د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

اروپايي هېوادونو ته تللي افغان خبريالان څه بوختياوې لري؟ د يوشمېر خبريالانو د کاري ژوند کيسې


د افغان خبريالانو يو پخوانی انځور
د افغان خبريالانو يو پخوانی انځور

یوشمېر افغان خبریالان، چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته یې په فرانسه کې پناه اخیستې، وايي د خپل مسلک خلاف کارونو کې بوخت شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، ګڼ‌شمېر افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول، چې دوی کې خبریالان هم وو.

کټرینا عمري یوه له دغو افغان خبریالانو څخه ده.

نوموړې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د بلخ په مزارشريف ښار کې د يوه خصوصي ټلوېزيون خبرياله وه، چې اوس فرانسه کې د افغان مېرمنو د لاسي صنايعو د انلاين پلور په برخه کې کار کوي.

کټرینا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په فرانسوي ژبه د بشپړ حاکمیت د نه لرلو له امله یې ونه‌شو کولای په یاد هېواد کې د خبریالې په توګه دنده پیدا کړي.

هغې وويل: "د افغان ښځو لاسي صنایع له افغانستان څخه فرانسې ته واردوم او په ټوله اروپا کې یې پلورم. په‌دې کار کې مې کورنۍ راسره ډېره مرسته کړې. د افغان ښځو کوم لاسي صنایع چې موږ يې خرڅوو لاسي دستکولونه دي چې د خالص چرم څخه جوړ دي او قالینچه‌‌يي دستکولونه دي چې بېلابېل دیزاینونه او رنګونه لري."

ډېری خبريالان د خپل مسلک خلاف په رسټورانټونو يا نورو برخو کې کار کوي.
ډېری خبريالان د خپل مسلک خلاف په رسټورانټونو يا نورو برخو کې کار کوي.

اتیلا نوري یو بل افغان خبریال دی، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې له خپلې کورنۍ سره فرانسې ته تللی دی.

هغه چې دا مهال د افغاني او فرانسوي خواړو یو رستورانت لري، ازادي راډیو ته وویل:
"شپږ میاشتې کېږي د فرانسې په لیل ښار کې مې يو رستورانت جوړ کړی چې افغاني او فرانسوي خواړه لري. دا هیله لرم چې په نږدې راتلونکې کې نور افغانان کار ته وګومارم او هغه افغانانو ته د کار زمینه برابره کړم چې په ژبه نه‌پوهېږي."

"شپږ میاشتې کېږي د فرانسې په لیل ښار کې مې يو رستورانت جوړ کړی چې افغاني او فرانسوي خواړه لري
اتيلا نوري، فرانسه کې افغان خبريال

فرانسه یو له هغو څو اروپايي هېوادونو ده، چې ډېر افغان خبریالان یې منلي دي.

د جرمني د دویچه ویله په یوه راپور کې تېر کال په فرانسه کې د کډوالو او بې تابعیته کسانو د ساتنې دفتر په حواله راغلي، تر ۲۰۲۲ کال پورې په‌دې هېواد کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمېر افغانان و، چې شاوخوا ۱۷۵۰۰ افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

نعمت‌الله حبیبي هم په فرانسه کې یو افغان خبریال دی چې، په پاکستان کې د څه مودې له تېرولو وروسته اوس له خپلې کورنۍ سره فرانسه کې دی.

نوموړي هم ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم د مسلک خلاف کار کول ورته ستونزمن دي، خو اړ دی چې کار وکړي.

هغه وايي: "د مسلک بدلول یو سخت کار دی، ډېر وخت نیسي، زه اوس له یوې کمپنۍ سره کار کوم چې د موټرو د پرزو او موټر پلور او پېرود کې همکاري کوم، په‌‌‌داسې یو ځای کې کار کول راته اسانه نه‌دي."

د یادونې ده چې خبریالان نه یوازې فرانسې، بلکې یوشمېر یې د کاناډا او امریکا په ګډون نورو اروپايي او لوېدیځو هېوادونو ته هم کډوال شوي دي، چې د راپورونو له‌مخې په ډېر کم شمېر سره یې د ژورنالېزم په ډګر کې فعالیت لري او ډېری یې په هغه کارونو بوخت دي چې د دوی د مسلک خلاف دی.

دوی وايي، په رسنیو کې د منلو بېلابېل معیارونه، د کوربه هېوادونو په ژبو نه‌‌پوهېدل او یوشمېر نورې ستونزې هغه عمده لاملونه دي، چې دوی نه‌‌شي کولای په دغو هېوادونو کې خبریالۍ ته دوام ورکړي.

یوشمیر افغان کډوالو ‎په تولیدي کارخونو کې له کارګرۍ څخه نیولې، تر موټر چلولو او دراندو کارونو پورې بېلابېلې دندې لري، څو وکولای شي په ټولنه کې مدغم او په جلا وطنۍ کې د خپل نوي ژوند لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG