د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

فايق: امنيت شورا دې افغانستان کې د بشري حقونو روان ناورين په بېړني ډول وڅېړي


ارشیف: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دې سازمان عمومي غونډې ته د وینا پر مهال
ارشیف: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دې سازمان عمومي غونډې ته د وینا پر مهال

د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست وایي، امنیت شورا مکلفه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو روان بحران په بېړني ډول وڅېړي.

نصیراحمد فایق د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې چې نن شنبه اکتوبر ٢٦مه يې په خپله ایکس‌پاڼه متن خپور کړی ویلي، د ښځو د حقونو بیا راګرځول د عدالت، حساب ورکولو او نړیوال امنیت لپاره اړین دي.

"طالبان هغه کسان نه‌‌دي چې اصلاح شي. نړیواله ټولنه باید دوی سره په هیڅ ډول تعامل ونه‌کړي، بلکې دوی دې د نړیوالو قوانینو له‌مخې محکمو ته راوستل شي
طاهره کريمي

ښاغلي فایق په‌دې ناسته کې له یادې شورا څخه پنځه مهمې غوښتنې مطرح کړې.

نوموړي وويل، د ملګروملتونو د امنیت شورا بايد طالبان اړ کړي، چې نړیوال بشري حقونو ته ژمن پاتې شي او په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

نصیراحمد فایق په خپلو غوښتنو کې د د سولې په ټول‌شموليت او د افغان مېرمنو د حقونو د خوندي کولو لپاره د نړیوالو سرچينو په ځانګړي کولو ټینګار کړی.

په بیان کې دغه‌راز غوښتل شوي چې، له طالبانو سره بايد هر ډول تعامل اصولي او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د ملموسو پایلو پر بنسټ وي.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د کار او زده‌کړو په ګډون پر افغان مېرمنو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې او افغانې مېرمنې د ملګروملتونو په ګډون له نړوالې ټولنې غواړي چې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د بشري حقونو د وضعیت په بدلون کې دې عملي اقدامات ترسره کړي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

د ښځو د حقونو فعالې او یوې معترضې مېرمن، طاهرې کریمي ازادي راډيو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید طالبان د بشري حقونو د نقض له امله ځواب ویونکي وګرځوي.

نوموړې وايي: "طالبان هغه کسان نه‌‌دي چې اصلاح شي. نړیواله ټولنه باید دوی سره په هیڅ ډول تعامل ونه‌کړي، بلکې دوی دې د نړیوالو قوانینو له‌مخې محکمو ته راوستل شي، په نړیوالو محکمو کې دې محاکمه شي او جنسیتي اپارتاید دې په رسمیت وپېژندل شي."

د کابل يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دوی په وار وار دا ډول غوښتنې کړي خو ملګري ملتونه دې د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

نوموړې وویل: "زموږ غوښتنه د امنیت له شورا څخه دا ده چې جنسیتي اپارتاید دې په افغانستان کې په رسمیت وپېژندل شي او په افغانستان کې حاکم جنسیتي تبعیض دې له‌منځه ولاړ شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد هم د پنج‌شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د افغان ښځو محرومیت په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې شاه تګ ښیي.

د ملګروملتونو د ښځو برخې اجرایوي مشرې سیما باهوس هم په‌دې غونډې کې ویلي و، میلیونونه افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې له لومړنیو حقونو بې‌برخې شوي او د زندانیانو په څېر ژوند کوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG