا د دغې امریکایي – کاناډايي کورنۍ د خلاصون په بدل کې د انس حقاني د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

انس حقاني
انس حقاني

انس حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی چې په کابل کې زنداني دی.

امریکایي چارواکي وایي چې یو شمېر نور امریکایان هم په افغانستان یا پاکستان کې له وسله والو ډلو سره په اسارت کې دي.

په دوی کې یو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان دي چې تېرکال د اګست په میاشت کې وتښتول شو.

همدا راز لیکواله پاول اوربې چې څو اویا کلنه ده په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان په ختیځ کې برمته شوه.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG