د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د امریکا سفارت: افغان خبريالان له زور زياتي او تاوتريخوالي سره مخامخ دي
تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د امریکا سفارت: افغان خبريالان له زور زياتي او تاوتريخوالي سره مخامخ دي


د طالبانو په واکمنۍ کې افغان خبريالان
د طالبانو په واکمنۍ کې افغان خبريالان

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، افغان خبریالان د حقیقت د لټون په لار کې ګواښل کېږي، له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ کېږي.

دغه سفارت په خپل بیان کې له افغان خبریالانو سره د پیوستون غږ کړی دی.

د امریکا سفارت د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت په ختمولو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي: "ازاد مطبوعات د عادلانه ټولنې بنسټ دی او موږ باید د هغو کسانو ساتنه وکړو چې خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو کیسې روښانه کړي."

شنبه د نوامبر دومه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ وه.

افغانستان د نړۍ په مخ له هغو هېوادونو دی چې د خبریالانو په وړاندې د خطرونو او تاوتریخوالي په نړیوالو شاخصونو کې تر ټولو په وروستیو ردو کې حسابیږي.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ ژورنالېستان وژل شوي دي.

د دغې کمېټې په تازه راپور کې چې اکتوبر میاشې په ۳۰مه نېټه خپور شوی، افغانستان تر جنوبي سوډان وروسته له مجازاتو د ژورنالېستانو د قاتلانو د خوندیتوب په شاخص کې شپږم راغلی دی.

نعمت نقدي و تقي دریابي هغه دوه تنه افغان خبريالان دي چې د ۲۰۱۲کال سپټمبر کې د طالبانو له‌ځوا ونيول شول او بيا شکنجه شول.
نعمت نقدي و تقي دریابي هغه دوه تنه افغان خبريالان دي چې د ۲۰۱۲کال سپټمبر کې د طالبانو له‌ځوا ونيول شول او بيا شکنجه شول.

د اتلسو وژل شویو خبریالانو له ډلې د ۱۳ د وژنې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې د داعش خراسان څانګې منلی دی.

د بې پولې خبریالانو د سازمان په یوه راپور کې هم راغلي چې، په مستبدو رژيمونو کې د ازادو مطبوعاتو په شاخص کې افغانستان له ۱۸۰ هېوادونو په ۱۷۹ ځای کې دی.

د بشري حقونو مدافعان، په ځانګړې توګه ښځې، ژورنالېستان او د مدني ټولنې غړي له ګواښونو او ځورونو سره مخ دي.
ريچارډ بېنيټ

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په درېیو کلونو کې ۱۴۱ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي.

اکثر دا خبریالان چې له ازادۍ وروسته له افغانستان وتلي، د طالبانو د رژيم له ناوړه چلند او ځورونو يې شکایت کړی دی.

ملګري ملتونه هم په شدت په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر سر د زیاتېدونکو محدودیتونو او افغان خبریالانو ته د طالبانو له‌‌خوا د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په درېیمه کمېته کې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: "د بیان د ازادۍ د ناستو او سوله‌ییزو غونډو فضا په شدت محدوده شوې. د بشري حقونو مدافعان، په ځانګړې توګه ښځې، ژورنالېستان او د مدني ټولنې غړي له ګواښونو او ځورونو سره مخ دي. ځینې یې چې بندیان شوي وو د جدي ناوړه چلند راپور ورکوي."

ریچارډ بېنيټ په خپل راپور کې هم په مفصله توګه افغان خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو یادونه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې د امنیت او خوندیتوب اندېښنې یوازې په خبریالانو نه خلاصه کېږي، بلکې د خبریالانو منابع او هغه کسان چې ورسره مرکې کوي هم ګواښل کېږي.

په راپور کې راغلي چې ځینې کسان له رسنیو سره د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تر خبرو وروسته نیول شوي، د کورنۍ غړي یې ګواښل شوي او ځورول شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو ادعاو او انتقادونو په اړه تازه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د کار دوام ته ژمن دي.

ویل کېږي چې په غزني کې د خوشحال راډیو مسوول حکمت ارین او د افغان غږ خبریال مهدي انصاري اوس هم طالبانو سره بندیان دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ادعا کړې، چې ډېری خبریالان د دوی د کار له امله نه، بلکې د شخصي مواردو له امله نیول شوي، هغه څه چې خبریالان او د رسنیو مسوولین یې ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG