د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي او نورو امریکايانو د خلاصون لپاره د ژر اقدام غوښتنه وشوه


افغاني الاصله امریکايي او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د ملکي هوايي چلند ادارې د پخوانی مشر محمود شاه حبيبي چې ویل کېږي دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
افغاني الاصله امریکايي او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د ملکي هوايي چلند ادارې د پخوانی مشر محمود شاه حبيبي چې ویل کېږي دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د استازو جرګې د امریکا پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي په ګډون د درېیو امریکايي وګړو د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

که څه هم د افغاني الاصله امریکايي او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني مشر محمود شاه حبيبي له ورکېدو څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو لا هم د هغه او دوو نورو امریکايي وګړو د برخلیک په اړه اندېښنې پرخپل ځای دي.

تازه د امریکا د استازو جرګې د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د دغو درېیو امریکايي وګړو د خلاصون لپاره دې له ځنډ پرته اقدام وکړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال پرون چهارشنبه د سپټمبر۲۵مه د یوې اعلامیې په خپرو سره ویلي چې د بایډڼ او هاریس ادرې له لوري په زیانمونکې توګه د امریکايي سرتېرو وتلو طالبانو ته دا جرئت ورکړی چې دوی د برمتې په پالیسۍ کې ورښکېل شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د اعلامیې په ټکو، اوس لږ تر لږه درې امریګايي وګړي په افغانستان کې له طالبانو سره دي.

په اعلامیه کې وړاندې د امریکا پر حکومت غږ شوی چې باید پر طالبانو فشار راوړي څو دوی ومني چې محمود شاه حبیبي له دوی سره دی، دا روښانه کړي چې القاعده د هغه په نیولو کې څه رول لوبوي او په ورته وخت کې د رایان کوربت، جورج ګلزمن په نومونو دوه نور امریکايان په ژر تر ژره خوندي خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د اعلامیې په پای کې د مککال له قوله راغلي: "موږ نه شو کولای د طالبانو تروریستي رژیم ته اجازه ورکړو چې نورو امریکایانو ته زیان ورسوي."

د محمود شاه حبیبي کورنۍ بیا وايي، که څه هم دوی له وړاندې د امریکا حکومت سره هغه ټول ثبوتونه او اسناد شریک کړي وو چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې دی، خو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

احمدشاه حبیبي وايي: کوم ثبوتونه چې موږ لرو چې دی د طالبانو په بند کې دی، هغه موږ ټول د امریکا له حکومت سره شریک کړي، خو د هغه سربېره دوی تراوسه کوم پرمختګ نه دی کړی

د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کوم ثبوتونه چې موږ لرو چې دی د طالبانو په بند کې دی، هغه موږ ټول د امریکا له حکومت سره شریک کړي، خو د هغه سربېره دوی تراوسه کوم پرمختګ نه دی کړی او دا کوم رپوټونه چې ګواګې حبیبي طالبانو القاعده ته سپارلی، دا موږ نه تاییدوو او دا معلومات موږ ته د کومې معتبرې مرجعې له‌خوا نه دي راغلي، د امریکا حکومت او طالبانو موږ ته نه دي ویلي چی دی القاعده ته سپارل شوی دی."

افغاني الاصله امریکايي او د تېر جمهوري نظام د ملکي هوايي چلند ادارې پخواني مشر محمود شاه حبيبي د نوموړي د کورنۍ د ادعاوو پر بنسټ د ۲۰۲۲م کال د جولای په میاشت کې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د "اې‌آرایکس" د مخابراتي شبکې له ۲۹ نورو کاروکونکو سره یوځای ونیول، خو تر ننه یې طالبانو نیول نه دي تایید کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې یې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د دوی په زندانانو کې د محمود شاه حبیبي په نوم څوک نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۱مه د سي‌آی‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمس په خپلې ایکس‌پاڼه کې ادعا کړې وه چې طالبانو محمود شاه حبیبي القاعدې ته سپارلی او خبرداری یې ورکړی و که متحده‌ایالات ژر تر ژره اقدام ونه‌کړي نو القاعده به یو امریکايي اعدام کړي.

د محمود شاه حبیبي ورو احمد شاه حبیبي هم مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو یو غړي ورته دا خبره کړې ده.

وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی او د امریکا متحده ایالات د راین کوربت، جورج ګلزمان او محمود شاه حبیبي چې په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان له ډلې طارق فرهادي وايي چې د امریکا اوسنی حکومت هڅه کوي په امریکا کې له ټاکنو وړاندې په افغانستان کې دغه برمته شوي امریکایان خلاص او امریکا ته ستانه کړي.

فرهادي وویل: "د جوبایډن حکومت اړتیا لري چې له ټاکنو وړاندې دغه برمته شوي کسان ازاد شي، دا ځکه مهمه مسئله ده چې بایډن په څو بیانونو کې ویلي چې موږ غواړو امریکايي برمته شوي وګړي چې په هرځای کې وي باید ازاد شي او جوبایډن له دې وړاندې چې ټاکنې وشي غواړي په دې برخه کې بریالی شي او له دغو درېیو برمته شویو کسانو په امریکا کې هرکلی وکړي."

د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي
د نړیوالو اړیکو کارپوه طارق فرهادي

د فرهادي په خبره که څه هم امریکايانو په کراتو د دغه برمته شویو کسانو د خلاصون پر مسئلې ټینګار کړی، خو وايي، طالبان غواړي چې په مقابل کې لوی امتیازات ترلاسه کړي.

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه دغه شان د محمود شاه حبیبي په اړه د طالبانو بې خبري د اندېښنې وړ بولي او وايي، طالبان باید په دې اړه ژر تر ژره قانع کوونکی ځواب وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG