د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

بويل وايي حقاني شبکې یې ماشومه لور وژلې او پر مېرمنې يې جنسي تېرى کړى


لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د جوشوا بويل (Joshua Boyle)په نوم د هغه پخواني برمته شوي کاناډايي په باب ليکنه خپره کړې چې له امريکايي مېرمنې کيتلان کولمن (Caitlan Coleman) او ماشومانو سره يوځاى پنځه کاله برمته و.

جوشوا بويل ويلي چې په افغانستان کې يې حقاني شبکې ماشومه لور وژلې او پر مېرمنې يې جنسي تېرى کړى دى.

ده جمعه ناوخته کاناډا ته له خپلې مېرمنې او درېيو ماشومانو سره له رسېدو سره سم دا څرګندونې وکړې.

لاس انجلس ټايمز ليکي:

دغه کورنۍ په طالبانو پورې د تړلې حقاني شبکې له خوا پنځه کاله مخکې تښتول شوې وه، په هغه وخت کې کيتلان کولمن اميندواره وه، د برمتې په وخت کې د دوى د ماشومانو شمېر څلورو ته رسېده، خو د څلورم ماشوم د زيږېدو په اړه له چا سره عام معلومات نه وو.

جوشوا بويل وويل، د يوه مسافر او د هغه د حامله مېرمنې تښتونه د حقاني شبکې حماقت او شرارت څرګندوي.

ده تور ولګاوه پر ښځې يې د يوه ساتونکي له خوا جنسي تېرى شوى او له افغان حکومت څخه يې په دې برخه کې د عدالت غوښتنه وکړه.

کابل او واشنګټن په وار- وار ويلي چې د پاکستان استخبارات (ای. اس. ای) له حقاني شبکې سره اړیکې لري او دې ډلې ته یې په خپله خاوره کې د ازاد فعالیت زمینه برابره کړې ده. خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي پاکستاني ځانګړو ځواکونو دغه کورنۍ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو د اطلاعاتو پر بنسټ وژغورله.

له برمتې خوشې شوي کاناډايي جوشوا بويل ويلي، دى له هغو کليوالو سره د مرستې لپاره افغانستان ته تللى و چې د طالبانو تر ولکې لاندې هغو سيمو کې ژوند کوي چې نه هلته کومه موسسه شته، نه مرستندوى کارکوونکي او نه حکومت توانېدلى هلته له مېشتو کسانو سره په بريا لازمه مرسته وکړي.

سټارس اينډ سټرايپس:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس چې تر ډېره د امريکايي پوځيانو په اړه ليکنې خپروي په خپله يوه تازه ګڼه کې افغانستان ته د ور-روانو هغو ٥٠٠ امريکايي پوځيانو په اړه ليکنه خپره کړې چې له څو مياشتو يې سخته روزنه روانه ده.

د ليکنې په پيل کې ويل شوي چې په پام کې ده د او کاملاً ملي ګارډ دغه پوځيان د ډسمبر په وروستيو کې په افغانستان کې په دنده وګمارل شي.

د دې نظامي قطعې قوماندان ډګرمن مايک اوروشا ويلي، دغه پوځيان به د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې له ډسمبر څخه تر راتلونکې سپټمبر مياشتې پورې د افغان ځواکونو د روزنې په هدف په افغانستان کې وي.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼې د دې قوماندان دا خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي پوځيانو ته د سلا-مشورې د چارو او د هغو سلاکارانو د ساتنې لپاره روزنه ورکړل شوې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعاليت لري.

د امريکا دفاع وزارت ويلي په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر دا مهال ١١ زرو ته رسېږي او په پام کې ده په زرګونو تازه دمه پوځيان دغه هېواد ولېږل شي.

XS
SM
MD
LG